پیام شورای سراسری حزب وطن
بمناسبت بیست و چهارمین سالروز حماسه شهادت داکتر نجیب الله
سابق رییس جمهور و رییس شورای سراسری حزب وطن
بسم الله الرحمن الرحیم
درنو هیوادوالو !
۲۴ کاله پخوا شیطانی لاس پوڅو د یوی مور غبرګ زامن ، چه بچیانو او میرمنو ئي د راتلو لارې څارلې ، د ابلیس په پښو کی قربانی کړل ، او بیا ئي په شیطانی دود ، د منصور په شان ، د آریانا په څلور لارې راوځړول ، تر څو د خپل شوم شامت او ذاتی خباثت تورې لیکې د تاریخ پر ټنډه ولیکی .
داکتر نجیب الله ګناه کار وه ، ستر ګناهکار ! د خدای دغه سوله غوښتونکی بنده د ارتداد په تور چی ایدیالوژیک معتقدات ئي تر پښو لاندي کړی وو او د خپلواک فکر ، سوله غوښتنی او په خپلو پښو د تللو جرئت ئی کړی وه ، د لوی شیطان په فتوی سنګساریده .
څه سنګسار ! چه لومړني کاڼي ئي هغو چه په بی حالی کی ئی د خپل ضمیر په ځوریدو ، بی اختیاره ویل چه زه هم یو وخت د ډاکتر نجیب الله د لیمڅۍ ګل وم ، او نورو یارانو پری ګذار کړل او وروستې کاڼې شیطانانو . هو لومړی یارانو وویشت او بیا شیطانانو !
ډاکتر نجیب الله پوهیده ، هغه ته د خپل سیاسی کور غرض او مرض معلوم وه او د حال پر ژبه ئی ویل چه :
نعره شیر خانه چوبین مرا ویران نمی کند
من از سکوت موریانه ها می ترسم
هغه پوهیده چه دده د کور ناغیړه کسان چی د بل په لاس لوبیدو ته تیار وو او یا لا پخوا اوده شوي وو ، د میرڅمنو سره هم لاسي دي او د هر ممکن فرصت په درلودلو ، د خپل انګړ دروازې د مخالیفینو په لور پرانیزی .
رنج دوکتور نجیب الله از خودی ها بود تا غیر خودی ها ، او از یاران رنج می کشید تا از غلیمان .
د رقیب علاج اسان دی بلا وشوه
زه رحمان له خپله یاره نا ویسا یم
او می دید و می فهمید که چګونه دست های مرموز شیطانی منطقه و جهان ، پارچه های نا همجنس را با هم وصله میزند تا آن ها را در راه نیل به اهداف شوم خود به کار برند .
رفقای عزیز !
دوکتور نجیب الله دیګر به ابدیت پیوسته است . در مورد شخصیت او لازم میدانیم تا یک مطلب را با صراحت و قاطعیت بیان نماییم و آن اینکه :
این نه تنها خطا بلکه ګناه خواهد بود که اورا به یک چارچوب سیاسی محدود نماییم ، او به همه وطنپرستان و هموطنان تعلق دارد.
او در قلب هزاران میهن پرست جا خوش کرده است ، و دیګر در حریم ما نمی ګنجد . این دریا را نمی توان در کوزه جا داد ، البته آب این کوزه حق دارد به پیوند سرشتی ایکه به آب دریا دارد ، مباهات نماید .
دوستان عزیز !
در این روز ها افراد ، حلقات ، ګروپ ها و ساختار های مختلف سیاسی به این یا آن ګونه محافل یاد بود بیست و چهارمین سالروز شهادت داکتر صاحب نجیب الله را برګزارنموده ، تعهد خود را برای تحقق آرمان های او تجدید می نمایند .
ما هریک آنها را به دیده قدر نګریسته و از تلاش های مثبت آنان پشتیبانی می نماییم . ما این همسویی را به فال نیک می ګیریم .
باید تذکر داد که چندین بار صدای وحدت خواهی از همین محیط بلند ګردید . مفهوم وحدت فی النفسه مبارک است ولی با دریغ در چند تلاش به نتائج مطلوب نه رسیدیم . چرا ؟
زیرا ، برای یک وحدت واقعی ، مستحکم و پایدار حد اقل دو اصل باید رعایت شود :
۱- ضروریست تا قواعد و اصول بازی روشن و دقیق فورمولبندی ګردد .
۲ـ همه جوانب ، بدون استثنا و امتیاز به تحقق آن متعهد باشند .
با اندوه فراوان عدم رعایت این اصول ، امتیاز طلبی و بصورت کل پراکتیک نا مناسب در این زمینه باعث ګردید تا این پروسه به جای آنکه در جهت سازنده ګی سوق ګردد ، در مسیر ویرانګری پیش رفت .
ما چند بار به نام وحدت طلبی پارچه شدیم ، در نتیجه مفهوم وحدت بار مثبت خود را از دست داد و ابر های بی اعتمادی چنان تیره ګردید که طرح وحدت بیشتر به دانه ای در دام می ماند تا وحدت حقیقی .
به نظر ما وحدت واقعی تنها زمانی ممکن است که بار منفی مفهوم وحدت را از آن بزدایم و بار مثبت آن را دوباره اعاده نماییم .
ګرانو ملګرو ! نن سبا مونږ د داسی پیښو شاهدان یو چی زمونږ د هیواد په برخلیک کی ټاکونکی رول لوبوی . له نیکه مرغه د سولی خبرې په دوحه کی پیل شوی ، مونږ د هغو د بریالیتوب هیله مند یو .
مونږ خپل ځان ژمن ګڼو چه له ټولو وطنپالونکو ، ملی او مترقی ځواکونو سره ، اوږه په اوږه د یوې منلې سولی ، آزادی ، پرمختګ او د دموکراتیکو ارزښتونو او دموکراتیک نظام د ساتلو په لاره کی ، خپلې هڅې شریکې او دا هڅې په لوی ملی څواک بدلی کړو .
مونږ د هیواد په ټولو وطنپالونکو غږ کوو چه د آزادی ، سولی او د دموکراسی د تاٌ مین او ساتلو په لاره کی یو موټی شي .
د سولی او ملی پخلاینی لار د ډاکتر نجیب الله لاره وه ، هغه ددی لاری قربانی دی ، په دی لاره کی مونږ هری قربانی ته چمتو یو .
رفقای عزیز !
یاد آن یار که زو ګشت سر دار بلند – برای ما تسلی دهنده و الهام بخش است . ما یاد دوکتور نجیب الله ، برادرش احمدزی و سایر شهدای راه آزادی ، صلح و دموکراسی را ګرامی میداریم و در راه تحقق آرمانهای آنان می رزمیم .
حقیقت پیروز می شود ولی به یاری جدی یاران نیازمند است .
ملګرو !
د ډاکتر نجیب الله او د احمدزی د شهادت له وروستیو سلګیو دا غږ او چتیده چه :
لت په سرو وینو لړلې په دار ښه یو
په وریښمین پالنګ کی مرګ پر مونږ حرام دی
بی ګودره په اوبو نه یو ګډ شوي
له اوله مونږ منلې دا انجام دی
سپیلني شو د ساقی له مستو سترګو
مونږ اخیستی د منصور له لاسه جام دی
څوک چه سوله آزادی وطن ته راوړی
دوي اخستی زمونږ د وینو انتقام دی
ژوندی دی وی افغانستان !
رفقا ، دوستان !
در راه حصول و تامین صلح با عزت ، پایدار و مستحکم متحد شوید !