پاکستان : له جنګ پرته سقوط

هغه هېوادونه چې په مصنوعي ډول د سیاسي غرضونو په خاطر جوړ شوي وي، عمر یې هم تر هغه دوام کوي چې سیاسي ضرورت یې محسوس وي. پاکستان د داسې يو هېواد په توګه راتخلیق شوی چې د ملت جوړونې ، دولت جوړونې او هېواد جوړونې رغنده عناصر نه شي پوره کولای. دې هېواد خپل کلتور له هندوستانه، دین له عربستانه او د خاورې زیاته برخه له افغانستاته راخپل کړي دي، تاریخ نه لري ، ملت نه لري او اقتصاد نه لري. شاوخوا ټول ګاونډیان یې له هره پلوه پر ده غښتلي دي. هندوستان هم تاریخ لري ، هم ملت ، هم دولت او هم اوسمهال د نړۍ پنځم اقتصادي قوت دی، پوځي بودجه یې تر پاکستانه نږدې ( لس ځله ) زیاته ده. چین د نړۍ دویم پوځي او اقتصادي ځواک دی، چین هم تاریخ لري ، هم ملت او هم دولت.ایران د نړۍ یو متمدن هېواد دی ، هم تاریخ لري، هم مذهب او هم دولت، له اقتصادي او پوځي پلوه د نړۍ د شلو مطرحو هېوادونو په لیکه کې ودرېږي ، افغانستان ، تاریخ لري ، کلتور لري ، ملت لري ، ابرو او عزت لري ، خپلې خوږې اوبه لري ، قیمتي کانونه لري ، خو اوسمهال متمدن دولت نه لري ، جګړې یې اقتصاد ځپلی خو د پیسو ارزښت یې تر پاکستانه څلور برابره لوړ دی. پاکستان نه تاریخ لري ، نه ملت لري او هم ټینګه عقیده، یوازې پوځ لري او دولت . دولت یې پوځ ساتي او پوځ یې دولت . د یو هېواد په توګه د پاکستان د بقا دا دوه عنصره ( پوځ او دولت ) نوره هغه پخوانۍ ارګانیکه رابطه نه شي ساتلی ، اوس دا انډول له تزلزل سره مخ دی.د دولت خزانه تشه ده ، دا خزانه نوره د دې جوګه نه ده چې خپل پوځ تغذیه کړي او پوځ هم نور د دې جوګه نه دی چې بې خزانې او بې ګټې دولت وساتي او یا یې وساتلای شي ، که ساتي یې هم نو په کوم قوت او کوم قېمت یې ساتي؟

تر اوسه پورې خو پاکستان له مذهبي کارخونو څخه تغذیه کېده ، په همدې فابریکو کې یې عسکر او پیسې تولیدولي ، اوس نو هغه تولیدات ډېر بازار نه لري ، د کشمیر مسله تقریباً د هند تر کنټرول لاندې ده، د افغان جهاد لپاره نور د عربو او عجمو پیسې نه راځي ، چې پاکستان په کې خپل کمېشن واخلي، امریکا ته نور د منطقې د ژاندارم او دلال رول نه شي لوبولای، امریکا او غربي نړۍ ته هندوستان تر پاکستانه شل ځله زیات ارزښت او درنښت لري، امریکا هند ته د چین پر وړاندې د یو ستراتیژیک ملګري په سترګه ګوري، پاکستان بیا له چین سره د نږدې اړیکو له امله د غربي نړۍ له نظره له سیاسي او اقتصادي انزوا سره مخامخېدونکی دی. پاکستان په نړیوال اقتصادي مارکېټ کې خپل اعتبار دومره بایللی ، چې څوک پرې له ګټې سره سره د پور د ورکړې باور هم نه کوي . خو له بهرنۍ نړۍ سره د هندوستان د کلنیو اقتصادي اړیکو کچه د پاکستان د ټولو کورنیو کلنیو عوایدو تر کچې هم پورته کېږي. پر۲۰۲۲م کال د پاکستان ( GDP) کورني ناخلص ملي عواید او د پیسو کلنی دوران (376,53 ) ملیارده ډالر و ، خو د هندوستان بیا دا رقم (3383,09) ملیاردو ډالرو ته ورسېده، تېر کال د پاکستان د پوځ بودجه نږدې (10) ملیارده ډالره وه او د هندوستان ( 81,4) ملیارده ډالرو ته پورته شوه. د ځینو ارقامو له مخې پاکستان تر دې دمه شاوخوا ( 124,3) ملیارده ډالره پوروړی دی ، چې هر کال باید لږ تر لږه ( 10) ملیادره ډالره د هغه پور ګټه ورکړي . نړیوال اقتصادي وېسسايټونه وایي اوس هر پاکستانی وګړی (1127) امریکايي ډالر پوروړی دی. په مقابل کې چین ، هند او ایران نه یوازې دا چې پوروړي نه دي ، بلکې نوره نړۍ یې پوروړې ده . زموږ ګلالی افغانستان هم تر پاکستانه ډېر ښه دی ، ژوند یې جګړې ځپلی ، غربت شته، خو د چا پورودي نه دی ؛(۹) ملیارده ډالر مو لا نغد نړۍ سره بند دي. پاکستان سږ کال د خپلو شتو الوتکو لپاره سونتوکي نه شول برابرولای ، خو هندوستان د (۵۰۰) نویو الوتکو د اخیستو اعلان وکړ، په داسې حال کې چې د پاکستان اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی ، د وړاندوینو له مخې د هند اقتصاد به د سږ کال په پای کې د (۶،۷ ) سلنې ودې شاهد وي ، په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان خاورې ته سترګې نیولي ، هند په فضا کې له سپوږمۍ څخه خپله غېږه راتاوه کړه او د لمر تر څنډو رسېدونکی ښکاري. پر افغانستان باندې له ګڼو بندیزونو سره سره افغاني هوایي شرکتونو( اریانا او کام ایر) نږدې (۶۰) ملیونه ډالر ګټه تر لاسه کړې ده.د قوشتېپې د سترې پروژې تر څنګ ځینې نورې مهمې پروزې هم تر کار لاندې دي.

