د ساتنی او ټیکاو یا حراست او ثبات؟ د ډلی د اعلان سره سم لمړی یی په بطن کی اختلاف ترسترګو سو چی په پایله کی یی دوه ګونۍ مشرتابه رامنځ ته سوه او ورپسی د تیرو دوو ورځو کورنی او نړیوالو رسنیو ته په کتو ولس هم د هغه په وړاندی نه یوازی منفی غبرګون ښکاره کړ بلکه مشران یی په نامناسبو نومونو و ټکول.کاملا جوته ده چی دوه هغه کسان چی په کراتو یی په پارلمان کی د ریاست لپاره سیالۍ کړی دی یو ځل بیا د ضمنی اختلاف سره په یوه غونډه کی سره ټول سوه او بیا د مشرتابه سیالۍ ته اړم سوه استاد سیاف او قانونی دوه مساوی مشران دی چی د حراست او ثبات په راس کی زړه تربګنی را نوی کوی.
په دی وروستیو کی چی یوځل بیا د پاکستان او طالب سره د خبرو اترو ګنګوسی دی او کله خوشباورۍ د یو نوښت ترپولی پراختیا مومی هم مهاله په کابل کی د جناب کرزی کابینه او وکیلان سره را غونډ سوه ډیر چټک او تُند غبرګون یی د پاکستان او سولی اړوند ښکاره کړ چی په ترڅ کی یی حکومت ته هم ګواښونه وکړه.
د دی غونډی مشرتابه نا اشنا څیری ندی بلکه اکثریت د دوی د تیرو څورلس کلونو په بهیر کی حاکمان پاتی سوی وه له بله اړخه دوی د هیواد ستر پانګوال او شتمن هم دی د دی ترڅنګ ټوله د جګړی او ورانیو کافی تجارب لری اما ګُمان کیږی صرف د احتساب څخه ویره لری داچی ولی شاید له دی کبله ده چی سوله یی بد ایسی ځکه سوله په نهایت کی حساب کتاب میدان رامنځ ته کوی د قانون حاکمیت، عدلی او قضایی عدالت ، د مجرمینو محاکمه ، د غصب فساد او تجاوز ختمیدل د ځانه سره لری نو ځکه ځنی پخوانی چارواکی چی په دی ډول جرایمو ککړ دی نسی کولای سوله وزغمی.
د فشار او تهدید جوړښت چی د جهاد د قومندانانو لخوا اعلان سو د ټولنی په نازک پړاو کی چی درنه جګړه تپل سویده د کمزوری حکومت په وړاندی د نوری بی ثباتۍ هڅه ګڼل کیدای سی.په یوه تعبیر جهادی مشران د اوسنی حکومت او لیدلوری په وړاندی ستونځی رازیږوی، او په نهایی تعریف مخلوع او ترټل سوی حاکمان د بیا مقرریو په طمع ګواښونه کوی ، له بله اړخه د ځینو بیان ته په کتو اصلا د سولی نوم په دوی کی ناارامی راوستلی ده هغه ګنګوسو چی غنی هڅه کوی په کراره کراره د فساد او غصب ریښی وچی او د قانون د حاکمیت رامنځ ته کوی د دوی غضب را پارولۍ دۍ د انتقالی عدالت خبرو یی غوږونه ځوروی لکه څو ورځی وړاندی چی د کیفر نړیوالی محکمی په افغانستان کی د جنګی جنایاتو څیرنه وغوښتل.دا ټول هغه څه دی چی یو ډله مجاهدین یی مجبور کړه په ګډ دفاعی سنګر کی د ځان او خپلو شتمنیو د ساتنی په هیله سره را غونډ سی.
د پامه نه غورځی چی د نوموړی جوړښت ګډونوال تر ډیره د کورنۍ جګړی یا بشری ناورین ستر لوبغاړی دی چی په تیره لسیزه کی بیا په نورو جرایمو لکه غصب، چور، فساد، تجاوز، اختتافونو ککړ بلل سویدی نو ځکه ولس ته ستونځمنه ده چی بیا ځلی د دوی په ډرامو ځانونه وغولوی او کله چی ولسی ملاتړ نه وی نو بیا ناکامه هڅه بلل کیدای سی. هر هغه ګفتار او عمل چی پر حقانیت ، عینیت او واقعیت استوار نه وی یو نمایشی عمل یا بالاخره ناکامه هڅه ده.
شک نسته چی د احتمالی سولی په وړاندی ایران ، هند ، روسیه او چین هم ملاحظات لری او دا هیوادونه لږ او ډیر خپل اجنټان په کلیدی موقفونو کی لری ځنی د دوی هم د خپل سیمه ایزو رقابتو په اساس د سولی د روان بهیر سره موافق ندی هغوی هم هڅه کوی د بهیر د سپوتاژ په منظور د خپلو عُمالو په وسیله پوځی او سیاسی ګډوډی رامنځ ته کړی تر څو سوله ډرامه او عملی کیدل یی ارمانی خیال وښیی.
که د حراست او ثبات ناورین ته په ځیر وکتل سی ترکمن تبار یا جنبش پکښی ګډون نلری همدا رنګه هزاره ملیت چی ستر مشران یی خلیلی، محقق او اکبری دی د دی ناورین جز ندی د اسلامی حزب شورا هم غړیتوب نلری چی وقاد او همدرد او سباون یی مشران دی ارغندیوال یو فرد دۍ چی د نظار شورا تر سیوری لاندی شپی سبا کوی، همدا ډول نجات ملی او د پیرصاحب طرفداران هم ګډونوال ندی حتی امرالله صالح هم پکښی د ګډون څخه ډډه کړیوه خلاصه استاد سیاف او یونس قانونی غواړی د تورن سماعیل او پدرام په ملګرتیا د هیواد واک تر ولکی لاندی راولی خو ولس د جګړو څخه ستړۍ او جګړه مارانو ته په ښه سترګه نه ګوری تر اوسه د کابل ورانیدل او څه د پاسه د شپیته زرو کابلیانو وژل چور او چپاول چا ندی هیر کړی ولس داسی حاکمیت غواړی چی د خلګو نوامیس د بدماشانو او زورواکانو څخه په امن کی وی ، بیت المال محفوظ وی ، قانون حاکم وی ، عدالت تامین وی، بانکونه محفوظ وی نه داسی چی غوښی په پيشی ساتی او یا لیوه د رمی ساتونکۍ وټاکی.داودزی او انورالحق احدی د دوی په آند اوس هوښیار سویدی ګټه د جګړه مارانو په انډیوالی کی وینی هغه که مقام وی یا پیسی. دا جوړښت له پیله بیا تر ننه نه یوازی د ولس د منفی غبرګون سره مخ سو بلکه ډیر بد الفاظ یی ورته وکارول .(ازموده را ازمودن خطاست که ستم پیشګان را ستم پیشه است).