ښاغلی یوسف یوسفزی
کورونا نړېواله جګړه که تصادفي وایروس؟!
Biological War
یا بیالوژیکي جګړه
له هرڅه مخکې، به پهدې خبرې وکړو، چې دا بیولوژيکي جګړه یا چې په انګلیسي کې ورته (Biological War) وايي، دا څه ډول جګړه ده؟ تاریخ يې له کومه شروع کېږي؟ چا يې په استعمال پېل وکړ؟ څنګه دا جګړه پېل شوه؟
(بایلاجیکل وار) یا بیالوژيکي جګړې په اړه سټیون بلوک پهنوم یوه امریکايي ساینسپوه یا بیالوژیست ډېر ښه، واضح او خوندور لنډ تعریف کړی.
Biological weapons are "the poor man's atom bomb"
یعنی بیالوژيکي وسله د یو غریب سړي اتومبم ته وايي. معنا که دغه وسله هر هېواد ولري که هغه هرڅومره غریب وي، نو خپله یو اټومي طاقت دی.
دا جګړې اوسمهال عسکر، زیاتو مصارفو، مزایلونو، درنو وسلو، طیارو، توپونو، او ټانکونو ته ضرورت نهلري.
وسله يې صرف په لابراتوارونو کې، د ماهرو بیولوژیستانو لهخوا تیاريږي، چې د جوړو شویو ویروسونو او وژونکو، ساري ناروغیو جګړه ده.
مختلف امراض، ویروسونه، باکتریاوې او ګازات سره مخلوطوي او وژونکې وسله تیاروي.
که څه هم موږ افغانان لهدغې جګړې سره په بشپړه توګه نا اشنا یو، ځکه زموږ هېواد د نړۍ له درېيمو درجو هم په ټيټو مملکتونو کې حسابیږي، نو دلته جګړه د دویمې نړېوالې جګړو په څېر توده روانه ده او په خورا زوړ ویرژن پر یو بل سینې سړوو.
دویمه درجه په ځانګړي ډول په نړۍ کې هغه هېوادونه چې ځان ته مخکښ وايي، د دغې جګړې پلانونه مخ ته بیايي او بیولوژیستان لکه د مرمیو د کارخانو کارکوونکو او فزیکپوهانو په شان استعمالوي.
که ددغې جګړې تاریخ ته وګورو، نو سل په سلو کې به یقیني شو، چې سنجول شوې جګړه ده. د موضوع ریښه لهکومې شروع کېږي او اصله خبره لهکومه ځایه پېل شوې؟
د بیالاجیکل وار، تاریخ داسې وايي، چې په لومړي ځل د ( Smallpox) پهنوم یو ساري مرض په ۱۷ مه پېړۍ کې مشهور شو.
سمال پاکس داسې یو مرض و، چې دوه رقمه ویروس (Variola major and Variola minor) ویورولا میجور او ویرولا مینور و پکې ګډ شوي و.
دا ویروسونه په ګډه ډېره خطرناکه ناروغي رامنځ ته کړه، تقریبا ټوله نړۍ يې غرقه او د انسانانو تباهي يې جوړه کړه.
دې مرض ته يې هغه مهال لکهلرونکي بلا، او سور طاعون ویل.
وروسته بیا څېړنو ثابته کړه، چې دا ویروس د لومړي ځل لهپاره په ۱۶مه پېړۍ کې د بریتانویانو لهخوا جوړ شوی و.
خو هغه مهال خلک پوه شول، چې میلیونونه انسانان يې تر خاورو لاندې کړل.
د بیالوژيکي جګړې تاریخ وايي، چې سور طاعون د یوې پېړۍ دننه يې ۵۰۰ میلیونه انسانان په ټوله نړۍ کې ووژل.
د ځينو اسنادو لهمخې يې هر کال ۱۵ میلیونه خلک وژل.
دغه مرض عجیبه او ویروونکي خصوصیت درلود، لومړی به يې په بدن کې ځای ونیو بیا به په پوستیکي کې علایم ښکاره کول، چې شدید خارښت څخه وروسته به يې پولۍ جوړولې او د پولو جوړولو وروسته به وپړسېدل بیا به تور شول، ټول بدن به يې داسې ونیول لکه په لوند بدن چې په دانه جوارو څملې؛ دغه مرض په هغو خلکو چې زورور شو، نو په سترګو به يې ړوند کړ.
یعني د ۵۰۰ میلیونو انسانانو څخه يې یو پر درېیمه يې ړانده کړل، بدبختانه دغه هدف د نسل وژنې لپاره و او تر ډېره مرض په ماشومانو کې را پېدا کېدل.
