دوطن گوند دسراسری شورا داجراییه هیات اعلامیه

۱۴۰۳/۰۷/۲۳

لا یغیرالله ما بقوم حتی یغیروا ما بانفسهم۔ صدق الله العظیم

 د روان کال داکتوبر دمیاشتی په یولسمه نیټه دپی تی ایم (دپښتون ژغورنی د غورځنګ) له خوا رابلل شوی تاریخی لویه جرګه چی دماهیت او تعداد دلحاظه کم تر کمه په ورستیو دوؤ پیړیو کی ساری نه لری د تاریخی افغانستان دمحکومو ولسونو په ژوندانه کی د یوه ژور بدلون دپیلیدو لمړنی خو ډیر ستر او کامیابه قدم شمیرل کیږی.

دی تاریخی جرګی کی چی دپختونخوا دشپیتو اداری واحدونو مشرانو، سپینږیرو،علماوؤ، ښځواو شلو سیاسی او ټولنیزو ګوندونو او سازمانونو نارینه او ښځینه استازو اوځوانانوچی شمیره دلسهاوؤزرو څخه اوړی ګډون کړی وؤ ، دنورو تاریخی پریکړو په لړ کی خپل ځان ته په اتفاق سره داسی تعریف ورکړچی دا جرګه د تاریخی وطن دجرګو د میرویس خان او احمد شاه ابدالی دجرګو نه را نیولی بیا تر ننه پوری چی څه جرګی جوړی شوی دی دهغو تسلسل شمیرل کیږی. جرګی په زغرده اعلان وکړ چی دا جرګه دټول ولس مستقله جرګه ده نو په دی مناسبت موږ ددی لویی، مستقلی او دولس دغوښتو د منعکس کونکی ملی جرګی دجوړیدو او بریالی پای ته رسیدو په مناسبت ددی جرګی رابلونکو او ګډون کونکو ته دزړه له کومی مبارکی وایو او د هغی له پریکړو څخه حمایت کوؤ.

په دی کی هیڅ شک نشته چی دوسله والو شتون ( که دا د اردو قوتونه دی او که وسله والی ډلی ټپلی) دانسان وژنی،سړی تښتونی او دترور تر ټولو ستر عوامل  ګڼل کیږی او په سیمه کی ددی نه شتون دامن دتقویت لپاره ضروری بریښی۔

دا جرګه  چی په ډیرو ستونزمنو شرایطو کی دولس غږ شوه او دسولی او یووالی ناره یی پورته کړه زموږ دستر ملی اتل شهید داکتر نجیب الله دسیاسی دکتورین د حقانیت ځلانده بیلګه شمیرل کیږی۔

که څه هم پاکستانی بدنامه او کرغیړن ستبلشمنت او دهغی ګوډاګیانو دجرګی دمخنیوی په خاطر خپله ټوله هڅه وکړه، دپی تی ایم دغیرقانونی کولو نه نیولی دتهدید، تخویف،لارو بندولو او بیا تربندیانولو او ځوانانو په شهادت رسولو پوری پر مخ ولاړل خو جرګی هوډمنو ګډونوالو دزړورتیا او میړانی په مټو ددی ستری ولسی جرګی د رابلونکو (دپښتون ژغورنی غورځنګ) د مشرځوان مخکښ لاردښود هغه هوډ په عمل کی پلی کړ چی " ترڅو چی دی وجود کی وینه غړیږی ،جرګه به کیږی ،جرګه به کوؤ، سرونه ورکوؤ خو دخپل وطن اتحاد او اتفاق چاته نه پریږدو"

موږ پاکستانی واکدارانو ته په کلکه  یادونه کوؤ چی دپښتنی ولس دامن جرګی غوښتنو ته چی دانسانی نړیوالو اصولو سره جوښت اړخ لګوی مثبت ځواب ووایی او که چیری دتل په شان دزورواکی قانون چلوی او سیمه دتشنج خواته بیایی دهغو ټولو ناوړه پیښو پړه به مخامخ دپاکستانی جنرالانو، ستبلشمنټ او دهغوی ګوډاګیانو حکومتی واکدارانو په غاړه وی۔

دوطن ګوند،چی دتاریخی افغانستان دمحکومو ولسونو سوله ایزاو دودیز حرکت په ځیر سره څیړلی او څیړی یی دا خوزښت دنړیوالو منل شویو حقونو سره په پوره مطابقت کی دهغو حق ګڼی او ددی غورځنګ دپریکړو دلا زورور ملاتړ له پاره دافغانی ټولنی په ولسونو غږ کوی۔

موږ په هیواد کی دواکمنو طالبانو نیابتی حکومت دپښتون ژغورنی دغورځنګ په هکله  شرمونکی سکوت په کلکه غندواو په هیوادکی دښځو دتعلیم او کار سره دمخالفت او په سیمه کی بنسټګری ته دودی پر ځای  دهیواد پرمختګ او دښځو او نارینه وودبنیادی حقوقو پرتحقق تم شی او دجرګی ورورګلویزه سپارختنی ومنی  که نه نو خلک حق لری هغو ته دپاکستان داطلاعاتی کړیو او دهغی دارادی ممثل  واکدارانو مفرزی په سترګه وګوری

وطن ګوند خپلو مسولو شعباتو ته دنده سپاری چی ددی نوښتګر خوزخت دپریکړو او اقداماتو دتبلیغ او معرفی تر ځنګ دهغی درسونه په ځیر سره وڅیړی او وخت پر وخت دحالاتو پرمختیا دڅرنګوالی ګوندی مشرتابه سره شریک کړی۔

موږ دجرګی موظفی کمټی پام دپاکستانی ستیبلشمنټ ددسیسو او دهغو ممکنه وراونکی نفوذ ته را ژوره هوښیاری غواړی چی په تاسی کی شته .

ومن الله التوفیق

عقاید نویسنــــدگـان لـــزوما نظــر هـــوډ نمی باشــد