کوشانیان
لیکوال : داکتر نور احمد خالدي
ژباړن : تمهيد سیلانی
کۀ څۀ هم لاتر اوسه د نړۍ ډېرو وګړو ته دا یوه ناپېژندل شوې موضوع ده، چې پۀ لرغوني عتیقه دور کې پونده يا کوچيانو یوجی Yuzhı وګړو پۀ منځنۍ آسيا کې يوه لویه امپراتورۍ را منځته کړې ده، چې پۀ تاريخ کې د کوشانیانو پۀ نامۀ ياديږي. راځو دې ته چې څۀ ډول دا دولت رامنځته شو او پۀ ياده سيمه کې ددغۀ دولت را منځته کېدل څۀ ارزښت لري او دې ته ورته د نورو پوښتنو ځوابونه پۀ دې ليکنه کې ولولئ.
د عتیقه پېر کوشاني امپراتورۍ چې د نیمه صحرا مېشته وګړو، کوچي یوجيانو لۀ کنفدراسیون څخه را منځته شوی وو، دوی د مرکزي آسيا پۀ شرقي سيمو کې چې لۀ چین سره ګډه پولۀ لري ژوند کوو. ياد وګړي د آسونو او نورو حیواناتو پۀ تجارت سره شتمن شول، چې ددې امپراتورۍ پيل هم لۀ همدې ځایه ترسره شوی دی. دوی پۀ يوه مهمه او استراتيژيکه سيمه کې چې د ګنسو کوريدور پۀ نامۀ ياديږي او لۀ يو شمېر نورو اقوامو سره چې لۀ هغې ډلې څخه « اوسن او شانګنو» ياد شوي دي، ژوند درلود.
ويل کيږي چې يوجيان لۀ چين سره د پراخ تجارت لۀ کبله دومره شتمن شول،چې پۀ ګاونډیو اقوامو یې يرغل پيل کړ. دوی د چین د شمال لويديځو درېيو ټبرونو يا کنفدراسیون شوي اقوامو پۀ ډله کې تر نورو ځواکمن ټبر وو. د يوجيانو او شانګنونو تر منځ د متعدده جګړو پۀ پايله کې يوجیان د شانګنونیانو پر وړاندې ماتې خوري او رهبر يې وژل کيږي، حتا تر دې چې د شانکنونیانو رهبر د يوجيانو د رهبر د سر لۀ کوپړۍ څخه ځانته د ځښلو جام جوړوي. د يوجيانو مات شوی کنفدراسیون د يو نوي مشر تر قیادت لاندي د ګونسو لۀ سيمو د غرب پۀ لوري مهاجرت پيل کړ، دوی تر دې دمه هم يو ستر پوځي ځواک لۀ ځان سره درلود، چې د لارې پر سر پراتۀ اقوامو ته ستر ګواښ ګڼل کېده. دغۀ مهاجرت لۀ ځان سره ډېر جانبي اثرات هم درلودل، لکه څرنګه چې « هونيانو» څو پېړۍ وروسته د روم امپراتورۍ ته کواښونه را منځته کړل.
يوجیانو د څو لسيزو پۀ بهیر کې لۀ خپل پلرني سيمې ( ګنسو ) څخه دوه زره مايله د غرب پۀ لوري مهاجرت وکړ، پۀ دغۀ بهیر کې يوجيانو پر يو ټبر چې ساکه ( Saka) نومېدۀ يرغل وکړ، ياد ټبر يې د جنوب پر لور (باکتریا يا باختر) ته وشړل،چې پۀ پايله کې يوجيان د آمو سيند شمالي برخو ته چې د اورال جهیل تر څېرمه دي، ورسېدل.
خوا و شا ۱۲۵ کلونه لۀ مسیح میلاد څخه مخکې ساکۀ یانو saka جنوب ته د مهاجرت پۀ بهیر کې د یونان – باختر پۀ واکمنۍ، چې د سیلوسدیانو سره پۀ جګړو کې کمزوري شوي وو، یرغل وکړ؛ دوی یاده واکمني را وپرځلوله. ددې جکړې پۀ بهیر کې د اکسوس الکساندریه ( پۀ غالب ګومان د آمو سیند تر څېرمه آی خام ) ښار د یوجيانو لخوا زيانمن شو.