که اوس پښه بنده کړم، نو مکمل یو کتاب یوازې د دغه مرض په باب لیکلی شم او تاسو به هم په شوق سره يې ولولئ، خو دلته به د موضوع لپاره همدومره کفایت وکړي.
نتیجه يې دا کېږي، چې په ۱۷۹۸ کال یا د ۱۸ پېړۍ په پېل کې د ایډوارډ جینر په نوم د سمال پاکس ضد واکسین کشف کړ او بیا خلک کرار کرار له دغه مرضه په امان شول.
اصله خبره دلته ده، چې ایا دا طاعون مرض سل په سلو کې لهمنځه تللی؟!
امریکايي ساینسپوه بلوک له نن نه ۱۰ کاله وړاندې لیکلي، چې دغه ویروس د روسيې په کنګلونو او د امریکې په دښتو کې اوس هم پاتې او هماغه وخت د همدغو هېوادونو لهخوا خوندي ځایونو کې ساتل کېږي.
دغه فاکټ يې موږ دې نتیجې ته رسوي، چې ولې د میلیونونو انسانانو له وژلو وروسته دغه له اټومبم قوي وسله ساتل شوې.
ښکاره خبره ده، چې هر هېواد د بل تر تاثیر لاندې راوړلو او حتا وژلو په هدف هرې ورانکارې وسلې ساتلو ته هڅې کوي.
امریکايي ساینسپوه په خواشينۍ سره دا خبره تاییدوي، چې انسانان وژل نهخوښوي، خو بیالوژیستانو او چټلو سیاسي څېرو کې دغه فکر هر وخت راتللی شي.
بیا تاریخ داسې وايي، چې په لومړۍ نړېواله جګړه کې لابراتواري ویروس رامنځ ته او دا ویروس د زهري ګاز په شکل په مرمیو کې ځای پرځای شو او د الوتکو په وسیله د ښکېلو هېوادونو د نظامي ځواکونو لهلوري استعمالېدل.
بیا په ۱۹۲۵ میلادي کال کې پر دغو وسلو کلک بندیز ولګېد، خو امریکې او جاپان تر دویمې نړېوالې جګړې لهدغې معاهدې سره یوځای نهشول.
له هغه وروسته روسیه، بریتانیا او امریکا "انتراکسونه" جوړول.
Anthrax یا انتراکس، یو ډول انسانوژونکې ناروغۍ ده، چې gram-positive, rod-shaped bacteria په نومونو پېژندل کېږي.
دا باکتریا په ساده ډول په خاورو کې پېدا کېږي او وحشي حیوانات لومړی نیسي بیا انسانانو ته انتقاليږي.
په دویمه نړېواله جګړه کې جاپانیانو زرګونه چینايي زندانیان د انتراکس ویروس په واسطه ووژل، بیا دغه مسله روسيې ته ورسېدله، خو روسيې بیا د هوسۍ تبې یا rabbit fever په نوم په ۱۹۴۲ کال کې دغه مرض د جرمنیانو پر ضد استعمال کړل او خورا زیات يې پکې ووژل.
وروسته بیا دغه وژونکې هڅه همداسې پرمختللو هېوادونو سره پاتې شوه او پرمختللي رنګونه يې ورکړل.
په ځانګړي ډول امریکې او روسيې ازمایښتونه پرې وکړل او په بالیستیکي یا قاره ویشتونکو توغندیو يې وازمویل.
امریکايي ساینسپوهان وايي، چې دغه دواړه هېوادونه ښه په زیاته پېمانه دغه ډول مرضونه له ځانونو سره ساتلي دي.
اوس خبره دا ده، په هیڅ صورت دا موضوع نهشو ردولی، چې دا ډول وژونکې ناروغۍ دې د طاقتورو هېوادونو ترمنځ د جګړې ريښه ونهلري.
فرق يې دا دی، چې د انسانانو په شعور او ځېرکتیا کې فرق راغلی او جګړه په پرمختللې او اسانې طریقې سره پېلوي، چې حتا د پرمختللي ټکنالوژۍ سره ـ سره د ثبوت پر پېدا کولو يې هېوادونه کلونه کلونه وخت ته اړتیا لري.
هغه مهال پر هېوادونو او د ځمکو پر نیولو جګړې وې، چې هټلر به ویل، جرمنیان زیات دي او زیاتې ځمکې ته ضرورت لري، نو عسکر به يې مارش کړل، هالنډ به يې په یوه ورځ ونیوله، فرانسه به يې د یو څو ډزو وروسته تسلیمه کړله او نورو هېوادونو سره به يې سر جنګولو.
