رسنۍ :
الف: چاپي رسنۍ
په هلمند کي د چاپي رسنیو تاریخ د رواني پيړۍ له لومړیو سره پیل سوی دی، د چاپي رسنیو لومړی فعالیت ددې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کي د نیمروز په نوم یوې اونیزي له چاپ څخه را پیل سوی دی، دا اونیزه د ډېري لنډي مودې لپاره فعاله وه، خو اوس له فعالیته لوېدلې ده، خو تر دې لومړنۍ اونیزي وروسته په ۱۳۳۳ ل کال د هلمند د جریدې په نوم یوې بلې اونیزي په فعالیت پیل وکړ، چي له نیکه مرغه تر اوسه فعاله او له چاپه راوځي. په یاده اونیزه کي د دولتي ادارو د پرمختګونو، د امنیت د ټينګښت، سولي او دې ته ورته نور موضوعات یې منځپانګه ده.
(۶ – ۱۹۶مخ)
له ۱۳۸۲ ل ل. کال راوروسته یو ځل بیا د چاپي رسنیو بې ساری فعالیت پیل سو. په دې دوره کي لومړۍ فرهنګي او علمي مجله د بګړۍ په نامه له چاپه راووتله او وروسته ـ وروسته دا لړۍ چټکه سوه او اوس مهال په هلمند کي تر لسو زیاتي مجلې او اونیزي فعالیت کوي او وخت په وخت له چاپه راوځي. اوس به د هلمند هره چاپي رسنۍ په لنډ لنډو ډول معرفي کړو:
بګړۍ مجله
بګړۍ په هلمند کي لومړنۍ ادبي، فرهنګي او ټولنیزه خپرونه ده. یاده مجله د نوي حکومت(۱۳۸۲ل.) کال له پيل سره په هلمند ولایت کي لومړي چاپۍ رسنۍ ده د یادې مجلې لومړۍ ګڼه په ۱۳۸۳ل. کي په کوئټه کي په صحاف نشراتي چاپځای کي د بست فرهنګي ټولني له لوري چاپ او په هلمند، کندهار او نورو بېلابېلو سیمو کي خپره او وېشل سوې ده. بګړۍ مجلې د امتیاز څښتن د بست فرهنګي ټولني مشر بریالی هلمند دی، مسول چلوونکی يې راز محمد نظامي دی او مرستیال يې شاه محمد دروېش دی. د بګړۍ لومړۍ څو ګڼي په ټيټ کاغذ کي چاپ سوي، خو د پیل مجلې موضوعات يې ښکلي، علمي او د خلکو د خوښۍ وړ وه، په یاده مجله کي ډېری مطالب د هلمندي لیکوالو دي او منځپانګه يې تر ډېره ادبي او فرهنګي موضوعاتو ته ځانګړې ده، د بګړۍ مجلې د دوهمي ګڼي د سرمقالې لپاره (بګړۍ که پکړۍ) سرلیک غوره سوی دی د لومړۍ ګڼي تر چاپ وروسته ددې نوم په اړه د هېواد د ځينو لیکوالو په منځ کي نظري اختلاف راغلی و، چا بګړۍ معیاري بڼه بلله او چا پګړۍ خو وروسته د بست فرهنګي ټولني ادارې د پښتو ژبي له درنو ادیبانو او فرهنګپالو سره سلا مشورې وکړې او ددې سرلیک لاندي د هغوی نظریات لیکلي دي، چي زه به يې ددې سرمقالي څو کرښي دلته کټ مټ ولیکم: (بګړۍ مجله ـ ۱ مخ)
( د بګړۍ مجلې لپاره د نورو فرهنګپالو تر څنګ د بست فرهنګي ټولني، فرهنګي ځوانانو هوډ وکړ،چي د پښتو د خپرنیز لیکنو د بډایه کېدو په موخه د یوې درې میاشتنۍ مجلې د خپروني بهیر پیل کړي دا خپرنیز بهیر له نیکه مرغه د بګړۍ تر سپېڅلي نوم لاندي پیل سو، کېدای سي چي د بګړۍ د توري په هکله به لکه چي څنګه موږ ته هم رارسېدلي دي خلکو ته پوښتني پیدا وي، چي دا توری (پګړۍ) ده او که (بګړۍ)؟ په دې هکله موږ ډېري څېړني کړي دي، په دې خاطر چي ژبه ولسي لاسته راوړنه ده په هغه پښتني اولس کي چي موږ ژوند کوو دا توری په بګړۍ ویل کیږي موږ هم د پګړۍ پر ځای بګړۍ توری غوره کړ. د کندهار په ولایت کي د هېواد د ادبي ټولني محترم مشرتابه هم د بګړۍ له توري څخه خپله خوښي څرګنده کړې ده، همدا راز د پیاوړي شاعر عبدالباري جهاني سره مو د صلاح مشورې لپاره دغه موضوع شریکه کړه، محترم جهاني صاحب د سیمي او اولس د ګړنو د مرعات په اختیارولو د بګړۍ توري ته د لومړیتوب حق ورکړ.