دوکتورنجیب د خوشحال خان د شعر میړنی

دغه لیکنه پخوا هم په ځينو بریښناپاڼو کې خپره شوې ده.

ډاکټرنجیب په را روسته افغاني شخصیتونو کې داسې یوميړنی دی چې د پښتو ژبي د حماسي بډایه شعري شتمنۍ یوه عملي بېلګه او انځور يي ګڼلای شو. خوشحال خان بابا چې د بریتانيي د ختیځپوه مونټ سټوارت الفینسټون ( Elphinston Mount stuart ) په وینا اثار يي یو بل پسې د افغان ملت پېژند انځوروي، پخپل شعر کې موږ ته یو میړنې راپېژني او وايي:

ننګیالي د ننګ لپاره               په هر څه لګوي اور 

چې په نام او ننګ اړ نه وي              که تل ژوی مخ يي تور

سر په دار لک شوی ښه دی              نه لک شوی په پېغور

یا دا چې :

جهان شرم نام و ننګ دی                  که دا نه وي جهان ړنګ دی

په ۱۹۹۲ کال کله چې شمالټلوالې په دولت کې دننه د پنځم ستون په مرسته د ارواښاد نجیب الله په مشرۍ د افغان دولت او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې تګلار شنډه کړه او په یوې کودتا سره يي دولتي واک غصب کړ، ډاکټر نجیب اړ شو چې کابل کې د ملګرو ملتو دفتر ته سیاسي پنا یوسي. هغه او ورور يي ارواښاد احمدزی هلته څلورنیم کاله پاتې شول.

د طالبانو په لاس د برهان الدین رباني ادارې له نسکوریدو لږ مخکې کله چې نظارشورا او شماټلواله له کابله تښتې او پلازمېنه طالبانو ته پریږدي، قسیم فهیم چې هغه مهال د احمدشا مسعود هرکاره وو، وايي« مسعود په مخابره کې پرما غږ وکړ ډاکټر ( نجیب ) ته خبرورکړۍ چې دولتي ځواکونه له کابله وځي، که مصلحت ګڼي د ملګرو ملتو استوګنځي پریږدي او له موږ سره شمال ته ولاړ شي! ما څلور تنه خپل کسان ډاکټرجلال، عتیق، ډاکټر ګلبدین او مصباح ؛ ډاکټر نجیب  ته ولیږل او د مسعود پیغام مې ورته ورساوه. خو ډاکټر پلاوي ته وویل، ښه ده چې همدلته پاتې وي. فهیم بل ځای وايي چې مسعود دویم وار بیا د ساپي غره له څوکو په مخابره کې له کابل څخه د  ډاکټر نجیب د وتلو په اړه ټينګار وکړ، خو ډاکټر نجیب بخښنه وغوښته او شمال ته يي له تګ څخه ډډه وکړه.(۱ )»

بلخوا ښاغلی اسحاق توخي په همدې تړاو د ډاکټر نجیب له قوله لیکي:

« که چیري دولتي مشرانو د یوه سیاسي پنا ګړي پتوګه زما د برخلیک په اړه مسولیت احساسولای، د ملګرو ملتو د مرستیال ښاغلي ګولډ وین دې غوښتنې ته چې زه او زما ملګري په خوندي توګه له افغانستانه ووځو، د هوکړي ځواب ورکړی وای. توخي زیاتوي د طالبانو لخوا د جلال اباد له نیولو وروسته ښاغلی ګولډ وین کابل ته راغی او د مجاهدینو له حکومته يي وغوښتل چې ډاکټر نجیب او ملګرو ته يي، بل هېواد ته د الوتکې له لارې د تګ اجازه ورکړي. خوڅنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د کابل هغه مهال اداره چې جمعیت او نظارشورا پکې برلاس درلود، دا غوښتنې یوبل پسې رد کړي.»

ډاکټر نجیب پوهیده چې د رباني اداره د ملګروملتو له لارې د ده د برخلیک په اړه مسوولیت نه احساسوي نو ځکه يي د دې ادارې دا غوښتنه چې دوی سره شمال ته ولاړ شي، ځان لپاره یوه چلوټه او بی ننګې وګڼله او هغه يي رد کړه. نجیب د رباني ادارې د سبا ورځې پیغور پرځای د طالبانو په لاس په دار ځړیدل ومنل، خو د شمالټلوالې سره تګ يي ونه مانه!