خو اوس هغه وختونه تللي، زیات هېوادونه پېسو او اقتصاد ته ارزښت ورکوي.
دا موضوعات د ځينو واقعیتونو پر بنا احتمالي ویلی شو، خو احتمال به يې له بشپړ قوته برخمن وي.
لومړی:
ولې دا ویروس په چین کې وزېږېد؟
دا ښکاره خبره ده، چې په اقتصادي جګړه کې چین د نړۍ لومړی هېواد دی او خورا اقتصادي ځواک يې د نړۍ هېوادونو ته وښود.
نن سبا په هره اروپايي، امریکايي، اسیايي او افریقايي هېوادونو کورونو کې د چین تولید رسېدلی او که ووایم، هر کور ته چینايي تولیدات رسېدلي، نو مبالغه به نهوي.
نږدې د نړۍ د هر کور پېسې د چېن اقتصادي څرخ کې شامل دی، نو معلومدار، چې چین غالب او د نړۍ هېوادونه مغلوب دي.
لکه څرنګه، چې تاسو ته مې تاریخ تشریح کړلو، چې روسيه، امریکا، بریتانیا د دغې جګړې تاریخي څېرې دي، نو اوس راځو چې ولې پر امریکې شکونه کېدلی شي؟
د چین په ووهان ښار کې COVID-19 یا کورونا وایرس وپېژندل شو، دا وایرس نااشنا نهدی، خلک دې نه غلطیږي، چې دا یو تازه نوم دی.
نه!
کورونا د وایروسونو یو ډول فامیل دی، چې دا نوم يې تر ټولو کوچنی وایروسونو کې حسابیږي، نو ځکه په هوا کې له یو متر نه هم په زیاته فاصله کې انسانانو ته د لېږدېدو وړتیا لري.
ځينې وایروسونه چې درانه وي، د ټوخي سره په هوا کې ځمکې ته په لنډه فاصله کې پریوځي او مخکې نهشي تللی، خو دا ډير سپک دی او په کمه انرژي لرې واټن ته شړل کيږي.
چین کې داسې اوازه شوه، چې نړۍ يې ولړزوله، چین یو هوښيار هېواد او د نړېوالو جګړو نه يې د وایروس په وسیله د جاپان وژونکې تجربه هم لرله، نو سم د واره يې پر ضد د مبارزې لهپاره کار شروع کړو.
ژر يې په خپله خاوره کې کنټرول کړه، خو پهدغه برخه کې امریکا واقعاً په خوله مهر لګولی و.
آه ! ترې و نه وتله، ځان يې پرې ناخبره واچوه، داسې سوالزېږونکې چوپيتا د شکونو جرړله خلاصوي او شک په یقین بدلولی شي.
بیا چې کله دغه مرض ایران ته ورسېد، نو سمدواره د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیئو په ژوندۍ بڼه مطبوعاتو ته حاضر شو او پر ایران يې تور پورې کړ، چې خپلو خلکو ته د مبتلاشویو په اړه حقیقت نهوايي.
ولې یو دم د ایران پر ضد دغه تبلیغاتي جګړه پېل شوه؟
او ټولو ته ښکاره معلومه ده، چې د ایران اخوندي رژيم يې د ناتاره بریدونو لاندې راوست، لسګونه قوي سیاسي شخصیتونه يې ورته ووژل او در ګرده وژني يې.
اوس ټول ایران ترې رنځ وړي.
که پر قوي احتمالاتو بحث وکړو، نو د امریکې سره د چین په چپه کولو کې نور هېوادونه هم ملګري کولی شو.
چین ټوله نړۍ چپه کړې او که ټول نهوي، نو د دغې جګړې په پلان کې نیمه نړۍ شامله ده. خصوصاً هغه هېوادونه، چې ما يې تاریخ تاسو ته بیان کړ.
بل سوال دلته را پېدا کېږي، چې روسیه ولې غلې وه؟
روسیه، خو هم په بیولوژیکي وسلو کې له امریکې کمه نهده، د پوتین او ټرامپ روابط داسې ده لکه ورونه چې وي او دغه چاره د ډونالډ ټرامپ اپوزیشن پارټي سخته اندیښمنه کړې هم ده.
روسيې هم د امریکې نه وروسته ځان وښود، حتا تېره ورځ د پوتین رسمي انځورونه رسنیز شول، چې زیړې جامې او ماسک يې اچولی و.
