قمرګل د خاطرو سندرغاړې
زه لا ښوونځي ته نه وم تللی. د لمریز ۱۳۳۰ لسیزې د پیل کلونه ول. کلي کې د دیوال شریک ګاونډي چې زموږ خپلوان هم کېده، واده وو. زه د څو نورو همزولو سره زموږ د کور د یوې کوټې پر بام ناست وم او لاندې مو د ګاونډي د کور په حویلۍ کې د واده د مراسمو ننداره کوله. نرې باران ورېده چې ډېر مزاحمت يي نه کاوه. د ګاونډي د حویلۍ په یوه سرکې ښایسته لویه چوتره وه چې د موسیقۍ ارکسترا پرې ولاړه وه. هنرمندانو سره ارمونیه، دوه سره ډول، طبله او سورنی وو. سندرغاړی چې نوم يي راڅخه هېر دی، دا سندره ویله:
سالوګی مې لمدوینه، نازکو
په څنګ جینکو، میده باران دی
په حویلۍ کې سندرې ته بې توپېره نارینه، ښځې، هلکان او نجونې یو ځای ناڅي او یوه مسته او توده موسېقي ده چې موږ ماشومان ورته پاس د بام پر سر چکې کوو. زموږ د کلي ملا امام هم چې موږ ورته ملاکاکا ویل او زموږ تره کېده، د خپل کور د بام پر سر د موسیقۍ او نڅا ننداره کوله.
زه چې کله په ۱۳۶۲ کال د یو تحصیلي بورس(scholarship) له لارې اروپا ته راغلم او دلته مې د لومړي ځل لپاره ډېسکو ولېده، ما ته ۳۰ کلونه مخکې د خپل کلې ډېسکو رایاده شوه.
شاوخوا دوه لسېزې وروسته مې د میرمن قمرګل په خواږه اواز کې د خپل کلي د ډېسکو هغه پخوانۍ سندره بیا واورېده او زړه خاطره يي تازه کړه.
د قمرګل ډېرې سندرې سړي ته د ژوند د یوې برخې خاطره وریادوي او په همدې لحاظ، قمرګل د خاطرو سندغاړې بولم.
اروا يي ښاده او یاد يي تلپاتې!
د ۲۰۲۲ کال د نومبر ۱۱ مه
سرلوڅ مرادزی