مګر يوجيان يوځل بیا پخپل نوي استوګن ځای کې چې د آمو سيند د شمال پۀ لاندينۍ برخه کې، چې د اورال سيند ته نږدې والی لري استوګن شول، چې يو ځل بيا د شانګنونیانو لخوا تر يرغل لاندې ونيول شول، هغوی هم جنوب ته د مهاجرت لاره ونيوله او پۀ ساکۀ ټبر باندې يې يرغل وکړ او د يونانو – باختريانو پخوانۍ سيمې يې ترې ونيولې او يو نوی دولت يې را منځته کړ، چې وروسته د کوشاني امپراتورۍ پۀ نامۀ و نومول شو. د ساکه مات شوی ټبر د لويديځ او جنوب پر لوري متواري شول او ځينې د پارتیا پر لوري مهاجر شول او يوه بله کتله یې د هندوکش لۀ لارې د هندوستان شمالي پولو ته ورسېده، چې د اندو – ګريک دولت يې اشغال کړ او د څو پېړيو پۀ تېرېدو سره يې یوناني فرهنګ ومانۀ چې پۀ تاريخ کې د اندو – سیتي ینز پۀ نامۀ پېژندل شوي دي.
پۀ دغۀ مهال کې د يوجي اقوامو رهبري د باکتریانا پۀ سيمو کې د ياد ټبر د مشرانو تر منځ پۀ پنځوو ولایتونو وېشل شوي وه. دغو پنځکونو سيمو کې د يوجي ټبر پنځه قومونو د کنفدراسيون پۀ توګه استازيتوب درلود. لۀ دغو سيمو څخه هر یوه سيمه د پنځګونو قومونو د یوۀ مشر لۀ خوا چې يوشي نوميده اداره کېدل. د پروفیسور کینت هارل پۀ وينا ددغۀ ټبر عمومي رهبري د همدغو پنځو قومي مشرانو لخوا پۀ دوراني توګه تر سره کېده، خو لۀ يوې مودې وروسته دا نظم لۀ منځه لاړ.
چينايي سرچينې ليکي چې د ۳۰ ميلادي کال پۀ خوا و شا کې لۀ دغو پنڅو شاهزاده ګانو یا مشرانو څخه يوۀ پر څلورو نورو مشرانو يرغل وکړ او د هغوی تر کنټرول لاندې ټولې سيمې يې ترې ونيولې او د ټولو يوجي ټبر مشري پۀ لاس کې واخیسته. دا شخص د کوشاني ټبر رهبر کجولا کدوسی نومېدۀ.
هغۀ د يوجيانو تر کنټرول ټولې سیمې سره متحدې کړې او د ګويي شان يا کوشان پۀ نامۀ يې يو حکومت را منځته کړ. نوموړي د باکتریانا پۀ سيمو اکتفا ونۀ کړه او لۀ هندوکش څخه پۀ تېرېدو سره یې د کابل کرنیزې سيمې چې دپخواني آريانا اړوند سيمه وه اشغال کړه. کابل يو ډېره مهمه او استراتيژبکه سيمه ګڼل کېده، ځکه د هندوستان پر لاره پرته سيمه ده. د کابل پۀ نيولو سره پۀ پارتیا کې د يوجيانو د اندو- ګريکو ساکه یانو او د هغوی دملاتړو اقوامو لاره او اړيکې سره وشلېدې.