بلخوا کله چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي بینن سیوان دا هڅه چې د پخواني ټاکل شوي پلان له مخې ډاکټر نجیب بل هېواد ته انتقال کړي، د پنځم ستون لخوا ناکامه شو؛ هغه وغوښتل ډاکټر ته کابل کې په بهرنیو سفارتونو کې د سیاسي پنا لار ولټوي. نو دا خبره يي په کابل کې د یو شمېر سفیرانو سره په منځ کې واچوله.

فلیپ کاروین(۲) د دې خبرې په اړه داسې لیکي«د سهار په ۶ ، ۴۵ بجو: پاکستان موافقه وکړه چې ډاکټر نجیب ته په کابل، د پاکستان سفارت کې پنا ورکړي. موږ یوه زرهي ګاډی چمتو کړ چې ډاکټر او ورسره ملګري يي کابل کې د ملګرو ملتو له دفتر څخه د پاکستان سفارت ته انتقال کړي. په دې هیله وو چې انتقال به څو دقیقې ونیسي او پخوا له دې چې کابلښاریان ویښ شي، کار ترسره شي. د پاکستان دا وړاندیز مو ډاکټر نجیب ته په ۶ ، ۵۵ بجو مخې ته کېښود. په دفتر کې د بینن سیوان څخه سربېره  ژباړن عوني، زه ( فلیپ کاروین ) او د ایران او پاکستان استازي شتون لرو. کله چې ډاکټر دا وړاندیز اوري احساساتي کیږي، لومړی په یوه پياوړي غږ خو په ارامه خبرې پيلوي، اوریدونکي تر سترګو لاندې تېروي، سیاسي څېړنه وړاندې کوي او د یوه ویاړلي ولسمشر پتوګه خبرې کوي. په څرګنده لیده کیده چې خپل احساسات يي کنترولول. ځان او هېواد يي د خپلې ارادي او کنتروله بهر، د نورو واکونو قرباني ګڼل، ښای د یوې نړیوالې چلوټې په لومه کې! لږشېبه وروسته يي زغم پای ته رسیږي او قارژلی کیږي ... هغه د دوو احساسو په منځ کې ښکېل وو: هېوادپالنه، د نام وننګ ساتنه او یا دا چې له مرګه د ځان ژغورنګ او د کورنۍ بیا لیدا. نجیب: ما ویلي وو چې د ملګرو ملتو د تګلارې د پلیتابه، د جګړو او شخړو د بندښت او پر کابل د یرغل د مخنیوي په صورت کې به استعفا وړاندې کړم. تاسو مې ګواښولي واست، که د موقتي حکومت له پرځایتوب مخکې استعفا وکړم، د واک تشه رامنځته کیږي. اوس هغه څه ګورو چې ټول پېښ شوي. تردرې کلونو راهیسې دې حالت سره مبارزه کې وم. پوهیدم چې څه به پيښېږي. که یو ځل د واک تشه رامنځته شي، څوک به د امنیت او نظم پړه پرغاړه اخلي؟  یوازې د نجیب الله د پت او عزت خبره نه ده، بلکې د ملګرو ملتو پت او درناوی هم تر پوښتنې لاندې کیږي. زه پاکستان ته نه ځم، دا د حل لار نه ده! زه غوره بولم چې دلته د ملګرو ملتو په انګړ کې پاتې یم.»

دلته هم ډاکټر نجیب د ځان او کورنۍ د ژغورنګ پرځای، د خپل هېواد ملي ګټې او د یو میړني افغان پتوګه د پنجابي دوښمن په وړاندې د افغانیت شمله جیګه ساتي. ناڅرګند برخلیک ته پنا وړي، خو د پنجاب په لاس کې د ذلت ژوند د ځان لپاره ننګ بولي!

