آیا پښتانه د بنی اسرايیلو یوه څانګه دی؟
لیکوال: ډاکټر نوراحمد خالدی
ژباړونکۍ: ذبیح الله خوګیانۍ
(د «افغانستان: مردم، تاریخ و سیاست» د کتاب له مخی نه)
د پښتنو د اقوامو د ریښی په هکله زما دفیسبوک یو ملګری پوښتنه وکړ:
پوښتنه: «ځینې پښتانه په خپله دا ادعا کوي چی مونږ د بنی اسرأییلو د قوم څخه یو او د دوی دا ادعا د یو کتاب په اساس دی چی خورشید جهان نومیږی ...زمونږ معاصر لیکوالان پښتانه آریایی معرفی کوي په دی دلیل چی د ژبی د پیژندنی د علم په اساس،د پښتو په ژبه کې عربی لغات نشته، دا په دی حال کې چی آریایی کلمات ډیر دی پکښی، که ممکن وی د دی مسئله د رد یا منلو په اړه یوه مقاله ولیکۍ.» (عبدالله حبیب سرحدی)
حقیقت دا دی چی پورته ذکر شوی ادعا ګانی د موجوده تاریخی، مهاجرتونو، کلتوری، نفوسی، جنیتیکی او نورو معلوماتو سره تطابق نه لری چی لاندې پری غږیږم:
لومړۍ – داسی کسان د مذهبي عقیدو په اساس د قیس او خالد نومونه چی اصلا په خراسان کښی د عربو قوماندانان وو، او کله چی جګړه ختمه شوه او د دوی ماموریت سرته ورسید، نو د پښتنو په مناطقو کې یی ځان میشت کړ او په همدی ساحاتو کې یی د پښتنو سره وادونه وکړل او عربستان ته د بیرته تګ څخه یی انکار وکړ او د دوی څخه باقی نسلونه پاتی دی، چی هغه د عقیدی په اساس دا پښتانه هغه د خالد بن ولید سره اشتباه کړی چی د اسلام معروف قوماندان وو او دا بی بڼسته د بنی اسراییلو سره ارتباط د پښتانه په دی اساس ولاړه ده.
دوهم- جینیتیکی مطالعات (د سلول پیژندنه) په تیرو کلونو کې د پښتنو موجودیت د سند په ټوله ساحه کښی، اود هند اوپاکستان په شمال کې په تیرو زرګونو کالونو کې یی تثبیت کړی دی. د غور د غرونو څخه تر چترال او بلوچستان پوری د پښتنو قومونه میشت دی. جینیتیکی مطالعات د پښتنو د نیکانو قرابت د سند او د هند او پاکستان شمال سره ثابت کړی ده. دا خلک حد اقل د دولس زرو (۱۲۰۰۰ ( کالو را هیسی یعنی د زراعت د پیل څخه په دی ساحه کې میشته دی.
دریم – د پښتنو نفوس په پاکستان او په افغانستان کې د پنځوس میلیون څخه ډیر دی او د لس میلیونوپه اندازه اضافه نور پښتانه په نورو هیوادونو کې لکه هندوستان، ایران، متحده امارات، او د نړۍ په نورو هیوادونو کې میشته دی. په دی حساب د پښتنو نفوس د نړۍ په سطحه تر شپیتو میلیونو اټکل کیږی. دا په دی حال چی د ټولو یهودانو نفوس په اسراییل کې او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د پنځلس میلیونو څخه کم دی. دا څنګه امکان لری چی د دی یوه وړه شاخه د پنځه وار څخه هم اضافه نفوس ولری. او په تاریخی کتابو کی هم لیکل شوی ندی چی د مصراو فلسطین څخه د خلکو لویی کتلی د هلمند د سیند یا اباسین سیند حوزی ته مهاجر شوی وی.
څلورم- تر کومه ځایه چی تاریخ یی ښکاره کوی، پښتانه او غوریانو د اسلام دین او د دری ژبه د هند شمال ته یوړله او په ۱۲۲۰م کال کې لومړۍ پښتون زمامدار، سلطان جلال الدین (چی د جلال آباد ښار د دی په نامه دی)، په هندوستان کې په قدرست ورسید یعنی د ۶۰۰ کالو څخه په لږ وخت کې د اسلام د معرفی کیدو څخه وروسته. دا په خپله دا ښکاره کوي چی د پښتنو قومونه د نفوس او د ژوند او زیست د سابقی له لحاضه او د سیاسی نفوذ له نقطی نظره په ساحاتو کې چی د هلمند د سین او د سند د سین تر منځ پراخ دی ډیر قدامت او لرغون تاریخ لری چی دوی ته یی هندوستان کې د حکومت جوړونی امکان ورکړ.
پنځم- ځینې محققین، لکه کهزاد او ارغندیوال، په دی عقیده دی چی د اسد طوسی ګرشاسپنامه او د فردوسی طوسی شاهنامه اسطوره یزقهرمان «ګرشاپ» هماغه د پښتون افسانوی څیره «غرغشت» دی. د دی څخه سربیره دوی دا هم منی چی د زرنج صفاریان د پښتون د قوم څخه وو.
دا یو تصادفی خبره نه ده چی زمونږ په میشته ساحاتو کې پښتانه دولتونه د مغولی، صفوی، او نادر افشار د حاکمیتونو ځای ونیو. دوی پدی ساحاتو کی د افغانستان د دولت د جوړیدو څخه د مخه، د ټولونه لویه قومی کتله وه. په هندوستان کې یی د څلور سوه کالو څخه اضافه حکومت وکړ او د دوی حکومتونه د غلجیانو څخه تر لودیان او سوریان، د بنګال څخه تر کابل او قندهار یی ادامه درلود. دا پښتانه وو چی د غوری نظامیانو په نامه اسلام یی د هند شمال کې خپور کړ.
پښتانه په هند کې د مالیاتی بهترین سیستم جوړ کړ. د پښتون سلطان شیر شاه سوری وروستی سلطه، د بابر پادشاه د زوی همایون لخوا د فارس د صفویانو په حمایت ختمه شوله. د هند پښتون دولتونه د قندهار څخه تر بنګال پوره تجارتی لاری لرلی او په مناسبو ځایونو کې سرایونه هم جوړ شول. پښتانه د دری فارسی ژبه چی د خلکو په منڅ کې د افهام او تفهیم وسیله وه د مختلفو اقوامو تر منځ، لکه اردو چی په هندوستان کې وو، خپل د اداری رسمی ژبه انتخاب کړ. دوی په هندوستان کی د دی ژبی په پرمخ تګ کې ډیری هلی ځلی وکړی، چی د پښتنونه په پیروی وروسته بیآ د بابوری مغولانوهم د فارسی دری ژبه خپل رسمی ژبه وپیژنده.
د پورته ذکرشوی دلایلو ته په ځیرکیدو، د پښتنو د قوم د بنی اسرایل یوه څانګه بلل فرضیه او د منځینې ختیځ څخه دی ساحی ته د مهاجرت نظریی، هیڅ تاریخی، ژبنی، کلتوری، نفوسی او جنیتیکی علمی بڼسټ نلری.