چينايي مؤرخين ليکي چې پۀ کوشان کې ۴۰۰ سوه زره يوجیان موجود وو، چې ۴/۱ برخې يې د جګړې وړتیا درلوده. ددغۀ شمېر سربېره لۀ يو میليون ډېرو آسيایي آريايانو او یونانيانو هم پۀ دغۀ سيمه کې استوګن وو. ډېری یوجيانو پۀ جګړه کې د خپلو نېکونو لۀ جنګي تکتيکونو ( تیر و کمان ) څخه ګټه اخيسته او پۀ آسونو سوارۀ به یې لۀ تيرو کمان سره جګړه کوله. د يوجيانو پوځي ځواک پۀ لويديځ کې د پارتيانو لۀ پاره يو ستر ځواک بلل کېدۀ. کله چې د پارتيانو مشر د فارس جنوب لويديځ ته ديو ټبر د ځپلو لۀ پاره تللي وو، نو ورته اطلاع ورسېده چې د کجولا کدوسی کوشانيانو لۀ لويديځ څخه ددوی پۀ قلمرو يرغل کړی دی، دا پۀ داسې حال کې ده چې پارتيانو د کوشانیانو د يرغل مخه ونيوله، خو ددې سره سره دې عمل د پارتيانو حیثیت وننګوۀ او ځواک یې ورته متزلزله کړ. د چینايي منابعو پر بنسټ د کوشانيانو پادشاه د اتیايم میلادي کال پۀ خوا و شا کې د ۸۰ کلنۍ پۀ عمر ومړ. لۀ دې سره سره چې کومه باوري کوشاني سرچينه ددۀ پۀ اړه موجوده نۀ ده، مګر بیا هم دی د کوشانيانو يوه پېژندل شوې څېره ګڼل کيږي.
د نوموړي ځایناستی ددۀ زوی ویما تکتو نومېدۀ، چې ډېر ژر يې د چين لۀ زعيم با ون چاو سره یو اتحاد رامنځته کړ. کوشانیانو جنوب کې د خپل نفوذ پراختيا ته ادامه ورکړه او د هند د اشغال پۀ فکر شول. کوشانیان د هندوکش غرونو څخه پۀ تېرېدو د سند سیند ته ورسېدل، هلته یې د هند پۀ شمال لويځه برخه یرغل وکړ او د اندو- پارتيانو پادشاه ته يې ماتې ورکړه. د سند سيند پۀ نیولو سره کوشانیانو نړيوالو بندرونو ته لاس رسی و موند او پۀ دې توانېدل چې خپله تجارتي راکړه ورکړه د هغۀ وخت لۀ نړيوال بازار او نړۍ سره ټينګه کړي، چې لۀ هغې ډلې څخه د روم امپراتورۍ يادولی شو. پۀ همدې ډول کوشیانان وتوانېدل خپل ځواک او قلمرو ته پۀ ډېرې چټکتیا سره پراخيتا ورکړي؛ هندوستان اشغال کړي او خپلو نفوذي سيمو ته څو برابره پراختيا ورکړي، چې پۀ پايله کې کوشانيان پۀ سيمه کې د یو ستر سميز شتمن او پوځي ځواک پۀ توګه را څرګند شول؛ پۀ ۱۹۷۸ م کال پۀ افغانستان کې د باختري پاتې شویو خزانو موندنه د همدې شمتن ځواک نښې دي.
ويما کدوسی پۀ سلم میلادي کال کې د ويما تکتو ځايناستی شو؛ دۀ پۀ هند کې د کوشانیاني قلمرو پراختيا ته ادامه ورکړه چې ډېرې سيمې يې د سند او ګنګا سيندونو پۀ خوا و شاه کې ونيولې. کنشکا د کوشانیانو تر ټولو پېژندل شوي شاه پۀ توګه پۀ ۱۲۷ میلادي کال واک ته ورسېد، د کنشکا د امپراتورۍ پر مهال د کوشانیانو امپراتورۍ پۀ شمال لويديځ کې د چين پۀ سرحد کې لۀ کاشعر څخه را نيولې د اورال تر جهيله پورې، پۀ جنوب کې د عرب تر بحيرې او پۀ ختيځ کې د بنګال تر خليجه پورې پراختيا وموندله. د کنشکا دعصر سکې او تيږې دجلال آباد پۀ هډې،د کاپيسا پۀ بګرام او پۀ هند کې دمتورا، ګايا او پتنا د ښارونو پۀ خوا و شا سيمو کې موندل شوي دي. د شواهد لۀ مخې څرګنديږي چې کنشکا لومړنی کوشاني مشر دی چې بودایي مذهب یې و مانۀ.