وروسته په ۱۹۹۶ کال د ISI  لخوا د طالبانو په لاس د ډاکټر نجیب شهادت ښۍ چې کابل کې هغه مهال د پاکستان د سفارت دا وړاندیز او د ملګرو ملتونو پرې ټینګارچې ډاکټر ته سیاسي پنا ورکړي، یوه سیاسي چلوټه او د ننګ خبره وه چې ډاکټر نجیب په افغاني غرور رد کړه او وروسته يي د خپلو پاکو او سپيڅلو وینو په بیه، رسوا او بربنډه کړه!

د ډاکټر نجیب د سیاسي ژوند غمیزه هغه څه دې چې تاریخ کې یا نه دي پېښ شوي او یا کم پېښ شوي او خوشحال بابا يي خپل شعر کې انځور کټ مټ څو پيړۍ وړاندې کاږلی دی.

په دې اړه څو نور شعرونه:

د منت دارو که مرم پکار مې نه دي               که علاج لره مې راشي مسیحا هم

فرشتو امین  منت دی په دعا کې                   لاجرم ور ځیني پټه کړم دعا هم

یا دا چې:

هغه زیست چې د عزت له مخه نه وي            چې يي کا په هغه زیست پورې هکپک یم

پخپل نام و ننګ چې راشم لیونی شم               خبردار کله په سود و زیان د لک شم

+++++

سر دې درومي مال دې درومي پت دې نه ځي  د سړي د چارې کل خوبي په پت ده

خوشحال بابا

ډاکټر ضمیر میهن پور چې یو وخت د هېواد په امنیتي اداره کې د لومړي ریاست مشر وو، مجاهدینو سره هغه مهال د دولت د خبرواترو د پرمخبیولو په اړه په یوه څرګندونه کې وايي)«زموږ پلاوي د مجاهدینو پلاوي سره په ګډه غونډه کې د ملي روغې جوړې او د هغې د پلیتابه د میکانیزم په اړه، په هغه مفهوم سره چې د افغان دولت او ولسمشر ډاکتر نجیب نظر وو او هغه یو د بل له تېرایستلو او چلوټو پرته او په واک کې د بېلا بېلو سیاسي ډلو څنګته توب او ګوښه توب نه، بلکې په واک کې د هغو ګډون دی، خبرې اترې وکړي. موږ د مجاهدینو پلاوي ته په ډاګه وویل: که وړاندې شوې تګلاره منۍ، موږ ته ډاکټر نجیب ویلي چې هېواد ته د سولې او ثبات په راتلو کې نه یوازې دا چې چمتو دی د ولسمشر پتوګه له چوکۍ تېر شي، بلکې که اړتیا وي له خپل سر څخه هم تېر دی!

کله چې زموږ پلاوي مقابل لوري ته دا څرګندونې وکړي، ښاغلی سلجوقي له خپل ناستځایه د درناوۍ په دود پورته شو او ويي ویل، تاسو او ډاکټر نجیب ته د داسې زړورتوب او نظرد پراختیا په اړه مبارکي وایم. ډاکټر نجیب د یخ هغه ګرګې ماتې کړې چې څو کاله يي د خبرواترو فضا سړه کړې وه. موږ نور د افغانستان د کړکېچ په سیاسي حل او دولت سره د روغې جوړې په اړه کورنۍ ستونځه نه وینو. سلجوقي دې شېبه کې نورو ته مخ واړاوه او زیاته يي کړه: ایا ماسره همغاړې یاست ؟ لومړی د اسلامي انقلاب حرکت سیاسي مشرښاغلي شهباز احمدزي او وروسته دوکتور نجیب الله مجددي د سلجوقي خبرې تایید کړې او زیاته يي کړه چې خبرې اترې باید ادامه پیداکړي او د دولت له مشرتابه سره د مجاهدینو د مشرانو د ګډې ناستې لپاره چمتووالی ونیول شي.»

بلخوا هغه خبرو کې چې انتقالې دولت ته د واک په سپارلو کې له ملګرو ملتو سره روانې وي، دوکتور نجیب په کور دننه په دولت او وطن ګوند کې د پنځم ستون د چلوټو او خنډونو سره سره هم د افغان ملت او نړیوالو سترګو په وړاندې د ملګرو ملتو د استازیتابه په ژمنتیا، له واکه تېر شو او استعفا يي وکړه.

