د نظارشورا دملی سمبولونودماتول په تکل کښی

شنبه, اکتوبر 22, 2016

لیکونکی: ډآکتر نور احمد خالدی

ژباړه ونکی: روښان خادم

زمونږ د هیواد په اوسنی سیاسی او ټولنیز فضا کښی یو ډله خلک یو ډیر خطرناک فکر، او یا د نظار د شورا فکار، په ډیر شدت سره خپروی چې اساسا د ستمیانو( طاهر بدخشی) په افکاروپه فکری بنیادونو ولاړه ده چې هدف ېې د افغانستان د تاریخی، فرهنګی، سیاسی بنیا دونواودولت تخریب او د وروڼو، قومونو ترمنځه نه پخلا کیدونکی نفاق او شقاق پیدا کوول دی چی ددغه هیواد د تجزیی دپاره زمینه برابروی.

د احمد شاه مسعود نه مو په یوه بیانیه کښی چی خپلو شاګردانو ته یی کوله واوریدل چې ویلی يې و: (تاجکان ددغه ځمکی لومړنی اواصلی اوسیدونکی دی، کوچنی تمدن بیدا کوی او له همدی امله په ښارونو کښی دی، په هرځای کښی بازار ددوی په لاس کښی دی، په اورګون، او ګردیز کښی بازارونه ددوی په لاس کښی دی، پښتانه ددغه هیواد په جنوب کښی ژوند کوی یو بی فرهنګه قوم دی د تمدن نه وروسته پاتی دی او تراوسه یی رفتارهمدغه شان دی. په دوه دری سوه کاله کښی حکومتونه قومی ، خاندانی او ظالمانه وو ، نور یی خلک نه قبلوی ، نن ټول خلک مسلح دی.) بی ځایه نه ده چې په دی وروستیو کښی د هغه د شاګردانو څخه یو تن جاوید کوهستانی په صراحت سره پښتانه بی فرهنګه ګڼی او ادعا کوی چی په دغه هیواد کښی د اکثریت قوم نشته، اما دا ښاغلی دا هیروی چې ټولو انتخاباتی ټیمونوخپل سر کښی یو پښتون انتخاب کړی و او حتی عبدالله عبدالله یو ناساپی د خپل پښتنی نطفی په یاد کښی شوی دی.

آیا پښتانه لکه څنګه چې احمد شاه مسعود ویلی دی یو بی فرهنګه قوم دی؟ اتفاقا ددغه مسلی تحقیق ډیر اسانه کار دی. د تاجکو د لوړفرهنګ انعکاس په څه شی کښی دی؟ ایا د کرهڼی سیستم د تا جکو اسیدونکوپه مناطقو کښي لکه پنجشی، کاپیسا، پروان، غوربند، سالنګ، بدخشان کښی د پښتنو د اوسیدونکو مناطًقو په نسبت لکه ننګرهار، پکتیا، لغمان، کن، کندهار بهتر او پر مختللی دی؟ ددغه پوښتنی ځواب منفی دی. آیا کرهڼیز مناسبات په تاجکواوسیدونکو مناطقو کښی نسبت پښتون اوسیدونکو مناطقو ته بهتر دی؟ بیا هم ځواب منفی دی. نو بنا د تاجکو دا برتری د پښتنو په مقابل کښی په کومو عناصرو کښی منعکسه شوی ده؟ .د احمد شاه مسعود مثال په ارګون او ګردیز کښی د تاجیکو ښاری ژوند دی. آیا دا درسته اوصحیح ده؟ باید وویل شی چی تاجیک به اورګون او ګردیز کښی یو اقلیت جوړوی او دی اقلیتونوځمکو ته لاس رسی نه درلود. په ټوله نړی کښی په فیودالی ټولنه کښی د هر اقلیتی ټولنی ِخلک له نا چاره په حرفوی او تجارتی چارو بوختیږی. په کندهار، ننګرهار. پروان کښی هندوانواوسهکانو ته پاملرنه وکړئ. په ټوله نړی کښی یهودو ته توجه وکړی ټول دا اقلیتونه په تجارت مصروف دی خکه ځمکو ته لاس رسی نه لری نو بنا دا فرضیه درسته نه ده.

اولیور رای په خپل معروف کتاب کښی د افغانستان په باب د پښتنو مدنی کودونه یا (پښتونولی) یی دیموکرات بللی (ص۳۶) اولیکی په قومی زونونو کښی یو قوی مثبت سیستم وجود لری چې د پښتنو کودونه او جرګی په کښی شاملی دی ( اولیور رای ، اسلام او مقاومت پّه افغانستان کښی، کیمبرج، دوهم چاپ ۱۹۹۰م). پښتنولی له یوی خوا یوه ایدیو لوژی ده او له بلی خوایوه مدنی او حقوقی مجموعه جوړوی. مدنی قبایلی کودونه په خپل ذات کښی غیر مذهبی دی او د قانون په سطحه پښتونولی او شریعت یو د بل سره مخالف دی. اولیور رای لیکی چی په غیر پښتنی ټو لنو کښی جزایی قانون «شریعت» تشکیلوی مګر څرنګه چې نن شریعیت د یوه شعار په شکل باقی دی نوبل سیستم نشته چې د هغه ځای ډک کړی (ص۳۵) دداسی یو حالت طبعی نتیجه په غیر پښتنی محلاتواو کلیو کښی د زوراورانو ، دینی رهبرانو، او خوانینو مطلق حاکمیت دی چې افراطی بڼه یې په هزاره جاتو ښه لیدل کیږی . د پښتنولی موجودیت د پښتنو د یوه بډایه فرهنګ لویه نښه ده .

