خپله بڼه
ما ته مه وایه چې هغه
ما ته مه وایه چې دا
راته مه وایه چې وکړه
راته مه وایه چې نا
زما خپله، خپله خوښه
چې هغه کوم که دا
زما ګټه تاوان خپل دی
اړه نه لري په چا
زما زړه، ږیره پرېږدمه
که يي خريي یم هر سبا
د جامو اختیار مې خپل دی
که کتان وي که خمتا
خلیفه له جیب يي نه خورم
خپل لګښت، خپله سپما
که شراب څښم که کباب خورم
خپل مي عیب خپله خطا
ذوق يي پالم، تل يي ګورم
نندارې که سینما
که ضرر وي، رسي ما ته
نور يي ولې کړي سودا
چې زما له غمه مړ وي
دا درواغ دي، دا ریا
تویوي د مکر اوښکې
لکه اوښکې د تمسا
په خندا يي نه تېروځم
نه تېروځم په ژړا
په پرون کې چې روا ول
نن هغه دي ناروا
سبا بیرته دود بدلیږي
دا دستور دی د دنیا
یوتغییر او یو بدلون دی
له اول تر انتها
په ثابت مفهوم څه نشته
چې ونه کړې اشتباه
د ازل او ابد کرښه
ورانه شوې نن سبا
که تکلیف د ناروغۍ وي
له ډاکټر اخلم سلا
نه د پير په پف څه کیږي
نه تعویذ، نه په دعا
نه زیارت کې کرامت شته
خلک خوشې دي لګیا
بت پالنه ده دود شوې
په نومو د اولیا
نور دې خپل زړه پسې ګرځي
زما زړه زما رضا
عقیده د هر چا خپله
مربوط نه ده په بل چا
تنوع د عقایدو
رنګیني ده د دنیا
رنګارنګ ګلان په بڼ کې
زیاتوي د بڼ ښکلا
د اسمان ښکلا په شپه کې
د زیات ستورو په ځلا
زما زړه، ځمه جومات ته
که ورځم په کلیسا
زه خبر یمه له لارې
د پارسا او د ترسا
د پاکۍ لاپې کړي هغه
چې تر نورو دی ګمراه
په یوه لار دواړه نه تلل
که موسی وو که عیسی
د زردشت په احوال پوه یم
معلومات شته د بودا
له اسلامه باخبر یم
زیات ترشیخ او تر ملا
نافرمانه ول، له ځایه
که ادم وو که حوا (۱)
چې دې مشر نافرمان وي
پسې نه شي اقتدا
که مریم مور د عیسی وه
پلار يي نشته د عیسی
که موسی نیل کې پیدا شه
دا قصه وه په بیا بیا (۲)
په دنیا خو دلته اوسم
باخبر یم له عقبی
د دوزخ، جنت قصې مې
اورېدلي له پخوا
مار، لړم نه يي خبر یم
تر ښامار او اژدها
هم د حورو د غلمانو
افسانو نه یم اګا
د پرون ډېرې بولالې
نن د ټوکو د خندا
درناوی کوم د نورو
پسې نه کړم اقتدا
خپله بڼه کې څرګند یم
نه په بڼه د بل چا
پخپل هوډ باندې ولاړ یم
له هوډ نه ځمه په شا
خیر که شمعې غوندې سوځم
خپروم یو څه رڼا
څه چې یمه، دغه یمه
بې درواغو، بې ریا
یادوونه:
(۱ ) د تورات د (پیدایښت کتاب) درېیمې فقرې ( د انسان نافرماني) ته اشاره ده چې ادم او حوا د نافرمانۍ له کبله څنګه له جنته وویستل شول. تورات ټول ۳۹ بېلابېل کتابونه دي چې د زرو(۱۰۰۰) کلونو شاوخوا کې لیکل شوي. لومړنی هغه يي حضرت موسی(ع) او وروستی لیکونکی يي ملاکي نبي دی چې د حضرت عیسی(ع) څخه څلور سوه (۴۰۰) کاله شاته تېر شوی.