مرد به نشي په ګفتار              څو پیدا نکړي کردار

یا دا چې:

مرد هغه چې همت ناک برکت ناک وي          له عالمه سره خوږ په زیست وژواک وي

مخ يي مخ، قول يي قول، عهد يي عهد            نه دروغ ، نه يي فریب، نه تش تپاک

لږ ویل، ډېر يي کول په خاموشۍ کې              د غونچې غوندې خوله ډکه سینه چاک

+++++

وګفتاروته يي مه غړوه سترګې           په کرده په عمل ګوره کس ناکس

+++++

مړني په کرده ډېر ویل يي لږ وي                  د نامردو لږ عمل وي ډېر يي لاف

خوشحال بابا

ډاکټر نجیب یو ریښتونی هېوادپال وو. هغه د ځان لپاره هېڅ شي نه غوښت. د هغه یوازینۍ هېله دا وه چې څنګه هېواد د جګړې له دوام څخه وژغوري. د افغانانو د واک تشه رامنځ ته نه شي او هېواد منځنیو پېړیو شا تګ ته ټیل نه وهل شي.

 فلیپ کاروین داسې اعتراف کوي:

« نجیب سره د خبرو اترو په مهال باید اعتراف وکړم چې د هغه له هېوادپالنې مې الهام واخیست. طبیعي ده هغه زیات وخت خپلو ارمانونو ته لیواله وو، خو سپینه خبره دا وه هغه نه غوښتل چې افغانستان د مذهبي تنګنظرو او بنسټپالو لاس ته ورشي. هغه د خپل هېواد په اړه، په هومره ولولو او ځواکمنۍ خبرې کولې چې ګرانه به وي د هغه چا لپاره د منلو وړ وي چې فکر کوي؛ ګنې دا هر څه د شخصي غوښتنو او واک د دوام لپاره وو»!

څرګندونې:

(۱ ) ـــ راز خوابیده له کتاب څخه: د رزاق مامون لیکنه

(۲) فلیپ کاروین  Philip Carwinپه ملګرو ملتو کې امریکايي تبع، لوړپوړی چارواکی دی چې په ۱۹۹۲ کال د بینن سیوان په مشرۍ د ملګرو ملتو د پلاوي غړی وو.

(۳) په پلاوي کې د دولت له لوري د بهرنیو چارود هغه مهال وزیر عبدالوکیل، د امنیت وزیر ارواښاد یعقوبي او د امنیت د لومړي ریاست مشر ښاغلي ډاکټر ضمیر میهن پور ګډون درلود او د مجاهدینو په پلاوي کې د ملي محاذ استازي ښاغلي سلجوقي، د ملي نجات استازي ډاکټر نجیب الله مجددي او د اسلامي انقلاب حرکت استازي ښاغلي شهباز احمدزي ګډون درلود.

دا خبرې اترې د سویس په زوریخ کې د المان د سوسیال دیموکرات ګوند د نړیوالو اړیکو څانګې لخوا په لاراچول شوې وې چې لږ وروسته په هېواد کې دننه د شمالټلوالې او په افغان دولت کې د پنځم ستون د اړودوړ له کبله شنډې شوې.

اخځونه :

ـــ خوشحال خان خټک څه وايي ؟ له کتاب څخه: د ارواښاد بینوا لیکنه

ــــ د کابل سلطنت بیان له کتاب څخه: د الفنیستون لیکنه

ـــ وطن یا کفن له کتاب څخه: د نور البشر نوید لیکنه

ـــ  په وطن پیغام بریښناپاڼه کې د فقیرمحمد ودان له لیکنې څخه

ــــ مسئله یی در بارۀ حضور من در ویدو کلیپ ها: په وطن پیغام بریښناپاڼه کې د ډاکټر ضمیر میهن پور لیکنه

د ۲۰۱۰ کال د سیپټمبر ۲۵ مه

سرلوڅ مرادزی

عقاید نویسنــــدگـان لـــزوما نظــر هـــوډ نمی باشــد