مجیب الرحمن رحیمی (دداکتر عبداله ددفتر رییس) ادعا کوی چي د روس او انګلیس د امپراطوریورقابت د یوه حایل او جلا کوونکی دولت د تشکیل سبب شو او نوم یی پری کیښود افغانستان. دداسی فکر لاررویان د افغانستان سیاسی هویت د امیر عبدالرحمن خان له وخته حسابوی، آیا دا برداشت او فکر صحیح دی؟ نه ، بلکل په هیڅ صورت درست نه دی. د سمر قند بالاحصار په کال ۱۸۶۸م کښی د تزاری عسکرو د حملو لاندی راځی او ښار د روسانو لاس ته ورځی. کال ۱۸۶۸م یعنی درست ۵۹ کاله کابل ته د مونت الفنستن د سفر څخه وروسته. کابل ته د الفنستن د سفر په وخت کښی روسانو په منځنې آسیا حمله نه وه کړی د بخارا حکومت په قدرت کښی واو د افغانی حکومتونو سره یې نیک او دوستانه اړیکی درلودل . باید ددی خبری ‌ذکر وکړم چي په هغه وخت کښی روسانو انګلیسانو ته هیڅ خطر نه و پیښ کړی بلکه فرانسه د انګلیس اصلی رقیب و. ښاغلی رحیمی په ډیره آسانې او ساده ګی سره هیروی چې په کال ۱۸۰۹م کښی کابل ته د مونت الفنستن سفر په حقیقت کښی د یوه قوی او پیاوړی پادشاه دربار ته و چې د هغه د حکومت په شمال کښی تاتاری مناطق، په غرب کښی فارس او په ختیح کی دهندوستان لویی می یې هم د تسلط لاندی و د الفنستون د کتاب نوم ته پاملرنه وکړی «د کابل د حکومت او د هغه د توابعو فارس،تاتاری او هند راپور ۱۸۴۲م» دا پادشاهی چې په هر نامه یادیده خو یو قوی او مقتدره دولت وچی انګلیسانو غوښتل په هند د کابل او ایران له لوری دفرانسویانو د احتمالی حملی په صورت کښی د هغه پلوی ولری . اته «۸» کاله مخکښی له دی انګلیسانو د قاجاری پادشاه سره هم همدا رنګه یو تړون امضا کړی و. دالفنستن د سفر یو بل هدف د همدغه پادشاه د سلطی لاندی د مناطقو نقشه کوول و، باید په یاد ولرو چې تردی دمه د هندوستان په شمال کښی د مغلی پادشاهانو بقایا موجود وو او د انګلیس دولت تر دی دمه د هندوستان اختیارات په رسمی بڼه په لاس کښی نه درلودل بلکی یوازی د شرقی هند کمپنی په بنګال ، مدراس،بمبی کښی د انګلیس د ګټو ساتنه کووله . کابل ته د الفنستن د سفر نه (۵۰) کاله وروسته دهلی د مغلو د امپراطوری پایتخت د انګلیس لاس ته ورځی . الفنستن د اروپايې تعامل او رواج سره سم چې ددولتونو یادونه د هغوی د پایتخت په نامه کوی لکه : لندن داسی وویل ، واشنګتن دارنګه اقدام وکړ خپل کتاب يې « د کابل حکومت راپورد هغه د تاتاری ، فارس، او هندوستان د توابعو سره »ونوماوه په داسی حال کښی چې د :کتاب پّه هره صفحه کښی د افغانستان نوم په کراتو کراتو ‌ذکرشوی دی لکه: د افغانستان دریابونه، دافغانستان غرونه،دافغانستان نفوس،د افغانستان حدود، د افغانستان قومونه او داسی نور اما رحیمی د خپلی ادعا د ٍثبوت دپاره صرف د کتاب په نوم اکتفا کوی. د انګلستان حکومت الفنستن د افغان پادشاه دربار ته چې له کشمیراو پنجابه تر نیشاپور د آمو جیحون څخه د عمان تربحیری پوری ځمکی يې د لاس لاندی وی د دری سوه تشریفاتی عسکرو، د احترام ګارد ، لسهاو مورخین ، جغرافیه پوهان،نقشه جوړونکی، د نباتاتو او زراعت محققین، او د خلک پیژندونګو سره لیږلی و. کوم دولت چې په هغه وخت کښی موجود و او په کوم نامه یادیده هیڅ عملی اهمیت نه لری ، انګلیسانو دا حکومت په هندوستان کښی د خپل پرمختګ او نفوذ دپاره خطر ناک باله او آرزو یې داوه چې په هندوستان د فرانسویانو د احتمالی حملی مخه پری ونیسی نو غوښتل یې چې ددغه مقتدر او زړور پادشاه په وړاندی د خاص احترام په ښودولو سره دهغه سره نیک روابط ټینګ کړی.

رحیمی د الفنستن کتاب د شاه شجاع سره قرارداد ګڼی او دا یوه ستره سهوه ده . د الفنستن کتاب په (۱۸۴۲م) کښی ۳۶ کاله کابل ته د هغه د سفر څخه وروسته چاپ شو یو علمی او تحقیقی کتاب دی چې د انترپولوجی (انسان پیژندنی) د اصولو پّه اساس لیکل شوی دی چې په هغه کښی خلک،اقوام ،دولت ، آب و هوا ، کرهڼیز پیداوار، نفوس، جغرافیه، غرونه، لاری،او د مملکت نوری ځانګیړنی ‌ذکرشوی دی . دا د ضرورت مهم معلومات د هغه سره د تحقیقی هیْت د غړو په وسیله په ټول هیواد کښی د یوه کال په موده کښی راټول شوی دی چي د لومړنیو رفرنسونو څخه پګښی استفاده شوی ده . د شاه شجاع سره معاهده چې د فرانسویانو د احتمالی حملی د مخنیوی په خاطر شوه هغه یوه بلکل ځانګړی موضوع ده . خو دا معاهده د اجرا څخه مخکښی د شاه شجاع د ورور په وسیله د شاه شجاع د خلع کیدو سره له منځه ځی.

