لومړی خو ټولو افغانانو ته د لوبي دبریا مبارکي وایم ډېر د خوشحالۍ ځای دی چي د افغانستان ملي بیرغ د نړۍ په ګوټ ګوټ کي رپیږي او افغانان ورباندي افتخار کوي .

ډېر وخت مي په ګاونډي هیواد پاکستان کي په مهاجرت کي تېر کړی دی، هلته چي به مي کله د هغه هیواد د وګړو سره پر ټلوېزیون د کرکټ لوبه ننداره کوله نو هغوئ به ډېر د خوشحالۍ احساس کاوه او زه به خاموشه ورته ناست وم، هغوئ به په خپلو لاسونو سره چک چکي کولې خو مابه خپل لاسونه په کوم بل څه مصروف کړي وه، هغوئ به یې پر بریا یو ډول خنداګاني کولې خو زه به چپه خوله ورته ناست وم، هغوئ چي به کله لوبه وګټل یو او بل ته به یې مبارکۍ ورکولې خو مابه نه بل ته مبارکي ورکول او نه به هم ماته چا مبارکي راکوله، هغوئ به د خپل ملي ټیم د لوبغاړو د انځورونو سره خپل انځورونه په کمپیوټر کي یوځای کول خو مابه فقط د دوئ د انځورونو پر کتلو وخت تېراوه، هغوئ به د خپلو لوبغاړو نومونه پر ځانونو ایښول او دهغوئ کړه وړه به یې ترسره کول خو زه به ورته په فکرونو کي ډوب پاته وم.

اوس چي کله خپل هیواد ته راستون سوی یم او خپل دملي ټیم لوبغاړي پر ټلوېزیون باندي د لوبي کولو پر مهال ګورم نو ډېر د خوښۍ احساس کوم او د هغه تېر وخت ټولي خاطرې مي سترګو ته دریږي .

زه د نن ورځي یوه لنډه خاطره درسره شریکوم، مازدیګر مي د څوملګرو سره یوځای دکرکټ لوبه تعقیبوله، د محمد نبي تر سوځل کېدو وروسته نجیب ځدران د توپ وهونکي ځای ته راغلی، کله چي پر ځای ودرېدی نو په اول توپ سره یې شپږیزه ووهله، کله چي یې شپږیزه ووهله دلته زما له خولې څخه یو ډول په زوره آواز ووتی او ټول ملګري راته متوجه سول چي دا څه کوي، ماچي کله دوی ته وکتل ټول ماته ګوري او حیران دي، همداسي د لوبي په دوهمه برخه کي چي کله زموږ نوی لوبغاړی شراف الدین اشرف د توپ اچوني لپاره راغلی او په توپ اچونه یې پېل وکړئ په دوهم توپ یې د هغوئ یو تکړه لوبغاړی وسوځاوه، کله چي یې وسوځاوه دلته زما څخه یو دم دومره په زوره چک چکي وسوې چي وروسته نور خو څه چي زه پخپله خپل ځان ته حیران سوم.

نو دا زموږ لپاره ډېر د افتخار ځای دی چي خپل لوبغاړي پر خپلو ټلوېزنونو باندي په بهر کي د بریا په حال کي ونیو او موږ دلته خاندو، چک چکي ورته کوؤ او د بریا لپاره ورته دعاوي کوؤ.

د یو پرمختللي او سوکاله افغانستان په هیله .

عقاید نویسنــــدگـان لـــزوما نظــر هـــوډ نمی باشــد