نن موږ د افغانانو د ستر او ویاړلي مشر، فخرافغان پاچا خان ۲۸ تلین په داسې حال ترسره کوو چې ټوله لره بره پښتونخوا، پېښور او چارسده لکه د ده د وفات د ورځې پشان، یو ځل بیا د ویر او ماتم پر ټغر ناسته ده!
نن د وحشت او تحجر دودپالو په چارسده کې د پاچاخان پوهنتون او د هغه په انګړ کې ځوان نسل په داسې ورځ په نښه کړ چې هلته پښتانه افغانان د پاچاخان د ۲۸ تلین لپاره د راټولېدو او غونډې په درشل کې وو. ویل کیږي په ننۍ خونړي برید کې ۴۰ تنه شهیدان او له ۶۰ زیات ټپیان شوي دي.
په دې پېښه کې د چارسدې پښتونپاله او تاریخپاله ځمکه یو ځل بیا لکه د ۱۹۴۸ کال د اګست د ۱۲ مې نېټې د چارسدې د بابړې پېښې پشان، د پښتنو د تعلیم یافته ځوانانو او استادانو په سپېڅلو وینو ولمبېده!
په چارسده کې یو وار بیا د بابړې خونړۍ پېښه تکرار شوه!
په ۱۹۴۸ کال د اګست په ۱۲ مه، د چارسدې په بابړه کلي کې د خدايي خدمتګار تحریک پر کارکوونکو، پوځیانو ډزې وکړي. ویل کیږي د هغه مهال د قیوم خان په مشرۍ د مسلیم لیګ سرکار امنیتي ځواکونو په ډزو تر ۶۰۰ زیات پښتانه وژل شوي وو.
بر افغانان چې هره ورځ، لکه نن کابل کې د کابورا پرودکشن په کارکوونکو برید ، د تروریستي پېښو شاهدان دي او د هغو درد په غوښو او هډوکو احساسوۍ، ځان د پاچاخان پوهنتون د شهیدانو په غم کې شریک بولي. نن په کابل او پېښورهممهال تروریستي برید څرګندوي چې تروریزم د پاکستاني او نړیوالو جاسوسۍ کړیو په مرسته د ډیورند د تپلې کرښې پر دواړو غاړو یوازې افغانان په نښه کړې دي. پر پاچاخان پوهنتون تروریستي برید چې په کلکو ټکو د غندلو دی، باید د تروریزم په وړاندې د لر اوبرو افغانانو ترمنځ د لایووالي لامل شي.
افغانان چې د پاچاخان د عدم تشدد لارې پلویان او لارویان دي، نن په سیمه کې د هغه تروریزم یوازینۍ موخه او قربانیان دي چې په پاللو او پیاوړتیا کې يي هیڅ راز ګټه او برخه نه لری او د نورو لخوا پرې تپل شوی دی.
د پاچاخان د تلین او په دې ورځ د هغه په نوم د پوهنتون او نورو افغانو شهیدانو اروا ته د دعا او ویرځپلو کورنیو سره د غمرازۍ په موخه غواړم ټولو افغانانو سره د پاچاخان لاندې کلام د هغه په خپله لیکنه شریک کړم.
قومي تحریک
د کامیابۍ لپاره اجتماعي تحریک او قرباني پکار وي نو د چا په زړه کې چې دا قسم جذبات او احساسات پیداکیږي،هغوی ته پکار دي چې په قوم وګرځي او ځان سره د دې قسم د احساس خاوندان ملګري پيداکړي او په شریکه د ظلم زیاتي او بې عزتۍ مقابله وکړي چې په قوم کې داسې ډله پیداشي او قوم منظم کړي نو کامیابي حاصلیدای شي او هغه قوم بیا څوک غلام ساتلی نه شي. د انفرادي او اجتماعي حرکت یو فرق دا دی چې حکومتونه انفرادي حرکتونه غلی کولی او ختمولی شي همدا وجه ده چې په انفرادیت کې ویره او ترس هم ډېر وي او حکومت اجتماعي حرکتونه وژلی نه شي، ځکه چې ویره پکې نه وي.
ډېر انفرادي حرکتونه چې ډېرو غښتلو پښتنو يي رهبري کوله مغلو، انګریزانو او پاکستان خاموش او ختم کړل، مګر د خدايي خدمتګار تحریک چې اجتماعي تحریک و، نه د پیرنګیانو ظلمونو، وژلو، وهلو، ټکولو، قیدونواو فریبونو ختم کړو او نه د پاکستان دوه دیرش کلو ظلمونو، شرمولو، وژلو، جایداد ضبطولو، قیدولو، پرمټونو او لالچونو ختم کړو. په پښتنو کې ډېر لوی لوی پاچاهان او مشران پیداشوي او تېر شوي خو هیچا په پښتنو کې اجتماعي ژوند او د اجتماعي ژوند فکر نه دی پیداکړی.
اولنی تحریک خدايي خدمتګار تحریک دی چې اجتماعي ژوند او هم فکر يي پیداکړ.
باچاخان(رح)
ــــــــــــــــــــــــ
د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ ۲۰ مه
سرلوڅ مرادزی