همداراز مو د لوی استاد اکاډمیسن علامه عبدالشکور رشاد صاحب سره مشوره کړې ده هغه بست فرهنګي ټولني ته یو لیک رالیږلی دی چي د لیک سرلیک يې (بګړۍ که پګړۍ) دی، د پوهاند علامه رشاد صاحب لیک په کندهارۍ ګړنود (بګړۍ) توری تائیدوي او محترم جهاني صاحب د هېواد د ادبي ټولني محترم رئیس هم د بګړۍ د توري پر انتخاب ټينګار کوي، نو بست فرهنګي ټولنه هم د (بګړۍ) ویاړمن نوم ته د انتخاب لپاره د لومړیتوب حق ورکړ) (بګړۍ مجله ـ ۱مخ)
د بګړۍ مجلې منځپاڼګه او بڼه
د بګړۍ مجلې پښتۍ رنګه بڼه لري او پر دوهمه ګڼه يې د علامه رشاد انځور راغلی دی او د بګړۍ نوم د مجلې پر پښتۍ په ژړ رنګ د بګړۍ نوم لیکل سوی او ددې نوم په منځ کي د هلمند نوم په تور رنګ لیکل سوی دی او د رشاد بابا تر عکس لاندي د هلمند د عالي دارالمعلمین د ودانۍ عکس راغلی او وړاندي ورته دا جمله (بیا دي هلمند په خروښېدو راغلی) لیکل سوې ده او د مجلې پر اخره پښتۍ په انګلیسي ژبه په غټ لیک د بګړۍ نوم لیکل سوی او په لښکرګاه ښار کي د کرزي لوبغالي ښکلی انځور له ورزشکارانو سره یو ځای چاپ سوی دی. یاده ګڼه ټول ۷۲ مخه لري او ډېر موضوعات يې ادبي او فرهنګي بڼه لري او ټول مطالب یې ۳۲ دي د مجلې پيل د بګړۍ مجلې د ادارې له سرمقالې سره چي عنوان يې (بګړۍ که پګړۍ) شروع سوې ده د همدې مخ پر بل اړخ د رشاد بابا رالیږل سوی لیک، چي د علامه په خپل لاس لیکل سوی دی راغلی دی په یاده مجله کي د محمد اسماعیل شریعتیار له لوري یوه تاریخي لړۍ، چي عنوان يې (هلمند د تاریخ په اوږدو کي) را پیل سوې ده چي ددې لړۍ په هره کړۍ کي هلمند له بېلابېلو لیدلورو څخه په تاریخي ډول ترمطالعه لاندي نیول سوی ، څېړنيزي مقالې ورباندي لیکل سوي چې بيا په بګړۍ کي چاپ سوي دي او دا لړۍ د بګړۍ د چاپ تر ډېره روانه وه، د شعر او نظم برخه يې د مجلې په وروستیو پاڼو کي قرار لري ددې برخي لپاره د (د لونګو امېل) نوم غوره سوی او تر ۱۵ زیاتي غزلي او ازاد نظمونه راغلي دي او نور بېلابېل ادبي او هنري کیسې او لنډي ادبي ټوټې يې محتوا جوړوي. د بګړۍ د دوهمي ګڼي د ځینو مطالبو عنوانونه په دې ډول دي:
۱: سرلیکه ( اداره)
۲: بګړۍ که پګړۍ ( علامه رشاد)
۳: هلمند د تاریخ په اوږدو کي ( محمد اسماعیل شریعتیار)
۴: داسي بریښي چي قلم ( محمد اصف خواتئ)
۵: مینه او ګل (پیرمحمد کاروان)
۶: په کومه خوله به؟ (بریالی هلمند)
۷: په ملي هنداره کي (حبیب الله رفیع)
۸: د تصوف تاریخچه (هدایت الله سلطاني)
۹: بیا دي هلمند په... (صالح محمد صالح)
۱۰: نن معاشونه راوړي (عبدالنافع همت)
۱۱: ولي به نه ژاړم(طنز) (درویش خوندي)
۱۲: د ماشومانو لپاره (محمد خان واصفي)
۱۳: د پرون مشر (شریف الله دوست)
۱۴: د بسوګۍ واده (مرسل احمدزۍ)
۱۵: د ژمي سړه شپه (عبدالصمد روحاني)
۱۶:ځواني (علاوالدین سلطاني)
۱۷: هنرمندي (رازمحمد نظامي)
۱۸: د لونګو امېل ( بېلابېل شاعران)
نور په بله برخه کي. . .