سوله او د امنیت بسیا په هېواد کې د ټولنیز ژوند د بدلون او سمون بنسټ جوړوي. له سولې او امنیت پرته، د مختګ او ښېراز ژوند سوچ نه شي کېدای او لکه د تازه هوا په څېر د هر جنګ ځپلې افغان د زړه هیله ده.
په طبیعي توګه په افغانستان کې د جګړې دوام له بهرنیو لاملونه سربېره په کور دننه هم ځیني څرګند لاملونه لري. په دغو لاملونو کې ځینې په نسبي توګه ثابت لکه زموږ د ټولنې عمومي وروسته والی، کلک سنتي چاپیریال، فقر او د سواد ټيټه کچه، خو ځیني نور يي له مهال او چاپیریال سره په تړاو لکه جنګي، سیاسي، ایتنیکي او استخباراتي ډلې ټپلې او د دوی موخې بدلیږي رابدلیږي.
د جګړې موخې او لوبغاړې دایمي نه شي پاتې کېدای او دوی هم یو خوا د ګټو او بلخوا د وخت او چاپیریال تر اغیز لاندې وي.
د دغو ډلو د جګړې منځپانګه او پېژند د هېواد د ملي او سراسري ګټو او ارزښتونو په محور ارزول کیدای شي او هغه ډلې چې پرون په دې یا هغه لامل د هېواد له ګټو سره په ټکر او یا هغه ډلې چې پرون هم په ټکر او نن هم په ټکر کې دي خو ځان تر یو ماسک لاندې په هېوادپالنه راپېژني بیا يی هم د هېواد د سراسري ګټو په محک ارزولای او پېژندلای شو.
نن هم تر ټولو لومړي د سولې او امنیت چارې او له دې چارو سره د ډلو ټپلو او شخصیتونو چلند او په دې اړه د دوی اندتوګه دهېوادني ګټو محک، جوړوي.
د بن په کنفرانس کې اسلامي ګوند، طالبانو او چپو دیموکراتو ځواکونو ته برخه ورنکړل شوه او له دولتي واک، په هېواد کې د سولې او امنیت او د هېواد د بیا ودانۍ په چارو کې له ګډون څخه بې برخې او ګوښه وساتل شول . په دې اړه د یوې بېلګې پتوګه د هېواد لوی او بېجوړې شاعر، ادیب، سیاستوال او ملي څېره سلیمان لایق وايی، زه د بن کنفرانس ته نږدې اوسېدلم، هیچا د هېواد د یو سپينږیري پتوګه ما ته په کنفرانس کې د ګډون بلنه رانکړه.
د بن په کنفرانس کې د دولتي واک زیاته برخه نظارشورا او جمعیت ته ورکړل شوه چې تازه يي په کابل کې ۷۰ زره کابلیان له تیغه تېر کړي ول. د دغه بې عدالتۍ په وړاندې اسلامي ګوند او طالبانو ټوپک راواخیست. زه نه وایم چې دوی ښه کار وکړ، دوی باید د سیاسي لارو په مټ مخې ته تللای وای، خو ایا نظارشورا او جمعیت کوم ښه کار ترسره کړي وو چې د دولتي واک په بر سر کې کښينول شول او د هېواد ټول واک ورته ډالۍ شو. بلخوا نظارشورا او جمعیت اوس هم ولې د دغو دواړو ډلو سره د سولې په خبرو کې مخې ته ډبرې اچوي!
د بن له کنفرانس وروسته چې جګړو کې هرڅونه افغانان وژل شوي نظارشورا او جمعیت يي په وژلو کې مسولیت لري او له دې مسولیته ځان نه شي ژغورلای. که طالب او اسلامۍ ګوند دې مهال جګړه کې افغانستان ته لوی سردرد پېښ کړي، نظارشورا او اسلامي جمعیت هم د هغو په څېر دولت له منځه خوړلې، جوړېدو او پياوړتیا ته يي نه دی پریښي او د جګړې اور يي له دېخوا تازه او په غرغنډو ساتلی دی!
خو که د جګړې د اور په بل ساتلو کې د ملامتیاوو دا بحث بل وخت ته پریږدو، اسلامي ګوند چې اوس د اشرف غني په مشرۍ دولت ته د دوستۍ لاس غځولی او چمتو دي د جګړې لار پریږدي، دا لاس چې نظارشورا او جمعیت يي د پریکولو هڅه لري، باید سالم پاتې شی او له سولې او امنیت سربېره هغه د هېواد په ودانۍ کې وکاریږي.
طالبان باید هم د اسلامي ګوند لار ونیسي او له افغان حکومت سره خپل ټول خپګانونه او غوښتنې د خبرواترو له لرې حل کړي.