کله چې د الفنستن دا کتاب ( د کابل د حکومت راپورد هغه د تاتاری، فارس، او هند د توابعو سره) لولی نو سړی تعجب کوی چي ښاغلی رحیمی دا کتاب په بشپړه دول لوستی او یا دا چې د افغانی امپراطوری د ذلیله کولو په خاطر یې د هغه په نوم اکتفا کړی؟ رحیمی ادعا کوی چې الفنستن په دغه سفر کښی یواځی د افغانانو یعنی د هغه په فکر يوازی د پښتنو مطالعه کړی ده. دا خبره کاملا غلطه ده الفنستن د خپل کتاب په دولسم فصل کښی ددیارلسو پاڼو څخه په زیاتی پاڼی د افغانستان د تاجکو په باب اختصاص کړی چې په هغه کښی د غرونو تاجک ، بره کی تاجکان ، او فرمولیان په تفصیل سره تشریح شوی دی په دغه مبحث کښی د افغانستان د هزاره ګانواو ازبکو په باب هم لیکل شوی دی رحیمی وایی : ( الفنستن ولیدل چې افغانان د خپل هیواد دپاره نوم نه لری او ځنی يې خراسان بولی او دا خلک د کابل د جنوب څخه د سند تر دریابه ژوند کوی او زه ددوی د هیواد نوم افغانستان ږدم.) دا د الفنستن څخه یو غلط او مغرضانه نقل قول دی. الفنستن په خپل کتاب کښی لیکی : (افغانان خپل هیواد ته مشخص نوم نه لری بعضی خلک یې خراسان بولی، بعضی يې افغانستان او بعضي یې پښتونخوا ، خراسان صحیح نه دی ځکه د هغه ډیره کمه برخه په کښی شامله ده، او پښتونخوا ما شخصا نه ده اوریدلی، الفنستن هیڅ نوم نه پیشنهادوی خو په خپل ټول کتاب کښی دکابل د پادشاه د تسلط لاندی ځمکې د جورج فوستر په حواله چې ۲۶ کاله د الفنستن د سفرڅخه مخکښی په کال (۱۷۸۳-۱۷۸۲م) ګښی دغه منطقی ته سفر کړی و ورته « افغانستان » وايې .الفنستن د خپل کتاب په هر برخه کښی د افغانستان نوم استعمالوی . رحیمی وايې : د افغانستان نوم له هغه منطقی څخه اخستل شوی چی فعلا د افغانستان د سیاسی محدودی څخه بهر ده هغه وایی دا نوم په کل باندی د جز نومول ده . آیا دا ادعا ګانی صحیح دی؟ نه بلکل غلطی ادعاوی دی. انګلیسی جورج فوسترد اعلیحضرت تیمورشاه په وخت کښی کابل، کندهار،هرات ته سفر کړی او په ځبل کتاب کښی يې ټولی هغه ځمکی دافغانستان په نامه یادی کړیې چې د جمعی د لمنځونو په وخت کشي خطبه د هغه (تیمورشاه) به نامه ویل کیده . انګلیسی جورج فوسترچی په کال ( ۱۷۸۳-۱۷۸۲م) یعنی ۲۶ کاله مخکښی د الفنستن څخه د تیمور شاه په زمانه کښی د کشمیر،کابل، کندهار، هرات،مشهد،روسیې او لندن ته سفر کړی د هغه د کتاب نوم دی :((د بنګال څخه انګلستان ته سفرد هند د شمال کشمیر ، افغانستان، او فارس له لاری)) د افغانستان نوم نه یوازی دا چې د جورج فوسترد کتاب په عنوان کښی راغلی دی بلکی د کتاب په متن کښی په کراتو کراتو ذکر شوی دی . جورج فوستر لیکی : افغانان بومی خلک دی چې هیواد يې د تاتاری غرونو څخه د کامباج تر خلیجه (په هند کښی ګجرات ته نږدی) دسند دریاب او فارس تر خلیجه غځیدلی دی (جورج فوسترص۷۴ دوهم جلد) پاملرنه وګړی جورج فوستر په دی ځای کښی د افغانستان ټولو قومونو ته د «افغان» خطاب کوی. جورج فوستر په یو بل ځای کښی لیکی : نادر افشار په فارس د افغانانو د تسلط د ختمولو څخه وروسته صفوی طهماسب خلع کوی او د یوی ستری قوا سره افغانستان ته داخلیږی ( جورج فوستر ۹۲پاڼه، دوهم جلد) ددی خبری رانقلول ددی دپاره مهم دی چی جورج فوستر افغانی خراسان د (افغانستان) په خاوره کښی شمیری.

