نن سبا په افغانستان، پاکستان او نږدې سیمه کې د داعش د خونړۍ ډلې شتون یو تریخ حقیقت دی او د ۲۱ پېړۍ دا طاعون ورځ تر بلې د سیمې پاتې برخو ته هم د خپرېدو په حال کې دی.
زموږ د سیمې د نږدې هېوادو برعکس، افغان دولت او افغان پوځ د داعش په وړاندې جګړه لا پخوا د ننګرهار، هلمند او د هېواد په ځینو نورو برخو کې پیل کړې ده. افغان لوري په دې جګړه کې د سر او مال ټاکلي زیانونه لېدلي، خو د داعشي ملخانو د سر او ځاني تلفاتو کچه هم خورا لوړه ده. تر اوسه پورې په دې جګړه کې د دې ډلې مهم قومندانان لکه حافظ سعید، شاهدالله شاهد، ګلزمان، حقیار جهادیار او عبدالروف خادم یو په بل پسې وژل شوي او د نورو جګړه مارو د تلفاتو شمېر يی هم د پاموړ دی.
دا باید ومنو چې د داعش ترهګره ډله په کور دننه د ټولوافغانانو چې د هېواد په هر ولایت، قوم، ژبې او مذهبي ګروهې پورې تړاو لري، سرسخت دښمن دی او بلخوا د داعش لپاره دا هم توپیر نلري چې افغان په کوم تنظیم او یا سیاسي ډلې پورې تړلي دي.
داعش یوه سیمه یز او نړیوال ګواښ او ستونزه ده او باید په وړاندې يي د سیمې هېوادونه په یوه ټلواله کې سره یو موټي شي.
د شانګهای د همکاریو د سازمان پنځلسمې غونډې ته د ولسمشر اشرف غني د وینا په یوه برخه کې لولو:
«د داعش د حضور په هکله، غواړم تاسو ته ووایم چې په څو وروستیو ورځو کې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو وکولی شول، چې د داعش او طالبانو دوه مهم قوماندانان شاهدالله شاهد او ګل زمان له منځه یوسي.
له افغانستان څخه د ۱۲۰ زره نړیوالو ځواکونو په وتلو سره عمومي تصور دا وو، چې په دې هېواد کې به یوه امنیتي خلا منځته راشي، خو د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو وکولی شول دا فرضیه معکوس ثابته کړي. زموږ ۳۵۴ زره کسیزه دفاعي او امنیتي ځواکونه هره ورځ له ترهګریزو بریدونو او فعالیتونو سره مخامخ دي. موږ د دښمن پر ضد مبارزه کې هره ورځ قرباني ورکوو.
د هوایي امکاناتو او تجهیزاتو کمبود هغه عمده ستونزې دي، چې موږ د تروریزم په ضد مبارزه کې هره ورځ ورسره مخ یوو. په دې لاره کې له موږ سره د نړیوالې ټولنې ژمنتیا شته، خو په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو نه همکاري اوس محسوس ده. د سیمه ییزو ګواښونو او تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه یوې ګډې سیمه ییزې ستراتیژي ته اړتیا ده، همدارنګه د ترهګري پر ضد ګډه مبارزه کې مرستې باید له پخوا څخه ډېرې شي. کېدای شي دا مرستې ډېرې د معلوماتو شریکول، ګډ تحلیلونه او ګډ اقدامات وي.
د دښمن واحده پېژندنه، د هغوی د لېږد ځای، د تمویلونکو سرچینو او هغو مراجعو تشخیص چې له هغو څخه ابزاري استفاده کوي، له ترهګري سره د موثرې مبارزې د مرستو له اړتیاو څخه ده. د دغو عناصرو له درک او پېژندنې پرته به په دې برخه کې زموږ مسوولیت نیمګړی وي.»
ولسمشر د دې مهمې وینا په بله برخه کې زیاتوي«یو شمېر د پام وړ ترهګر ستاسو له هېوادونو څخه افغانستان ته راغلي او د افغانستان له خاورې څخه په ګټه اخیستنې ستاسو او د ټولې سیمې د هېوادونو د بې ثباته کولو لپاره فعالیت کوي. لازمه ده چې د ستونزو مختلف ابعاد درک کړو او په دې پوه شو، چې ترهګر یوازې د افغانستان دولت سره سیاسي ستونزې نه لري، بلکې د هغوی پلان او هدف د سیمې بې ثباته کول دي. د دې پدیدې په پوره نه درک کولو کې، د هغوی د رېښې له منځه وړل سخت او ناممکن دي.