که پخپله چین دا کار کړی وي، نو چینايي رسنۍ يې ولې پټوي؟ باید تبلیغات وکړي، ځکه د جګړې یوه عظیمه برخه ده، خو برعکس دغه هېواد حتا د خپلو مثبتو پېښو او د مړو کره شمېره نه په ډاګه کوي او بیا دې له پیکینګ نه د دغه هېواد ولسمشر ولې په رسمي ډول پر امریکې تور پورې کړي؟
بل سوال دلته دی، چې امریکا کې دا یوه میاشت کېږي، چې تقریباً هره ورځ ډونالډ ټرامپ هر سهار یا ماښام په ژوندۍ بڼه مطبوعاتي کنفرانس لري.
امریکې کې ولې دومره خبرې ته باد ورکول کېږي؟
دا خبره، خو د اقتصاد لهپلوه امریکې ته سخت زیان رسوي، هیڅ هېواد په خپل زیان روا نهدی.
تقریباً ټولې امریکايي رسنۍ د خپلو خبرونو په سرټکو او داغو خبرونو کې کوید۱۹ ته ځای ورکړی.
ولې؟!
لهدې خو نورې ناروغۍ هرکال په زرګونه خلک او انسانان وژني، هیڅکله د خبرونو په سرټکو کې دومره وخت لهپاره ځای و نهنیو.
وژل او له منځه تلل بالاخره هماغه وژل وي، ولې دې له داسې وژنو زیات وډارول شو، چې د نورو په نسبت يې شمېره بیخي کمه وي.
روسيې اوس مېدان ته ودانګله؛ ولې؟
دا مرض اوس هغو ته جدي شو؟ د امریکې له خاموشۍ سره خاموشه وه او بیا له هغه پسې منظم د تبلیغاتو مېدان تودوي.
بل سوال دا دی، چې دا موضوع په لوړه کچه اروپايي هېوادونو په ځانګړي ډول جرمني، بریتانيې نه هم په تبلیغاتي بڼه ښکاره شوه.
ښکاري، چې پلان مثلث نه بلکې پنټاګان او څو ضلعي ترتیب شوی.
د یو هېواد ولسمشر، یا صدر اعظم هیڅکله مطبوعاتو ته اقرار نهکوي، چې وژونکی وایروس لري یا ممکن په دغه ناروغۍ اخته وي.
تاسو ته بهتره معلومه ده، چې د افغانستان غوندې درېیمه درجه هېواد د خپل پخواني پادشاه ظاهرشاه مړینه پټه کړې وه، چې په خپل مرګ مړ شوی و.
بیا دغه خبر پر هېوادونو سخت منفي تاثیرات لري.
که په افغانستان کې داسې یوه خبره وشي، نو عاجل به په نرخونو کې تغیرات راشي، ګډوډي به رامنځ ته شي، نو د ولسمشر یا صدر اعظم/اعظمې د وژل کېدو لهپاره به د خلکو لهخوا ورځې شمارل کېږي.
ټاکنې باید وشي، د ټاکنو لهپاره بودجه، امنیت او هرڅه ته ضرورت دی، نو دغو خبرو ته په کتو هر هېواد همداسې قانوني پروسیجرونه لري ولې په لوړه کچه بېپردې له خپلو مرضونو یا احتمالي اخته کېدو ویل کېږي.
د بریتانیې شهزادهګان پرې اخته کېږي او د عامې روغتیا وزیره يې اعلان کوي، چې موږ پرې اخته یو.
بریتانیا یا بریتش په نړۍ کې د دغې جګړې زوړ تاریخ لري، لومړنی سمال پاکس همدوی جوړ کړی و، نو څنګه کېدی شي، چې د جګړې برخه دې نهوي؟
نو که نتیجه واخلو، د چین په اقتصادي را چپهکولو کې د دغې جګړې تر شا لکه نړېوالې جګړې ځينو مهمو اسیايي، اروپايي او امریکايي هېوادونو بلکل لاسونه یو کړي.
بیا هیڅ امکان نهلري، چې په دومره لوړه کچه او لوړه تکنالوژۍ کې دې د نړۍ هیڅ یو هېواد درمل و نهلري.
جوړونکي يې، درمل لرونکي هم دي.
دویم:
دا ځل سورطاعون په څېر دا مرض ولې نوی نسل نهدی په نښه کړی؟
ښکاري، چې ښه حسابشوې، له تاریخه درس اخیستل شوی، د هر انسان د وجود استقامت سنجول شوی بیا د ځانګړو عمر لرونکو اشخاصو ته شیندل شوی.
د بلوک امریکايي ساینسپوه خبره دلته صدق کوي، چې چټل فکرلرونکي سیاسیون رحم نهلري، نو په بېرحمۍ يې سنجول شوی نسل په نښه کړی.