لطیف پدرام په ۲۰۱۵م کال کښی په یوه تلویزیونی وینا کښی وویل: ( افغانستان باید په رادیکال شکل بدل کړو، هغه فرصتونه چې مونږ ته بین المللی قواوو برابر کړی باید تری استفاده وکړو او ملی سمبولونه مات کړو، محلی قوتونه جوړ کړو او په غیر پښتنی ولایاتو کښی د خودمختاری اعلان وکړو.) دا ډلی او صفونه نن تر هغه وړاندی تللی دی چی بعضی يې هغه څه چې ملی هویت یې ګڼو د پوښتنو سره مخ کوی، یو عده په دغه ملک کښی د ملت په موجودیت باور نه لری او خپل قومې هویت لوړ ګڼی او ځان ته افغان نه وايې د افغانستان نوم د جز له خوا په کل ګڼی، دوی په افغانستان کښی مروجه دری ژبی ته چې د افغانستان د خلکود ملی هویت د بنیادونو یو جز دی په سپکه ګوری او تحقیروی يې، د طلوع او (یک) د تلویزیونو نطاقان او خبرنګاران کوښښ کوی لګیا دی د ایرانی فارسی په لهجی سره خبری کوی ، او د یو عده هغه خلکو کوښښونه چې د ایران د فرهنګی هجوم په مقابل کښی په هیواد کښی د مروجه دری اصطلاحاتود ساتلو پلوی کوی هغه د پارسی ژبی سره دښمنمی ګڼی. ډیره د تعجب او حیرانتیا خبره داده چې د پرون ورځی د (ح.د.خ.ا) انترناسیونالستان د نظار د شورا په همرنګی کښی د ضد پښتون سکتاریست طاهر بدخشی د (ستم ملی) په خوا کښی ولاړدی او د پښتنوسره په دښمنی او توهین کولو مصروف دی . ددغه سیاسی فکرپلویان له نظره د افغانستان اوسنی جګړه یوه قومی جګړه ده چې په یوه خوا کښی پښتانه او بله خوا کښی تاجک هزاره واقع دی . دا هماغه نظر دی چې د پاکستان پخوانی جمهور ریس پرویز مشرف يې تبلیغ کاوه او د هغه په پلوی يې امریکا او انګلستان قانع کړل چې طالبان دښمن ونه ګڼی. ددغه سیاسی فکر د مبلغینودپاره ټول پښتانه طالبان دی په حکومت کښی د پښتنو مشران طالب پرسته دی د پښتنو څخه پلوی او حمایت د طالبانو څخه پلوی ده. ددغه سیاسی فکر مبلغین په اساسی قانون کښی د ملیت د تعریف (افغان) چې په افغانستان کښی ټولو اوسیدونکو ته اطلاق کیږی عقیده نه لری د افغانستان د ملت د موجودیت څخه انکارکوی او ځانونه افغانان نه ګڼی .سلیم آزاد په کال ۱۳۹۴ د سنبلی د میاشتی په ۴ نیټه د (۸صبح) د ورځپاڼی په وسیله پیشنهاد کوی تر څو ډاکټر عبدالله او د هغه پلویان د اساسی قانون لویه جرګه دایره کړی تر څو د افغانستان نوم او د افغانستان د خلکوملیت تبدیل کړی. مګر دا هماغه خلک نه دی چې همیشه يې لویه جرګه د قبیلوی سیستم بدوی جز باله او دهغه دایرول يې په اوسنیو شرایطو کښی لازم نه ګاڼه خو اوس یې چې د خپلو ګټو موضوع ده څنګه غواړی چې د لویی جرګی څخه ناوړه او غلطه استفاده وکړی.

دافغانستان په تاریخ کښی دری دوری دتیارو دورو په صفت درج دی؛ د کلکانی حکومت (۱۹۲۹م)، د ربانی حکومت (۱۹۹۲-۱۹۹۶م)، او د طالبانو حکومت (۱۹۹۶-۲۰۰۱م). حبیب الله کلکانی د امانی دولت ټول اقدامات چې د یوه متمدنی اود معاصرعلم او تکنالوژی په بنیادونو د جوړیدو په درشل کښی وشنډ کړل او دهغه د نهه میاشتو حکومت په نتیجه کښی زمونږ هیواد په لسهاوکلونه د وخت د معارف او تمدن څخه وروسته پاتی شو. په مجاهدینو حکومت کښی د نظارد شورا قوماندانانوحاکم نفوذ دمجاهدینود مختلفو ډلوترمنځه د خونړیو جګړو سبب شوچې هری ډلی د خپل نفوذ لاندی ساحو د کنټرول او پراختیا په خاطرټول هیواد په کنډواله بدل کړ، د مرکزی دولت نفوذ، دقانون حاکمیت له منځه ولاړ اوهیواد په عملی توګه د جګړه مارانوترمنځه تقسیم شو. دوهمه برخه بی ځایه نه ده چې ووایو دطالبانو ظهور په ۱۹۹۵م کښی او دمجاهدینود حکومت په سقوط کښی د هغوی بی څاری کامیابی د کابل او ولایاتو تسخیر په کال ۱۹۹۶م چی اکثرآد جګړی نه بغیرتسخیرشوی ، له یوی خوا د پښتنو د نشنلیزم عکس العمل و او له بلی خوا په کابل باندی دیو بی سره او بی جلبه حکومت څخه د خلکو نا رضایتی وه . اما متاسفانه طالبانود وسطی پیړیو یو مختنق مذهبی حکومت په مملکت باندی حاکم کړو چې د هغوی سقوط په کال ۲۰۰۱م کښی د امریکایی قواو له خوا د محلی ملیشه قواو په مرسته، اود بن دموافقو په اساس د دیموکراسئ او اساسی قانون بر بنیادونو د حکومت جوړیدل دخلکواو خصوصا د روښانفکرانودهرکلی او پلوئ سره مخ شو. د پاکستان په مرسته د منځنیو پیړیو مذهبی نظام (۱۹۹۶م -۲۰۰۱م) تسلط دټول افغان ملت خصوصا پښتنو پّه لمن یوننګینه لکه او داغ حسابیږی. اوپه تیرو دیارلسو کلونو کښی ددغه ډلی دجهل پرستئ او تروریزم ستره قربانی هم دپاکستان سره په سرحد کښی دولایاتو اوسیدونکی پښتانه دی.