ترهګر له مرکزي اسیا، چین، پاکستان، روسیې، سعودي عربستان او منځني ختیځ څخه موږ هدف ګرځوي او د پاکستان له خاورې څخه د ترهګرو راتګ تل جریان لري، چې هم افغانستان او هم پاکستان د هغوی د ترهګریزو فعالیتونو په اجنډا کې وي، تروریزم زموږ د ټولو ګډ دښمن دی. د جمهوري ریاست دفتر»
د ولسمشر اشرف غني په پورته څرګندونو کې د نورو څانګیزو موخو ترڅنګ پر دوه بنسټیزو موخو ډېر ټینګار کیږي:
ــ په مجهزو عصري وسلو د افغان پوځ سمبالتیا، په تېره بیا د هوايي امکاناتو او تجهیزاتو د کمبود بشپړتیا او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې له ژمنو سربېره، د سیمې د هېوادونو همکاري
ــ دا چې ترهګر یوازې د افغانستان دولت سره سیاسي ستونزې نه لري، بلکې د هغوی پلان او هدف د سیمې بې ثباته کول دي.
څنګه چې ترهګري سیمه یزه او نړیواله ستونزه او غوټه ده او د له منځه وړلو لپاره يي د سیمه یزې او نړیوالې ټلوالې جوړېدا ته اړتیا ده، نو ځکه په دې تړاو د جولای په ۱۹ مه، د امریکا لوی درستیز ښاغلی ډیمپسې په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره ولېدل. د دې کتنې په اړه پنتاګون یا د امریکا دفاع وزارت بریښناپاڼه وايی«افغان ولسمشر محمد اشرف غني او جنرال ډیمپسي د اسلامي دولت په نوم ډلې لخوا د سیمه ییز ګواښ مخنیوي لپاره د یوه ایتلاف پر جوړولو خبرې اترې وکړې.
وېبپاڼه زیاتوي، دواړو مشرانو ویلي چې افغانستان، په یو دا ډول اېتلاف کې مرکزي رول لوبولی شي.»
د ولسي جرګې ډيری غړي هم په دې اند دي« د داعش پر وړاندې په افغانستان کې د ګډ نړېوال اییتلاف د کامیابۍ شرط په دې جګړه کې د افغان پوځیانو مشري بلل کیږي.که چېرته امریکا او نړېواله ټولنه د داعش جنګیالیو د له منځه وړلو لپاره ګډه مبارزه پیلوي؛ نو افغان پوځیان باید پياوړي کړي او د دې مبارزې مشري هم افغانان وکړي.»
همداراز په کور دننه هم د ملي پوځ د پیاوړتیا ترڅنګ د مرکزي حکومت د غښتلتیا او د افغانانو یوموټیتوب ته اړتیا لېدل کیږي.
که چیری موږ په کور دننه د ملي پوځ د پیاوړتیا پرځای تنظیمي ملیشو ته چې ناکامه او خونړۍ مخینه لري او د مرکزي حکومت پرځای، یو له بله جلا سیمه یزه واکمنیو او ملوک الطوافيو ته مخه کړو، د ترهګرو او داعش په وړاندې موږ پخپله په لویلاس واکمني کمزوري کوو او په حقیقت کې ځان تسلیموو!
په دې روستیو کې د عطامحمد نور په مشرۍ د اسلامي جمعیت، د محقق په مشرۍ اسلامي وحدت او د دوستم په مشرۍ د اسلامي جنبش ترمنځ درې ګوندیزه ټلواله جوړه شوې او ادعا کوي چې ګني د داعش او طالبانو په وړاندې ولسي پاڅونونه وسلوال کوي، په داسې حال کې چې دوی خپله د حکومت برحاله جګپوړې چارواکي دي او که د طالب او داعش په وړاندې جګړې ته اړتیا وي، د ملي پوځ د پیاوړتیا له لارې يي په ښه توګه ترسره کولای شي.
که چیری دا ډلې د مرکزي حکومت د اوامرو په خلاف او سرکشۍ، ځايي کسان په وسلو سمبال کړي او د خپل تنظیم او سیاسي ډلې هر مخالف او یا د ځمکو د غاصبینو او ټوپکمارو هر مخالف غږ، د طالب او داعش په نوم وځپي، اندیښه به دا وي چې د هېواد شمال به یوځل بیا د مرکزي حکومت په وړاندې یاغيتوب او اړودوړ ته ولسمول شي او د ۹۰ لسیزې خونړۍ پېښې به تکرار شی.
که څه هم د افغانستان د دفاع وزارت وايي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د دولت له چوکاټ بهر ملیشه يي ځواکونه رامنځته کړي او یا د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د افغان پوځي ځواکونو پرته بل قانوني ځواک نشته، خو د هېواد شمال ته د افغانانو اندیښنې د ډېرېدو په حال کې دي.
مرکزي دولت نه یوازې د طالب او داعش په وړاندې، بلکې په دولت کې دننه د پنځم ستون، یاغي او باغي ډلو په وړاندې هم، د ټولو افغانو د امنیت او خوندیتوب دنده پر غاړه لري!
د ۲۰۱۵ کال د جولای ۲۲ مه
سرلوڅ مرادزی