په داسې حال کې چې افغانۍ په تېرو کلونو کې خپل ثبات ساتلی ، خو پاکستانۍ کلداره د خپل تاریخ تر ټولو ټیټ حد ته رسېدلې ده ، پاکستانۍ کلداره په دوو کلونو کې د انفلاسیون تر ټولو هغه خراب حالت ته رسېدلې چې بانکنوټ په کې د یو عادي کاغذ حد ته راټیټیږي او خپل باور له لاسه ورکوي. د انفلاسیون خراب حالت هغې کچې ته وايي چې پیسې په کې د تېر کال په انډول خپل ارزښت سل سلنه راټيټ کړي ، خو پاکستانۍ کلدارې په تېرو دوه کلونو کې دا حالت څلور ځله غبرګ کړی دی. دا سې یو حالت د نړۍ په ډېرو کمو هېوادو کې پېښ شوی دی . هر هېواد چې له داسې یو حالت سره مخ شي ، هلته پر خپلې کرنسۍ د خلکو اجتماعي باور له منځه ځي، ټولنیزه او اقتصادی بې ثباتي رامنځته کېږي او ټولنیزه بې ثباتي بیا د حکومتونو د سقوط لامل ګرځي . پاکستان هم همدغسې یوې باریکې نقطې ته رسېدلی دی . پاکستان اوس نه یوازې له اقتصادي بحران سره مخ دی ، بلکې ټولنیزه نارضایتي ، بې ثباتي او بې باوري هم په کې په څپو ده. پخوا به چا د پوځ نوم په پټه هم په بده نه شو اخیستلای ، خو اوس خلک په ډاګه پوځ ته د ترهګر خطاب کوي ، نو که دا حالت څه موده نور هم همداسې دوام وکړي او بیا هم کوم عرب او عجم د پاکستان د نجات لپاره څه نقد سوغاتونه او پورونه ور ونه لېږي ، نو د دې احتمال شته چې پاکستان د یو دولت او هېواد په توګه د سقوط له خطر سره مخ شي. پر اقتصادي بحران سربېره پاکستان د اوبو له بحران سره هم مخ دی ، سیاسي بې ثباتي هم په کې اوج ته رسېدلې ده ، د ملک وارث او مالک هم معلوم نه دی ، هېڅوک د ملک د وراثت او مالکیت احساس نه کوي ، د سیاسي مشرۍ خلا په کې له ورایه محسوس ده . که دا مهال افغانستان کې داسې یو ملي او مترقي حکومت وای چې له نړۍ سره یې ښه اړیکي درلودلای، د هند په شان یې خپلې اوبه مهار کړې وای ، د خپل اقتصاد پیاوړتیا او علمي پرمختیاوو ته یې پام کړی او د مرحوم موسی شفیق په فکر یې خپل اقتصاد ته تر هر څه ډېره پاملرنه کړې وای ، نو د دې زیات احتمال و چې پاکستان ته مو له وسلوالې جګړې پرته په اقتصادي جنګ کې ماته ورکړې وای . د همداسې یو تدبیر او د همداسې یوې ورځې د رسېدو په هیله.

عقاید نویسنــــدگـان لـــزوما نظــر هـــوډ نمی باشــد