ښاغلی نجيب سرغندوى
د پښتو ادب تاریخی پس منظر ته لڼډه کتنه
دلومړي بحث له بشپړولو مخکی غواړم د پښتو ادب معاصر تاریخی بهیر ونوته هم لڼډه کتنه وکړو، څو دهغه په رڼا کی د پښتو کیسه لیکنی په باب یو څه روښانه انځورترلاسه کړو.
د ادب تاریخ یا ادبی تاریخ چی دادب پوهنی مهمه برخه جوړوی، د هری ژبی د ادبیاتو په اډانه کی د ’’یو ملت د علمی، ادبی، فکری او هنری پرمختیا او یا وروسته تگ د حالاتو بیان د تاریخ په هره دوره کی د اړوندوحالاتو ښوونکی دی."
ددغه اصل په پامرنی سره کولئ شو ووایو چی ژبني- هنري آثار، په لیکلي اویا ویونکي(تحریری یاشفاهی) بڼه، دادب تاریخ له خواد هغوشرایطوسره په تړاو کی ترڅیړنی لاندی نیول کیږي، چی دغه آثار پکی هست شوي وي.
موږ دلته دتیرو وروستیوسلوکلونو د ادبی تاریخ او دهغه په څنگ کی د پښتوادب تاریخی پس منظرته کتنه کوو او که ډیر پراخ هم نه وي، خولږترلږه کیدای شي داکارزموږ دپښتني ادبیاتو پراخ ډگر ته د ورتیریدلویوه کوچنۍ هڅه او یو محدود کوشش وي.
. که داخبره سمه وي چې دپښتو ادبیاتو معاصر دوران د مشروطیت له لومړې دورې سره تړاو لري او ددغه غورځنگ په رڼا کې هویت پیداکوي، نو بیا دپښتومعاصر شعراو ادب د نومیالو سرلارو افکاراوبرداشتونه هم د همدغه غورځنگ له افکار او غوښتنو خړوبیږي.
خو په دغه دوره کې، څومره چې شعر او شاعري ته پام گرځولئ شوئ، له کیسو او داستاني آثارو سره نه مخامخ کیږو، مگر دغه تشه تر یوې کوچنۍ کچې دپښتونخوا د پښتو ادب په ډگرکې د نویو ټوکیدلیو گلانو په څیر دغه رنگین بڼ ته ښکلا بخښي، چې لږ وروسته به پرې وغږیږو.
دمعاصرادب د تاریخ لومړنئ پړاو چی د روښانتیا د دوری یا پړاو په نوم یادیږي او د امیرحبیب الله خان دپاچائی په کلونو کی دسراخ الاخبارپه نامه د لومړنۍ خپرونی له خپریدو سره پیلیږي، موږ په ۱۳۰۶ کال کی د مولوی عبدالرؤف کندهاری له نوم سره آشناکیږو چی دغه اخبارئی خپورکړ، خو له لومړۍ گڼی وروسته ئی خپریدا بنده شوه، چې د بندیدو علت ئی همداسې مرموزپاتې شو. دا هغه وخت ؤ چې تردې لږ وړاندې کلونو کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د حبیبیې په نامه یو ښوونځی د امیر په نوښت جوړ شو او په هغی کې دلوړوپوړو چارواکودزامنو په څنگ کې یوشمیرنوروځوانانو هم د سبق او زده کړې موقع ترلاسه کړه. دغه ښوونیز چاپیریال ددې سبب شو چې دمشروطه غوښتنې ترنامه لاندې لومړنئ سیاسي خوزښت په ټولنه کې راوټوکیږي او ترڅنگ ئی ادبي فعالیتونه هم ټریو محسوس حده پورې راولاړ شي. د ارواښاد صدیق روهي په وینا په دغه وخت کې " دفرهنگ په ساحه کې دوه مهم کارونه ترسره شول، لومړی دا چې په کابل کې د حبیبیې ښوونځی او دسراج الاخبار د حریدې اداره دسیاسی فعالیتونو په مرکزونو بدل شول" او بله داچې دغه وخت د بهرنیو هیوادونو ځینې خپرونې لاس په لاس گرځیدې او د مرحوم غبارپه وینا د روښانفکرانو قشر چې په لومړي سرکې ئې د ملي بورژوازۍ او لیبرال ملاکانو استازیتوب کوله، وروسته ئې د پاچا د بې سرحده واک د محدودولو او دافغانستان د خپلواکۍ د گټلو او داساسی قانون د جوړولو دپاره په مبارزه لاس پورې کړ.