(۲ ) د لاندې قصو لړۍ ته اشاره ده:
سارګون (Sargon) له نن څخه څلور زره درې سوه (۴۳۰۰) کاله شاته، په اکد (بین النهرین) کې پاچاهي کړې ده. نوموړي د خپلې زیږېدنې په اړه چې په یوه لوحه ليکل شوې او بین النهرین کې د لرغونپوهانو د کېندنو په مهال تر لاسه شوې او متن يي ژباړل شوې، زیګموید فروید (Sigmund Freud)، خپل کتاب «موسی او د هغه توحیدي ایین» کې نوموړی متن داسې رانقل کړې«زه سارګون یم، د اکد ځواکمن پاچا. مور مې یوه مذهبي ښځه وه چې زه يي وزیږولم. خو پلار مې هیڅکله ونه پېژاند. مور مې د ازوپیرني ښار کې چې د فرات سیند په غاړه پروت دی، وزیږولم او څنګه چې يي نه غوښتل دغه موضوع رسوا شي، زه يي د کړکو په یوې ټوکري (جاله) کې په فرات سیند کې لاهو کړلم. د سیند څپو آکني (د اوبو سقاو) ته ورسولم چې له سینده به يي اوبه چلولې. نوموړي سقاو یا آکني، زه له ټوکرۍ(جالې) راوویستلم، خوښ يي شوم او کور کې يي لوی کړم. کله چې لوی شوم خپل باغوان يي وټاکلم. خو ایشتار لوی خدای(د خدایانو خدای) ولیدم او د مهربانۍ وړ يي وګرځېدم. د نوموړي په مهربانۍ زه پاچاهۍ ته ورسېدم او اوس مې د سلطنت پنځه څلویښت (۴۵) کلونه تیریږي».له جرمني څخه پښتو ته ژباړه: ارواښاد اشرف جاوید.
همدارنګه په پخواني روم کې له میلاد څخه ۷۵۳ کاله شاته، دې ته ورته قصه د خلکو تر منځ تېره شوې، داسې چې:«د رومي اساطیرو له مخې دوه غبرګوني وروڼه د رومولوس او رموس په نومو په البا لونګا نومي ځای کې وزېږېدل. د دې غبرګونو وروڼو زېږېدل د هغه ځای پاچا امولیوس د خپلې پاچاهۍ لپاره خطر وباله او امر يي وکړ چې دواړه وروڼه د ایټاليې د ټيبر (Tiber ) په سیند کې لاهو کړي. ټیبریوس د نوموړي سیند افسانوي پلار دغو وروڼو ته نجات ورکړ او هغوی يي لوی کړل. یوې لېوې لوپرکال ته نږدې په یوه څمڅه کې دوی ته شېدې ورکړې. کله چې دوی لوی شول په یوه جګړه کې يي امولیوس پاچا ته ماتې ورکړه. وروسته رومولوس او رموس چې د یو لوی ښار د جوړولو تکل يي درلود، د ښار د ځای ټاکلو پر سر خپلو کې سره وران شول. د دغه اختلافاتو په پایله کې رومولوس، خپل ورور روموس وواژه. خو روسته بیا پخپل دغه کار پښيمانه شو او د خپل وژلي ورور روموس په نوم يي ښار اباد کړ چې اوسني روم ګڼل کیږي. رمولوس د ایټالیا لومړي پاچا هم ګڼل کیږي.» له ګوګل څخه ژباړه.
بلخوا لولو د تورات د کډوالۍ (خروج) کتاب په دوهمه فقره کې، د موسی(ع) د تولد او په یوې ټوکرۍ کې د نیل په سیند د هغه لاهو کول؛ تقریبآ ورته داستان بیانوي. وروسته د تورات همدغه داستان، د قراّ ن کریم د طئه سورت په ۳۸، ۳۹، ۴۰ ایتونو کې یو ځل بیا په ورته مفهوم بیان شوی دی.
د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۱۳ مه
سرلوڅ مرادزی