په ۲۰۰۱م کال کښی د امریکا د هوایی قواوو په وسیله او د ملیونو ډالرو او تسلیحاتی مرستو په ورکړه د ملیشه قواوو په پلوی سره طالبانو د حکومت سقوط افغانستان یو ځل بیا د جنګسالارانود نفوذ په حوزو بدل کړ . په بلخ، سمنګان، جوزجان، او فاریاب کښی دوستم، عطامحمد نو، محقق، په هرات کښی اسماعیل خان، په کندهار کښی د حامد کرزی ملیشه او ګل آغاشیرزی، په ننګرهارکښی شرقی ملیشه قواووی ( حاجی قدیر، حضرت علی) او داسی نور قدرت ته ورسیدل. د کابل څخه د طالبانو په بیړه وتلو سره سم د نظارشورا ملیشه وو په کابل بدون له جګړی تسلط پیدا کړ او د حکومت واګی يې په خپل لاس کښی ونیولی . د بن د کنفرانس څخه جوړ شوی دولت په حقیقت کښی په مملکت کښی ددغه منطقوی قدرت ویشنی یوسیاسی انعکاس دی چې تر اوسه وروسته له ۱۴ کالومرکزی دولت ونشو کړای مرکزی حاکمیت په مملکت کښی ټینګ کړی . د نظار د شورا په وسیله د کابل تسخیراوددوی سره د بین المللی قواو پر له پسی مرستو او همکاریوهغوی ته داسی شرایط مهیا کړل ترڅو د نظار شورا او د هغوی پلویان په يونا انډول ډول سره په یوه قوی سیاسی او نظامی قوت بدل شی ، د نظار د شورا ټولو قوماندانانو د ملی اردو جنرالانو په حیث ارتقا وکړه او په تیرو ۱۴ کالو کښی يې د حکومت اکثره سیاسی،نظامی، اداری، اومهم مقامونه يې د خپل اختیار اوتصرف لاندی کړل او څرنګه چې دجمهوری ریاست د ۲۰۱۴م کال انتخاباتو دا خبره څرګنده کړه چې په هیڅ صورت حاضرنه دی چې دا سیاسی، نظامی، او اداری قدرت دلاسه ورکړی حتی د هغه په متناسب شراکت هم راضی نه دی. په وروستیو کښی شواهد دا څرګندوی چی د نظارشورا د عبدالله عبدالله په مشری په دولت کښی ددوهم مقام څخه ستړی شوی دی او غواړی خپله حکومت تشکیل کړی. دا ډله د قانون حکومت او دیموکراسی ته احترام او عقیده نه لری پرون عبدالله عبدالله د حکومت د دوهم شخص په توګه خپل جمهور ریس ته دبی کفایته خطاب وکړ، یو والی د عطامحمد نورپه کالبد کښی جمهور ریس ته وایې چې: ته ما نشی برطرفه کولی او زما د برطرفئ صلاحیت نه لری، او نن امان الله ګذر وایې چی کابل به بیا د وینواو خاورو سره یو رنګ کړم. له دی نه زیاته انارشیګری هیڅ دولت نه قبلولی شی او نه یې باید قبول کړی. سقویانو د اغتشاش، کودتا، او موازی حکومت جوړولو ناری سوری پیل کړی دی. دسقویانو قدرت ته رسیدو مخنیوی د افغانستان د ټولو روښانفکرانو وظیفه ده.

فوزیې افشاری په خبل فیسبوک کښی ولیکل : ((په یو ځای کښی مې واوریدل چې د جمعیت اسلامی حزب او شاید هم حبیب کلکانی د افغانستان د فارسی ژبو رهبران دی . که د فارسی ژبو بیسواده او کم سواده قشر په نظر کښی ونیسو شاید دا خبره واقعیت ته نږدی وی اما د فارسی ژبوپه روښانفکرانو کښی چې دیر وسیع دی رهبر درلودل او دچا پسی تګ چندان رواج نه لری او نه دومره واجب الاحترام موضوع ده.)) پورتنی لیکنی ما ته دا امید پیدا کړ چې تر اوسه هم ویښ او بیداره وجدانونه شته چې د قومی تنګ چوکاټ څخه بهر فکر کوی . ما په فیسبوک کښی لوستی چې په سلهاو پښتانه ملاعمر، امین اوحکمتیار د خپلو فکری نماینده ګانو په حيث نه پیژنی. امید لرم چې د غیرپښتنو قومونو زیات تعداد روښان فکره د فوزیه افشاری هم غږی شی ددیموکراسئ ضد ارتجاعی عناصرو ، غلو ، چپاولګرانو، جنګسالارانو، زوراورانو،څخه ځانونه لیری وساتی دافغانستان د مظلومواقوامو تر منځه د وروری ،خورولی او همکاری تبلیغ پیل کړی. ددغه هیواد مشکل قومې او ژبنی نه دی بلکه بی عدالتی، فساد،مذهبی تسلط، ارتجاع او وروسته والی دی. په هماغه اندازه چې زمونږ هزاره وروڼه په بامیانو کښی د بی عدالتی پسمانی اوفساد څخه سر ټکوی په هماغه اندازه په پروان ، بلخ ، پکتیا ، ننګرهار، او بدخشان کښی زمونږ تاجک او پښتانه وروڼه هم تری سر ټکوی. د افغانستان د قومونوجینیتیکی مطالعاتوچی د انګلستان د پورت سموت د پوهنتون له خوا د افغانستان په قومونوپه تیرو کلونو کښی اجرا شوی او نتایج یې د یوی تحلیلی مقالی په ترڅ کښی په۲۰۱۲م کال د مارچ د میاشتی په اتمه نیټه د پلوس وان په جریده کښی خپاره شوی دا څرګنده وی چی د افغانستان تاجک او پښتانه قومونه یو د بل سره ډیر جینیتیکی شباهتونه لری او همدارنګه ښیې چې د افغانستان پښتانه او تاجک قومونه د هندوستان د شمال او غرب داقوامو سره ډیر نږدی دی نسبت قفقاز شمال ، ننی ایران، او اروپایې قومونوته. دا نتیجه ګیری دا تیوری غلطه ثابتوی چې ګویا اریایې اقوامو د قفقاز دشمال څخه اوسنی افغانستان او بیا له دی ځایه هند ته مهاجرشوی دی. دا مطالعات ددی خبری عکس ثابتوی په دی معنی چې د افغانستان پښتانه او تاجک اقوام د هند د شمال نه راغلی دی.