ځیني کړۍ چې له نظارشورا او اسلامي جمعیت څخه اجوره اخلي او ځان روشنفکره هم بولي او د اینسټین په وینا خپلو فیشني دریشو او نیکټایانو ته ګوري، نه خپلو زړو او له وخته پریوتو اندونو او اندیښنو ته، دوی هم نظارشورا او جمعیت سره یوځای د سولې او امنیت په وړاندې خنډ کیږي او د خندا وړ خو لا دا چې د سولې او امنیت په وړاندې اساسي قانون څخه سپر جوړوي!
اساسي قانون دوی ته چاړه ښکاري، خپله پرې بادرنګ او هندوانې خورې خو د نورو په نس يي منډي. د ټولټاکنو په وخت، د اجرایه ریاست په رامنځته کېدو او په ډېرو نورو برخو کې اساسي قانون یا په ډاګه نه مني او يا يي په عمل کې ترپښو لاندې کوي، خو بیا اسلامي ګوند او طالبانو ته وايي چې اساسي قانون سره لیکه ده او نه ښايي د هغه پر سر معامله وشي. بیخي سمه ده، اساسي قانون سره لیکه ده ، خو دا باید د ټولو افغانانو لپاره یوشان سره لیکه وي او دلته استثنی ځای نه لري.
په کابل کې د اسلامي ګوند د پلاوي په مهال، دا کړۍ په ناستونونو، تکیه خانو او جوماتونو کې غونډې جوړوي، ګردي میزونه اجاره کوي او په نورو رسنیو کې يي یو زوږ پورته کړي چې بویه د اسلامي ګوند لښکرو د هېواد شمال فتحه کړ، دا ګوند غواړي شمال د وزیرستانیانو لپاره تخلیه کړي او وايي نږدې ده چې په نوم تاجک پرینږدی او ټول د امو په سیند لاهو کړي!
د سولې له بهیر سره د اسلامي ګوند د یوځای کېدو په درشل کې، د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور تور خوري او د مرکزي حکومت په وړاندې خپل باغیتوب اعلانوي او په ډاګه واي چې نوموړی څوک د بلخ ولایت څخه نه شي لیری کولای!
دا چې د غله په ږیره خس وي، څو تنه غله او ډاکوان ځانونه د قومونو د ګټو ساتندوی او ژغورندوی بولې. که دوی په واک کې وي، د قومونو ګټې خوندي او که نه، د دوی په اند قومونه اوبو وړې دی. په داسې حال کې چې د قومونو په منځ کې هیڅ ستونزه نشته او تل يي د وروڼو پشان ژوند کړی دی، دلته یو پر بل د کمښت او ډيرښت هیڅ خبره نشته!
بلخوا دا کړۍ اوس تازه راویښې شوي او وايي چې د سولې عالي شورا یوازې تنخواوې خوري او د سولې په تړاو هیڅ هم نه کوي. دا خبرې هغه وخت زوراخلي چې د سولې نوې شورا اسلامي ګوند سره خبرې یوې پایلې ته نږدې کړې دي او تمه ده چې له طالبانو سره يي خبرې هم ښې پایلې ولري. هغه مهال چې د سولې شورا مشر برهان الدین رباني او وروسته د هغه میراثخور صلاح الدین رباني په دې شورا کې ټومبلي ناست وو، دوی ټول ولې په کندوانو کې پټ وو، هغه مهال بویه په هېواد کې سوله او امنیت ټینګ وو او د حامد کرزي تر چپن لاندې د سولې شورا ډالري تنخواوې ټولې پرځای لګېدلې؟!
پکار خو دا ده چپ اړخه، اسلامي ګوند او د طالبانو په ګډون ټول هغه ځواکونه چې ځان په دولت کې له واکه بیرون ګڼي، په واک کې د بې برخیتوب له احساسه خوندي او په واک کې شریک شي.هغه سیاسي ډلې او ګروپونه چې د بېلو سیاسي تګلارو په لامل، نه غواړي دولت کې ګډون وکړي، هغوی ته د اپوزیسیون لار شته او جګړې ته پلمه نه پاتیږي!
په دې وروستیو کې اسلامي ګوند مشرانو په کابل کې د ښځو د اندیښنو د لیري کولو لپاره دهغو له ځينو استازو سره غونډه درلوده. داسې ورته اقدامات کولای شي د دې ګوند د چلند په اړه هغه اندیښنې چې څه يي ریښتیا او څه يي د نظارشورا او اسلامي جمعیت د بدو تبلیغاتو پایله ده، ورغوي.
د امن، ودان او اباد افغانستان انځور د ټولو افغانانو په یووالي او یو موټيتوب کې لېدلای شو!
د ۲۰۱۶ کال د اپریل ۳ مه
سرلوڅ مرادزی