افغانستان د روس له راتګ څخه مخکې داسې يو نظام او حکومت درلود چې، د سيمې او نړۍ سره يې سيالي کوله، د روسانو د يرغل څخه وروسته چې افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل سو، هغه هېوادونه چې د افغانانو د قربانۍ له برکته يې خپله ازادي واخيسته هغوی هم پر افغانانو خپلې لوبې وکړې.
هغه نوی زېږول سوی ماشوم پاکستان نن د افغانستان په سرنوشت لوبې کوي، افغانستان يې د نړۍ د لويو قووتونو په خاص ډول امريکا او برېتانيا د رسۍ کشۍ مرکز وټاکه.
يو هېواد چې په کورنۍ جګړه اخته سي، بې سرپرسته سي، بيا نو هر څوک کولی سي چې د خپلو موخو لپاره په اسانه هلته کار وکړي او بېلابېلې سياسي، نظامي او هر ډول تجربې او ازمايښتونه ترسره کړي.
په دغه ډول هېواد کې بيا ملي ارزښتونه، ګټې او د خاورې خپلواکي ساتنه ستونزمنه خبره ده، په داسې يو حالت کې بيا چې بېلابېل استخباراتي کړۍ په يو هېواد کې د خپلو موخو لپاره کار کوي، تر هرڅه وړاندې بيا هغه کسان چې د دې وطن ملي ګټو ته ژمن وي هغوی په نښه کيږي او له منځه وړل کيږي.
اوس اصلي خبره دا ده چې، په دې هېواد کې لا ولې موږ ملي ګټې نه تعريفوو؟
کله کله ځينې دوستان نظام ړنګوي او ځينې حکومت ړنګوي.
حکومت د يو هيواد له عالي او رسمي غړو څخه جوړیږي چې د کورنۍ او بهرنۍ تګلارې جوړول او پلي کول یې مهمه دنده بلل کیږي. په دغو عالي غړو کې د کابینې وزیران او نور لوړ پوړي چارواکي راځي چې په پارلماني نظام کې د کابینې مشر صدر اعظم یا لومړی وزیر وي او په ریاستي نظام کې بیا د کابینې مشر ولسمشر یا جمهور ریس وي. د پارلماني نظام بېلګه لکه هند، او برتانیا، او ریاستي نظام بېلګه لکه افغانستان او ایران.
حکومت او حکومتي چارواکي په دریو ګونو مقننه، قضایه او اجرایه ځواکونو کې مخامخ ښکیل او ونډه لري او د حکومتي تګلارو د پلي کولو او نه پلې کولو چارې همدوی ته ورترغاړې دي.
د افغانستان د اساسي قانون د اویایمې مادې په یوه برخه کې د حکومت تعریف داسې سوی دی:
” حکومت له وزیرانو څخه جوړ دی چې د جمهور ریس تر ریاست لاندې کار کوي.”. یانې حکومت اجرایوي ځواک دی.
په يو نظام کې بيا د يو هېواد د نوي او زړو حکومتونو ټولې لاسته راوړنې، ادارې، سياسي، اقتصادي، پوهنيز، کرنيز، سوداګريز پرمختګونه شامل وي او ټول هغه څه چې يو هېواد يې پر پښو ودرولی وي، دغه ډله کې راځي.
اوس راځو دې ته چې په اوس وخت کې موږ د حکومت بديل لرو خو د نظام بديل نه لرو.
د بېلګې په ډول: که له اوسني حکومت څوک راضي نه وي، کار نه سي کولی، ښايي نوی حکومت رامنځته سي، ټاکنې ترسره سي، ولسمشر له خپلې دندې استعفا وکړي، پر ځای يې بل ولسمشر وټاکل سي، نوی ولسمشر نوې کابينه اعلان کړي او باالاخره په حکومت شته ستونزې له منځه يوسي.
خو نظام چې د هېواد ټول پرمختګونه، که په هره برخه کې سوي دي، ړنګ سي نو بيا يې بديل نه لرو او بېرته يې جوړول ډېر وخت غواړي.
د بېلګې په ډول: نظام کې د افغان ملي پوځ هم شامل دی، که ملي اردو ټوله ليرې سي او يو ولسمشر وايي چې زه نوې ملي اردو جوړووم، نو دا به ډېر وخت واخلي، که يو څوک ووايي چې زه په ټول هېواد کې شته پرمختګونه له منځه وړم، نوی پيل کووم، نوی پوهنيز بهير پېلووم، روغتيايي خدمات له صفر شروع کووم، نو دا به هم کلونه کلونه وخت ونيسي.
نو په دې خاطر د حکومت بديل لرو خو د نظام بديل نه لرو.
بله مهمه خبره دا ده په اوس وخت کې که څوک په حکومت نيوکه کوي، داسې نيوکه دې وکړي چې نظام ته زيان وانوړي او نه پر نظام ګوذار وي. نيوکه بايد اسې وي چې، ملي ګټې او ملي ارزښتونه زيانمن نه سي.
په هر هېواد کې کورنۍ جګړه د واک لپاره وي که سياسي جګړه وي او که نظامي، ښکېلې خواوې تل وايي د هېواد لپاره جنګيږي، ترڅو سم حکومت رامنځته سي، په ټوله نړۍ کې دا اصول دي چې د هېواد په کورنۍ جګړه کې د جنګېدونکې ټولې خواوې چې هره يوه يې واک ته ورسيږي نظام نه ړنګوي، ملي ارزښتونه، ملي ګټې او ملي شتمنۍ نه زيانمنوي، خو زموږ په هېواد کې چې تل د قدرت لپاره جګړه کيږي قدرت ته تر رسېدو وروسته واک ته رسېدلې ډله نظام هم ړنګوي، ټول هېواد لوټې لوټې کړي، ملي پوځ له منځه يوسي، شته پرمختګونه لولپه کړي چې بيا د بل حکومت تر رامنځته کېدو پورې هيڅ پرمختګ نه سي کولی او حتی لولپه پرمختګونه پر پښو نه سي درولی.
ترڅو چې زموږ د قدرت مئينانو ملي ارزښتونه نه وي پېژندلي، نظام ته وفاداره او ژمن نه وي، د واک نشه يې له فکره ونه وځي او ملي شتمنۍ ونه پېژني نو هېواد به مو دغه شان وروسته پاتې وي.