په تیر ونژدی دری سوه کلونو کښی د افغانستان د دولت ددوام بنسټونه یوهم د پښتنو قبیلوی مناسبات دی . په دی کښی شک نشته چی جرګي او لوی جرګي د پښتنو د قومونو سنت دی اوهیڅوک هم دا ادعا نه لری چې دغه ټولنیزسازمانونه د غربی دیموکراسی د اصولو پراساس پراخه شوی دی . اما د تاریخ په اوږدو کښی همدغه جرګو دافغانستان په ملت کښی کډو ټولو قًومونوته د سترومهمو ملی مسایلواوموضوعګانوپه برخه کښی د یوه ګډ تصمیم د نیولو زمینه مساعده کړی ده . ددی نږدی کلونوڅومثالونه په نظر کښی نیسو، د بن د کنفرانس تصمیمونه دلوی جرګی د تصویب څخه وروسته مشروعیت وموند. په هغه پسی د ۲۰۰۴م کال لویې جرګی د افغانستان د اسلامی جمهوریت اساسی قانون تصویب کړ . زه د تاجکو ، هزاره وو، اوازبکو یو مشرهم په یاد نه لرم چې دا دوه لويې جرګې یې د وروسته پاتی قبایلی سنت په حیث تحریم کړی وی. اما کله چې په ۲۰۱۳م کال کښی د کرزی د حکومت له خوا مشورتی لویه جرګه دایره شوی وه د عبدالله عبدالله د ډلی له خوا دارنګه تحریم وشو. د لویې جرګی په تحقییر او ذلیله کولو يې اقدام وکړاو د هغه دایریدل یې د پارلمان په موجودیت کښی یو قبیلوی مردوده عنعنه وګڼله . عبدالله او دهغه پلویانو داسی فکرکاوه چې حامد کرزی لویه جرګه راغوښتی ده چی د هغه په وسیله د امریکا سره امنیتی تړون لاس لیک رد کړی، حامد کرزی داسی توقع درلوده اما دهغه دغوښتنی او آرزو برخلاف لویې جرګی د امریکا سره امنیتی پلان امضا تأیید کړاو دا یې وښوده چې کولای شی د حکمرانانو د نفوذ او نیت څخه بغیر مستقل تصمیم ونیسی. خود ډیر تعجب ځای دادی چی همدغه عبدالله عبدالله او پلویان یې غواړی بله لویه جرګه را وغواړی ځکه یوازی او یوازی لویه جرګه کولای شی د افغانستان په اساسی قانون کښی تعدیل راوړی او په هغه کښی یونوی مقام « صدراعظم» د افغانستان په تشکیل کښی زیات کړی او د افغانستان په دولت کښی دهغه رول ته مشروعیت ورکړی.

هغوی چې د طالبانو غورځنګ خاص د پښتنوغورځنګ ګڼی د «پښتونولې» په کودونوکښی د طالبانو د نهضت دژور مذهبی ماهیت د پټو تضادونو څخه بی خبره دی. صاحبنظر مرادی لیکلی و: (احمد خان ..... د خپلو قومی مشرانو د لارښوونی په خاطريې ددغه کودونو څخه لکه د یوی دینی، سیاسی ، او نظامی اساسنامی په ډول کار واخیست، د هغه د مقرراتو د تدوین څخه داسی څرکندیږی چې احمد خان په فقه او د اسلام په سرتاسری شریعت اکتفا نه ده کړی د خپل قبیلوی نظام د تنظیم لپاره یې یو لړخاص مقررات وضع کړل). د احمد خان ابدالی په وسیله د مقرراتود وضع کوولو څخه هدف دا وو چې ((پښتونولي)) لکه چې پورته مو د آلیور رای له قوله وویل: «چي د قانون په سطحه د شریعت سره مخالفت لری». د پښتنو په کلیواو بانډو کښی د ملا مقام او حیثیت داسی نه دی لکه چی د افغانستان په غیر پښتون اوسیدونکو مناطقو کښی چی دی خصوصا دهزاره اقوامو په منځ کښی چې د هغه مظاهر په تلویزیونو کښی د محقق پلویانوله خواد هغه د لاس ښکلولوڅخه په څرګنده ښکاری. د هزاره جات دشیعییانو په منځ کښی د ملا او روحانی مقام د رهبراوتقلید مرجع ده. ملا د پښتنو په ټولنه کښی داسی مقام نه لری. اکثرا دا ملایان د پښتنو جرګو ته نه غوښتل کیږی . د پښتنو په سنتی ټولنه کښی د ملا رول مشورتی رول دي نه تصمیم نیوونکی له دی جهته د طالبانو او دپښتنو دعنعنوی نظام تر منځه یو تضاد موجود دی. باید په یاد ولرو چی طالبان د پاکستان په قبایلی سیمو کښی د مدرسو لاسه ته راوړنه ده. اکثره دا خلک د مهاجرینو په کمپونو کښی زیږیدلی او لوی شوی دی او د وهابی اسلام او محمدی شریعت د بی پوښتنی تطبیق تدریس ورته شوی دی چی دسعودی عربستان په پیسو او د سعودی عرب پاکستانی وهابیت له خوا اجرا کیږی. ددغه افرادو په وجود کښی د تاریخی افغانستان پوری دتعلق حس، دافغانستان ملی ارزښتونه، د پښتونولئ او افغانی ناسیونالیزم احساس نشته. ددی خبری یو مثال د بامیانو د بودا د مجسمو په تخریب کښی لیدلی شو. په بامیانو کښی د بودا مجسمی د پښتنو د دری سوه کاله عنعنوی دولتونو د ژوند په موده کښی د ملی او تاریخی سمبولونو په حیث سالم ساتل شوی و. په داسی حال کښی چې طالبانو د خپل مذهبی تعصب پراساس خصوصا د پاکستان د آی اس آی د متعصبینو سره په لاس درلودلو او د هندوستان سره په ضدیت کښی دهغه د تخریب څخه خوند واخیست. خو بیا هم طالبانو د پښتنو په کلیو او ولسونو کښی په هغه امورو کښی د لاس وهنی جرت نه درلود چې د پښتونولی د اصولو پر اساس اجرا کیدل.