كولای شو ووایو چې دپښتو ادب له نظره دغه کلونه مطبوعاتو ته دپښتوژبی ادب د ورگډیدو کلونه دي چی په پښتوشعرسره پیلیږي او ورو ورو د ادبیاتو نور ژانرونه هم، لکه خبرونه، مقالی، ادبي ټوټی، ډرامی او لڼډی کیسی، احتواکوي. که دلومړۍ مشروطه غوښتنې دغه غورځنگ د هغه دراټوکیدو په لومړیو کلونو کې نه وای ځپل شوای، چې په پایله کې ئی زیات شمیرنومیالي قلموال هم جیلونوته واچول شول، نو ښائي پښتو ادب به ترهغه لازیات دپام وړ لاسته راوړنې او بډایتوب درلودلای.
د دغه وخت د ادبی بهیرد پیلیدو سره چې دمشروطه غورځنگ دپیاوړی کیدوپه لاره کې کوشش کیده، داهم کولئ شوووایو چې د دی "دوران ادبیات، دملی ارمانونود گاډي په توگه د فرهنگ پرمخ بیولو ته هم وقف شوی ۇ. پدې کې شک نشته چې دمعاصر ادب ترڅنگ، کلاسیک ادب او فولکلوری ادب دواړه پخپل قوت پاتې ۇ، خو معاصرادب د محتوی اوپیغام درلودلو له امله، نور ادبی بهیرونه له خپل عنعنه ئي اهمیته وغورځول. معاصر ادب دیو ژمن او رسالت لرونکي ادب په توگه د ټولنې په خدمت کې په کارواچول شو."
دپورتني استدلال پربنا کولئ شو ووایو چې ادب(چی شعر، داستان، ادبي ټوټې، هنري نورشهکارونه احتواکوي) د فرهنگ د یوې مهمې برخې په توگه دهغې زمانې دټولنې ترخو واقعیتونو لکه بیوزلي، بیسوادي، اداري فساد، اختناق او ټولنیزه بیعدالتۍ ته په کتوسره هیوادپالونکي آزادي غوښتونکي په عام ډول او ادیبان، لیکوال، شاعران او هنرمندان په ځانگړي توگه دې ته وهڅول چې د منځنیو پیړیو د رکود اوعطالت نه د ټولنې دخلاصون لپاره په هغه سخته مبارزه کې خپل لارښودونکئ او الهام بښونکی نقش ولوبوي، چې د مشروطه غوښتونکو کوچنیو ډلگیو په پټه سره پیل کړئ ؤ. یعنې داچې دادبیاتو اوبیا د پښتو ادب مخکښواونومیالوهم هڅه کوله چې دخلکود ذهنونو او سوچونولپاره دیوه روڼ مشال په توگه خپل رسالت اوکرداراداکړي.
ددغه مهم رسالت دترسره کولو ترڅنگ، پښتوژبي قلموال او لیکوال، شاعران او صحافیان، چې دسراج الاخبار دجریدې په خپریدوسره مناسبه زمینه ورته برابره شوې وه، په دې هڅه کې شوي ؤ چې د پښتو ژبی او ادبیاتو د انکشاف اوپرمختگ په لاره کې هم مهم گامونه پورته کړي.
مخکې مواشاره وکړه چې دبهرنیوهیوادونوله خپرونو نه تریوې محدودې کچې پورې د ځوانو قلموالو گټه اخستنه هم ددې سبب شوی ؤ چې ډیرشمیرځوانان دپښتونخوا په دواړو خواوو کې، د خپلې ټولنې پریمانه ناخوالواو د هغو اصلي عواملوته پام وگرځوي او په دې سوچ او فکرکې شي چې څرنگه دهغو په وړاندې مقابلې ته راولاړشي.
