افغانستان کې روانې جګړې خورا ډېر وخت ونيو، کلونه کلونه پر دې خاوره اورونه بل سول، ځوانان، پېغلې، مېندې، پلرونه او تنکي تنکي ماشومان مو د بمونو، باروتو او د جګړې سرو لمبو خوراک سول.
وينې وبهېدې، اسمان وژړل، زړونه وچاودېدل، ارمانونو کوکې وکړې، د بې ګناه انسانانو چغې تر اسمانه ورسېدې خو د افغانانو د دښمن زړه يخ نه سو.
د کابل پر ښار وروستي وسله وال بريدونه چې خلک يې له درانه خوبه ويښ کړل، ځينې په خپلو وينو کې ولمبېدل، ځينو خپل د بدن خواږه غړي له لاسه ورکړل خو ځينو مېندو او پلرونو د خپل زړه ټوټې په خپلو سترګو په وينو لژنده وليدل او اسمان ته يې په وازه خوله کوکي وکړې.
سره له دې چې په دې وروستيو کې زموږ هېواد له هره پلوه وټکېده، اقتصادي بحران رامنځته سو، بې کاري ډېره سوه، غلاوې، تښتونې او نور ويره اچوونکي پېښې په زياتېدو سوې، ورسره د نا امنۍ بې رحمه څپې هم ورځ تر بلې په لوړېدو دي او په پوره غرور افغانان په خپله غېږه کې غرقوي.
يوه مشهوره اصطلاح ده وايي: «تر بدترو بدترې سته»
رښتيا هم، چې موږ د نن په حالاتو ځوريږو خو د سبا حالاتو ته مو فکر نسته، د هغه توپان مخه نه نيسو چې سبا را روان دي، په داسې حال کې چې راتلونکي توپان ته په بټو بټو سترګو ګورو، خو غم يې نه کوو.
پخوا به نا امني محدوده وه، يوازې په لويو بازارونو، څلور لارو، ګڼ ميشتو ځايونو کې وه، که به چاودونه وسوه هغه به هم داسې ځای وه چې، سيمه کې حاضر خلک به پکې مړه او ژوبل سول، نور په کورونو کې به خلک خوندي و، دښمن به هم داسې ځای بريد نه کاوه چې کورونه او عام خلک دې ډېر زيانمن سي.
خو اوس کيسه بل ډول ده، له بد ترو بدترې راغلي دي، په وروستيو بريدونو کې چې د کابل په ګډون د هېواد په لر او بر کې وسول، کورونه يې رانسکور کړل، انسان پکې د لويو لويو ودانيو تر دېوالو لاندې سول، ويجاړۍ پېښې سوې، ماشومان په کورونو کې په لوبو او ساتيرو بوخت ول، ښځې او د کور مېرمنې په خپلو کارونو لګيا وې چې د دښمن بې رحمه بريدونو ښامار خپلې خولې ته واچولې.
اوس په خپلو کورونو کې هم خوندي نه يو، په ډاډه زړه څوک ډوډۍ نه سي خوړلی، سهار چې کوم زوی له کوره وځي نو مورجانه يې په دې خاطر په ځير ځير ورته ګوري چې فکر نه کوي زلمی زوی به يې بېرته کور ته روغ او سلامت راسي، پر افغانانو هره ورځ وير، هره ورځ مرګ او هره ورځ قيامت تيريږي.
په ننني عصر کې نړيوالو، ګاونډيو او نورو ګڼو هېوادونو د افغان وژنې لپاره بېلابېلې طرحې وازمايلې، خپلې سياسي واګې يې پرې ټينګې کړې، تجربې يې ترلاسه کړې ا و پر افغان وژنه يې يو له بل سره سيالۍ وکړې.
د وسله والو وروستي بريدونه چې د کابل په شا شهيد او نورو سيمو کې ترسره سول، د افغان وژنې لپاره لويه دسيسه وه چې سلګونه عام وکړي پکې ژوبل او بې کوره سول.
له يوې خوا افغانستان کې د وسله والو ډلو ډېرښت، بل پلو د دوی ترمنځ اختلافات او ترڅنګ يې داسې لوی بريدونه چې سري عام پکې قتل ترسره سي، دا به د هغه هېوادونو چې افغان وژنې لپاره دلته بېلابېلې ډلې روزي بله نوې لوبه ده.
د وسله والو په ډېری بريدونو کې عام خلک وژل کيږي، په دې وروستيو کې د يونما د يو راپور له مخې چې په تېر يو کال افغانستان کې ۷۰ سلنه ولسي خلک د دولت د وسله والو په بريدونو کې وژل سوي او ژوبل سوي دي، که څه هم طالبانو د يونما دغه راپور رد کړ، خو دا ډول بريدونه لکه په دې وروستيو کې چې يې کابل او نورو ولايتونه شاهدان و، د يونما راپور ته بری ورکوي.
په ټوله کې افغانستان کې هغه ډلې چې دولت ضد جګړه ييز فعاليتونه کوي، په ښکاره ډول رسنيو کې ځانونه افغانان بولي، دوی وايي جګړه له دې لپاره کوي چې افغانان له جنګه وباسي او ارامي رامنځته سي.
اوس پوښتنه دا ده دغه جګړه مارې ډلې چې د افغانانو سوکالي غواړي ولې افغانان وژني؟؟
ځواب څرګند دی چې دا په اصل کې د افغانانو دښمنان دي، په دې خاطر افغان وژنه کوي.
په ټوله نړۍ کې د جګړې لپاره خپل اصول او قوانين وضع سوي دي، جګړه کې ښکېلې خواوې مالومې دي، دوی يو بل پېژني او د يو بل په وړاندې جګړه ييزې کړنې ترسره کوي، نور چا ته زيان نه اړوي، خو افغانستان هغه هېواد دی چې عام افغانان پکې د جګړې قربانيان دي، د افغانستان په جګړه کې د بل سوي اور خس او خشاک ولسي وګړي دي، دوی نا خبره او بې ګناه دغه اور ته غورځول کيږي او ښکېلې خواوې يې ننداره کوي.
اوس دا پوښتنه هم پيدا کيږي چې نړيواله ټولنه پر افغان وژنه ولې چُپه خوله ده، دوی خو ځانونه د بشر د حقوقو سرلاري بولي، د نړۍ په هر ګوټ کې چې کومه بشري او جنايي سرغړونه پېښه سي دوی يې په اړه ږغ پورته کوي، خو پر افغان وژنه ولې څه نه وايي؟؟
مالومه خبره ده چې ټوله نړۍ په افغانستان کې خپلې ګټې، موخې او ارادې لري، خو افغان مشران هغه مجبوره خلک دي چې مجبوراً هر څه ته غاړه ايږي دي، دوی نړيوالو ته اړتيا لري او دې ته مجبوره دي چې د دوی ډېرې خبرې ومني او د هېواد د يوې داسې بربادۍ لپاره يې عملي کړي چې ټول زيان يې عام ولس ته ورسيږي.