د ننګرهارولایت
دوطن ګوند دولایتی شورا او اجراییه هییت دخواشینی پیغام!
په خواشینی او غم سره مو خبر تر لاسه کړ چی دوطن ګوند دسر تاسری شورااو دننګرهار ولایت د وطن ګوند دولایتی شورا داجرایه هیئت غړی او دافغانستان دمزدورانو داتحادیه بنسټګر متقاعد ډګروال عبدالرقیب جهان یار دخپلی اوږدی مریضی له کبله ددی فانی دنیا څخه سترګی پټی کړی او خپل روح یی حق ته وسپاره۰
انالله وانا الیه راجعون
مرحوم جهانیار دیو روڼ اندی کورنۍ غړی، په وطن او خلکو مین هوشیار او مدبراو سیاستوال او د ښه انسانی او اسلامی اخلاقو لرونکی شخصیت وو۰
دننګرهار ولایت دوطن ګوند دمرحوم ټولی هڅی او مبارزه چی ددی ګوند په بیا رغښت او په ځانګری توګه د۱۳۹۱ کال دمیزان دمیاشتی دوطن ګوند ددوهمی کنګری دتدویر او تدوین به برخه کی او دهغه نه راپدی خوا د ګوند د لیکو د پیاورتیا او دمزدورانو او کارګارانو دتشکل لپاره یی کړی ددرنښت په سترګه ګوری۰
دمرحوم مړینه دټولو افغانانو ددی دکورنۍ او دوطن ګوند لپاره لویه ضایع ده۰
په ننګرهارکی د وطن ګوند ولایتی شورا د ځان لخوا او دوطن ګوند دشرقی زون په استازیتوب دمرحوم جهانیار درنی کورنۍ خپلو خپلوانوته منان رب الغزت څخه صبر جمیل او مرحوم ته دجنت فردوس غوښتنه کوی
*****