یاده دې وي، چې د جګړې غوښنه برخه مهم هېواد سعودي عربستان ته هم ورکولی شو.
سعودي عرب هم د دغې تبلیغاتي جګړې برخه شوه او ډېر ژر يې پر مکې معظمې د تاریخ په اوږدو کې لومړی بندیز ولګوو.
لهدې نتیجه اخلو، چې د واکسین لهپاره يې ټوله نړۍ خواري شروع کړې او یو څو میاشتې به يې نور هم دوامداره کړي، ترڅو د شکونو موج راټيټ کړل شي او د علایمو او قربانیو یوه برخه هغه هېوادونه هم شي، چې د دغه مرض یا وایروس د خپرېدو تور یا شکونه پرې کېږي.
په نتیجه کې متقاعد او زاړه خلک به له منځه لاړ شي.
دوی پر دولتونو اضافي بار دي او د نړۍ اقتصاد يې غرق کړی.
هر هېواد له همدغې طبقې رنځ وړي او په دغه کمپلکس پلان کې، چې ایران پکې په سیاسي ډول په نښه شوی په یو تېر له څو نښو یو يې همدغه خلک دي.
تاسو به وروسته د اعتراضونو عظیم او زورور موجونه وګورئ، د څېړنو نتایج به غوغا جوړه کړي، نسلونه تباه شول او دا موضوع هېڅ هېواد عادي نهپرېږدي.
خو په نتیجه کې دا وایم، چې چین په نړۍ کې خپل اعتماد له لاسه ورکړ، هیڅکله نور خپل ځای ته نهشي راتللی.
دا که وايئ په ذمهوارۍ او په خورا دقیق ډول درته وایم، چې چین په دغه جګړه کې ژوندی خاورې شو، ځان به حتا تر پنځوسو کلونو یا پېړو نور راټول نهشي کړلی.
ولې؟!
یو عمده علت يې دا دی، چې نور د نړۍ هېوادونه نهغواړي، چې د مرض او وایروسونو لېږدونکي هېواد سره د پخوا پهشان اقتصادي برخورد او اعتمادي راکړه ورکړه وکړي، هر هغه جنس او تولید به یې څارل کېږي، چې څارل خپله وخت نیسي او وخت نیول معنا د اقتصاد وژل يې.
چین به لومړی د خپلو صحي پلانونو په معیاري کولو میلیاردونه ډالر نور لګوي.
دویم دا، چې پر ځينو وحشي حیواناتو او خوړلو به يې د نړۍوالو لهخوا په ځانګړي ډول WHO له لوري کلک بندیزونه ولګيږي.
ځکه په ظاهره او تبلیغاتي ډول دا د وحشي حیواناتو زېږنده ده.
درېيم: دا چې د نړۍ نور هېوادونه، یوه عادي پېښه وګوري، نو پر وړاندې يې پلان جوړوي، نو داسې خطرناکه او انسانوژنکې پېښې په باب هر هېواد به د خپلو پلانونو پر اساسي موضوعاتو غور وکړي او د ځينو تاوانونو په منلو سره په خپلو هېوادونو یا نورو هېوادونو کې تجارتي نمایندهګیانې خلاصې کړي او د چین له سرمايې هدفمند فرار رامنځ ته کېږي.
څلورم: د هر هېواد مهمه عایداتي سرچینه توریزم او سیلانیان دي.
اوس یې داسې ویره وزېږوله چې هېڅ خارجی به د تفریح لپاره هلته زړه ښه نهکړي.
تر کلونو یې دغه برخه نږدې فلجه شوه.
بالاخره تاسو قدرمنو او زما زړه ته نږدې افغانان او د نړۍ درېیمه، څلورمه درجه او هغه هېوادونه چې پرمختللي دي او د دغه پلان برخه نهدي د سوخت لرګي یو.
موږ به پرې خراب شو، خو تر ټولو اساسي کار دادی، چې یو څو ورځې له یوه بله لرې شو، نظافت رعایت کړو او هیڅ اندېښنه و نهکړو.
دا وایروس بلکل سنجول شوی خپور دی او ژوره اندېښنه ورته نهده پکاره.
واکسین به ژر او حتمي بازار ته راووځي، سرمایهداري نظام به د جګړې ګټونکی شي او واکسین به يې میلیاردونه ډالر هېوادونو ته راوړي.
که هر هېواد يې تولید کړي، نو د پلانتنظیموونکو هېوادونو ترمنځ به د انسانوژونې دغه زهري پېسې د پردې تر شا وویشل شي.
په مینه!!!