باید په نظر کښی ولروهغه دولتونه چې په اصطلاح په قبیلوی نظام متکی ووپه داسی یو کثیرالقومی مملکت کښی لکه افغانستان چی ټولی تاریخی ځمکی لکه خراسان، بلوچستان، زابلستان، کابلستان، ترکستان، بدخشان، غرجستان، او داسی نور پکښی شاملی وی د دری سوه کلونو دپاره بدون له دی چی کوم جدی حرکت او یا تجزیه غوښتنی يې په مقابل کښی وشی دوام وموند. جالبه داده چي دتیرو اخیروجمهوری ریاست د انتخاباتو (۲۰۱۴م) د لسو څخه ډیرو کاندیدانو په سیاسی او ټولنیزو پروګرامونو کښی نه یواځی دا چی د تجزیه غوښتنی په باب څه ونه ویل شول بلکه د فدرالی نظام ذکرهم نه و شوی . ددغه سیاسی استقرار د عواملو په باره کښی توماس بارفیلد په خپل کتاب کښی چی «دافغانستان فرهنګی او سیاسی تاریخ» نومیږی لیکی : « ګرچې درانی پادشاهان دکال ۱۷۴۷م څخه تر ۱۷۸۷م دپښتنو د قبیلوی نظام څخه راپورته شوی و خو د خپلی زمامداری د تسلسل دوام یې په داسی حکومتی مدل متکی کړ چې په کورنی کښی دننه دمراتب پر سلسلئ بنا و.» (توماس بارفیلد ص ۴) په دی طریقی سره پښتنو زمامدارانو وکولای شول چې د سلطنت او زمامداری نور مدعیان د قوم او قبیلی د حلقی څخه بهر کړی او په یو خاصه کورنی محدوده کښی يې وساتی چې ممکنه جګړی او جدالونه را کم کړی. د افغانی دولتونونږدی دری سوه کاله تاریخ په مملکت کښی د ټولو اوسیدونکو د ښه ګډ ژوند کولو حکایت کوی.په دی کښی هیڅ شک نشته چی افغان پادشاهان لکه امیرعبدالحمن خان او دهغه خاندان مخکښنی او وروستنی شاهان مستبد شاهان وو. دا استبداد په ټولو مخالفینو باندی بدون د قوم او نصب په نظر کښی نیولو سره اجرا کیده. د پښتنو ډیری کورنئ د خپل ځای او کور څخه د هیواد نورو ځآیو ته تبعید شوحتی د نادرخان او د هغه د ورونو په زمانه کښی بعضی خلک لکه د ننګرهاردخوګیاڼو ملک قیس د کنړ دمیر زمان خان کورنئ د هیواد په نورو مناطقو کښی تبعیدی ژوند تیرولو، ملک خان عبالرحیمزی د مالیی وزیر ډیر عمر په زندان کښی تیر کړ. دا مستبد دولتونه و خو دا استبداد په ټولو اقوامو او مذاهبو کیده. دپښتنو اوسیدونکو مناطق په اصطلاخ د پښتنو د سلاطینو د زمامداری په وخت کښی په اقتصادی ټولنیز، مواصلاتی ،مخابراتی ، او انرژی له لحاظه د غیر پښتنو اوسیدونکو سره د مقایسی په لحاظ یوازی دا نه چی په بهتر حالت کښی نه وو بلکی بدترین شرایط یې درلودل او لری یې .

که چیری افغانستان یو باسواده، صنعتی او مترقی هیواد وای کیدی شو چې سیاسی حاکمیت د پښټنو، څخه په دیموکراتیک ډول د آزادو انتخاباتو له لیاری منتقل شوی وای. اما متاسفانه داسی نه ده ، د بروفیسور امین صیقل په وینا « دامریکا او د هغه د متحدینو نظامی مداخله ددی سبب شوه چې په افغانستان کښی اقلیت قدرت ته ورسیږی» مګر اوس دا اقلیتونه حاضر نه دی چې سیاسی قدرت د آزادو انتخاباتو له لیاری بیرته د پښتنو سره شریک کړی ، نوبی ځایه نه ده چې لطیف پدرام وايې: ( ددغه فرصت څخه چې بین المللی قواوو مونږ ته مساعد کړی بهتره استفاده وکړو او خبره یو طرفه کړو او په غیر پښتون ولایاتو کښی د خود مختاری اعلان وکړو.) د هزاره پیوند به ویبلاګ کښی د محمد سعیدی په لیکنه کښی لولو «تر څو باید خاموشه اوغلی پاتی شوتر هغه چې مګردا دیو له خوبه را پاسیږی اودا دیو اخر له خوبه راویښیږی ». افغانستان دټولنیز او سیاسی جوړښت له نظره یوعنعنوی هیواد دی چې د قومونودتړونونوپر بنا اتکا لری برسیرپر دی ۳۵ کاله دداخلی جګړو، فرقه ای، تنظیمی او د اجنبیانو لاس وهنو قومی، ژبنی ،سمتی اختلافونه په افغانستان کښی نورهم ژور او قوی کړل . په یو عنعنوی هیواد کښی هر کله چې خلکو ته يې په دیموکراتیک ډول د انتخاب او رای حق ورکړ شی بدون له ځنډه د خپل قوم پوری تړلی کاندید ته رایی ورکوی دورستنیو انتخاباتونتایجو دا حقیقت ښه را څرګند کړ. د انتخاباتی تقلب او یو عده روښانفکرانو درایوڅخه پرته، تاجک تاجک ته ، پښتون پښتون ته ، هزاره هزاره ته ، اوازبک اوزبک ته رایې ورکړه او د روښانفکرانویو ستر تعداد له دغه قاعدی څخه مستثنی نه دی. په داسی شرایطو کښی هر کله چې یوغیر پښتون کاندید د انتخاباتو په لومړی دوره کښی ونشی کولای د ۵۰٪ څخه زیاتی رایې تر لاسه کړی دا کاندید په دوهمه دوره کښی د یو واحد پښتون کاندید په مقابل کښی نشی کولای بریالی کیدی. دیوه بیطرفه اود افغانستان په قومی اودیموګرافیکی جوړښته باندی اګاه نظارت کوونکی له خوا دلومړی دورد نتایجو ارزونی مخکښی له مخکښی د پوهی وړ وی. ما د انتخاباتو د دوهم پړاو نتايج ارزولی او د ۲۰۱‍۴م کال داپریل په ۲۷ نیټه مې په خپل فیسبوک لیکلی وو«د ریاضی د یوه ساده حساب په اساس باید ددی انتظار و اوسو چې اشرف غنی به اقلا ۵۵٪ فیصده رایې تر لاسه کړی .او که وکولای شی د پښتنو ګټ شمیرد انتخاباتو په دوهم پړاو کښی ګډون ته و هڅوی نو د احتمال څخه لیری نه ده چې د ۶۰٪ زیاتی رایې تر لاس کړی». له څرنکه چې ولیدل شوظاهرا د جمهوری ریاست ټول کاندیدان په انتخاباتو کښی د قومی او دموګرافیکی ترکیب خصوصا د پښتنو د نفوسو د تعدد څخه پوره با خبره وو همدا خبرتیا ددی سبب شوه چې د جمهوری ریاست په ټولو تیمونو کښی ددغه مقام کاندید پښتون و اویوازی معاونین و چی د نورو وروڼو قومونو څخه کاندید شوی وو. ډاکتر عبدالله د پلار درشتی له خوا ځان پښتون معرفی کړ په داسی حال کښی چې د سیاسی او فرهنګی لحاظه هغه د ټولو پښتنواو ټولی ټولنی په نظر کښی یو تاجک دی ځصوصا چې ټولوپښتون او افغانستان ضده ښکاره فعال عناصر د هغه په خوا راتاو شوی دی لکه مجیب الرحمن رحیمی چې د هغه ویاند او ددفتر ریس دی. په همدی سبب چې د تاجکو او هزاره وو یوګڼ شمیر شوونست افراد د لا علاجی په سبب د فیدرالیزم او تجزیه غوښتنی مسله طرحه کوی او د سیاسی، فرهنګي، او تاریخی فرصتونو په برابرولو سره د خپلو قومونو په غولولو مصروف دی خصوصا د روښانفکر ځوانانو چی ټولنیزو نا برابریودزیاتوالی په لټه کښی د وطن د تاریخ د جعل کوښښونه کوی په افغانستان کښی د ملت د موجودیت څخه انکار کوی دا ډول کسان پښتانه په طالبانی افکارو، وروسته پاتی قبایلواو غیر متمدن نومونو یادوی خو پښتانه په لوړه سطحه کښی وینی چې بله لار نه وینی بدون له جدایې څخه! په هره موقع او هر دلیل چې وی پښتانه توهین او سرزنش کوی تر څود هیواد د تجزیه کیدو زمینه مساعده کړی.