کوشانیانو خپل استازي د هند پۀ بېلابېلو سيمو کې وټاکل، چې ټول ماليات او غرامات به یې د کوشانیانو مرکزي دولت ته چې پۀ ګندهارا کې يې موقعیت درلود را لېږل. ګندهارا کې د نني افغانستان ختیځ ولایتونه او د ديورند فرضي کرښې هاخوا د خيبر پښتونخوا سيمې شامليږي. پلازمېنه يې د نني پېښور پۀ چارسده کې وه، چې د خیبر پر تېرېدونکې لاره پرته ده او مهم استراتيژک موقعیت هم لري. همدارنګه د کوشاني عصر ډېر تاريخي اثار د ننګرهار پۀ درونټې او هډې او د کاپيسا پۀ بګرام کې لاسته راغلي دي.
پر همدې اساس کلۀ چې د روم امپراتور ادريان پۀ ۱۳۰ م کال د چین پۀ وهن ها پۀ لويديځ کې واکمني درلوده، کوشانیانو د لوی کنشکاه پۀ مشرۍ پۀ شمال کې د آرال لۀ بحیرې تر بنګال خليجه پورې واکمني درلوده. د کوشانیانو واکمني پۀ ۴۱۰ م کلونو کې د کداريانو لخوا چې د چینايې هونيانو سپین پوستي و لۀ منځه ولاړه، چې وروسته همدا واکمني د هونيانو د يوې بلې سپین پوستي توکم لخوا چې د یفتليانو پۀ نامۀ ياديږي، لۀ منځه ځي. یفتیليانو پۀ ۴۴۹ کال شا و خوا کلونو کې د لرغوني آریانا او باکتریان پۀ ټولو سيمو واکمني درلوده.
د ۲۰۲۱م کال د مۍ مياشتې ۱۲
Sources:
Ammianus Marcellinus See E A Thompson, The Historical Work of Ammianus Marcellinus, CUP Cambridge 1947 Ara Inscription Indian Epigraphy Motilal Banarsidass 1965 Arrian Anabasis of Alexander (trans. P. A. Brunt) Harvard University Press 1976 Ban Gu Hanshu (trans. Chinese Text Project, online) Behistun rock inscription Persepolis Chen Shou Romance of the Three Kingdoms Vol 1 1962 edition Dio, Cassius Roman History Fa Ye Hou Hanshu (trans. Hill J) An Annotated Translation of the Chronicle of the Western Regions in the Hou Hanshu Booksurge, Charleston, 2009 Herodotus Histories Penguin 2003 Justin Epitome of The Philippic History of Pompeius Trogus(Translated J. C. Yardley) Clarendon Press 1997 Li Po Heavenly Horses (Li Po and Tu Fu: Poems Selected and Translated with an Introduction and Notes Cooper A Penguin Classics 1973) Periplus of the Erythraean Sea Open Library 1912 edition Pliny the Elder Naturalis Historia Penguin 1991 Polybius The Histories The Loeb Classical Library University of Chicago 2012 Ptolemy The Geography (trans. Stevenson) New York 1932 Sima Qian Shiji (Records of the Grand Historian of China, trans. Watson) Columbia University Press, 1993 Strabo The Geography Loeb Classical Library Edition 1917 Suetonius Life of Julius Caesar Hackett, UK, 2011 Susa DSF Inscription 518 BCE Xuan Zang Journey to the West (Cheng-en Wu; trans. Watters T) Delhi 1961 (reprint) Yao Silian Liang Shu, 635 CE Yu Huan Weilue (Hill J The Peoples of the West from the Weilüe by Yu Huan University of Washington 2004)