ددغه وخت یوه شعري بیلگه په پښتوژبه کی دلته راوړو چی دسراج الاخبارپه یوه گڼه کی خپره شوی وه. شعرد مولوی صالح محمد کندهاری اثردئ:
داڅه عجب دوران دئ چی راغلئ پرافغان دئ
رنگارنگه ترقي ده. څه عجب محبوب عنوان دئ
داله کومه سو په موږ کی چی ظاهراونمایان دئ
داخوعصردسراج دئ. چی افغان ټول پری روښان دئ
ته سراج الاخبار ته گوره. چی دملک په تن کی ځان دئ
اوس بیا نورعلی نور سو. په پښتو چی دئ گویان دئ.
***********
داماني غورځنگ ترپیلیدو اودافغانستان د خپلواکۍ او بیا د نوي مدرن دولت دجوړیدو تردورانه پورې شعراوادب دواړه دمشروطه غورځنگ د پیژندنې او پرمختیا په چوپړکې فعال رول ترسره کوي او دهیواد نومیالي شاعران او قلموال د خپلواکۍ دترلاسه کولوپه گټه او دانگریزي استعماري ځواک د غندنې ډگرته راووځي.
داپه داسې حال کې دئ چې په لرې پښتونخواکې هم د پښتو ژبې او ادبیاتو په ډگرکې عملي گامونه کلونه پخوا د افغان خپرونې په پیلیدوسره د انگریزي استعمارسره په مقابله کې دخلکو د سیاسی- ټولنیزشعورد بیداره کولو په موخه او هم د پښتوژبې د پرمختگ او ودې لپاره په فعالیت بوختیږي.
لکه هماغسې چې دلته په افغانستان کې سراج الاخبار او دمشروطه غوښتونکو سیاسي او ټولنیزې هلې ځلې خلکوته الهام بښونکئ او د ژبې او ادب پرمختگ ته مرستندوی شوې، نو هلته په لرې پښتونخواکې هم افغان خپرونه او انجمن اصلاح افاغنه د قلموالو، شاعرانو او لیکوالو د راغوڼډیدو په فعال او الهام بښونکي مرکز بدل شو.
خو له یاده ونه باسو چې په دغو دواړو کې ترډیره حده شعراو اصلاحي مضامینوته پاملرنه زیاته وه او د داستاني آثارو تشه لا هم محسوسه وه او په دې لاره کې کوم عملي حرکت اوخوزښت نه ؤ ترسره شوئ.
په دې ډول کولئ شو ووایو چې په دواړو پښتني خواو کې پښتو معاصره ادبي دوره د شلمې پیړۍ له لومړۍ یوې نیمې لسیزې راپدیخوا پیلیږي، چې لا ابتدائی بڼه لري او ډیرژور او بیلابیل اړخونه نه احتواکوي.
په افغانستان کې د روښانتیا د دورې د مخکښو لیکوالو اوشاعرانو په ډله کی د مولوی صالح محمد کندهاری، غلام محی الدین افغان، مولوی عبدالواسع کندهاری، عبدالعلی مستغنی، عبدالهادی داوی او داسی نور نومونه چی د په سراج الاخبار کی ئی لیکنی کولی، دیادونی وړ دي. كه څه هم دغه نومیالې د لومړۍ مشروطې له دوران سره تړاو درلود او په ادبي کارونوئی پیل کړئ ؤ، خو ددوی غوره آثاراو کتابونه د دوهمې مشروطې په وروستنیو او له هغه راوروسته کلونو کې چاپ اوخپاره شول. دبیلگې په توگه د مولوي صالح محمد کندهاري دغه لاندني آثارد یادونې وړ دي:
پښتو پخپله زده کړه- ۱۳۱۳ کال، لدمړی کتاب دپښتو-۱۳۳۵ کال، پښتوژبه لومړی او دوهم ټوک ۱۳۱۶ او۱۳۱۷کلونه، ډپښتوژبی تدریسي کتاب، پښتوصرف اونحو، له اردو په پښتوژباړه، او داسې نور
په لرې پښتونخواکې هم د افغان جریدې په خپریدوسره پښتانه شاعران اولیکوالان فعال گامونه پورته کوي او یو په بل پسې ټولنې ته ورپیژندل کیږي.
(نوربیا)