سوال دادی چې دشمال او جنوب په جدا کیدو کښی په شمال کښی تاجک اوسیدونکوولایاتو او هزاره اوسیدونکوولایاتو ته چې د هندوکش په جنوب کښی ژوند کوی ګټه څه ده؟ دجغرافیی په اساس د پنجشیر کاپیسا، بامیان، دایکندی، غزنی د هندوکش د غرونو په جنوب کښی واقع دی چې یوازی د سالنګ تونل او یو څولوړ کوتلونه دا ځایونه د شمال سره نښلوی. دهرات او بادغیس سره ارتباط د جنوب څخه د شمال شرق په نسبت ډیر اسانه دی بنا د هغه ولایاتو اوسیدونکی د خپل جغرافیایې موقعیت په سبب د هیواد دپښتنو سره په شرقی، جنوب شرق، اوجنوبغربی ولایاتو کښی د پیړیو راهیسی د وروری ګډ ژوند لری که چیری د تاجکو او هزاره ګانو دا نا سنجش شوی ارمان تحقق پیدا کړی د هندوکش په جنوب کښی اوسیدونکی تاجک او هزاره ګان به بیا هم د افغانستان د اتباعو په حیث په افغانستان پوری مربوط پاتی شی خو دا ځل به د هغوی د نفوسو د کموالی په سبب په یو ډیرکوچنی اقلیت بدل شی. په عین زمان کښی دافغانستان دشمال او جنوب په تقسیم سره د شمال په ولایاتو کښی اوسیدونکی تاجک به دفعتا ځان د ترکستان په یو نوی جوړشوی مملکت کښی ووینی. په نه چندانی لیری موده کښی دهمدغه مناطقو نوم «افغانی ترکستان» یې باله . له بلی خوا هغه کسان چې دتاریخ سره په نا اشنایې سره په شمال کښی د خراسان د تشکیل پوری زړه تړلی باید په دی پوه شی چی د قدیمی خراسان څخه چې څه پاتی شوی دی صرف هرات ، بادغیس او د غور بعضی برخی دی، بلخ د پخوانی تخارستان برخه ده. په حقیقت کښی د افغانستان د تقسیم او «ترکستان» د هیواد په تشکیل سره به ترکي ، مغلی، ازبک، هزاره، ترکمن، یوغور، قرغیز ګټه واخلی. دتاریخ په شهادت دا قومونه مغول، سلجوقیان، خوارزمشاهان، شیبانیان، تیموریان دی چې ټول زړور د توری او اسپونه سره بلد خلک دی نو دوی به په دی مناطقو کښی دخپل تاریخی حاکمیت د جوړولو په لټه کښی شی. په حقیقت کښی په دی سناریو کښی دبدخشان تاجک او د بلخ مغلی هزاره ګان دی چی د خپل اصلی هم نژادو څخه دهندوکش په جنوب کښی دفعتاد یو وړوکی او محدود اقلیت په توګه په یو ترکی نژاده «ترکستان» کښی ننی شیبانی خانانو ته ځان تسلیم کړی. آکرم اندیشمند لیکی :( :که چیری په یو فرضی احتمال سره فدرالی نظام په افغانستان کښی جوړشی نوپه طبعی توګه قومی معیا رونه به د هغه د فدرالی واحدونو په جوړیدوکښی اصلی رول ولری چې تاجکان او دری ژبه پکښی عمده او اصلی بایلودونکی وی. تاجک د افغانستان د نورو قومونو په خلاف د افغاستان د جغرافیی په ستره برخه کښی ژوند کوی، تاجکان په هماغه اندازه چي په بغلان کندوز کښی ژوند کوی په هماغه اندازه د ګردیز او غزنی په جنوبی ښارونوکښی اوسیږی ، تاجک په هماغه اندازه چې د تخار او بدخشان په شمال شرقی ولایاتو کښی ژوند کوی د بادغیس ،فراه او هرات په شمال غربی ولایاتو کښی هم دی . تاجکان په هماغه اندازه چې دفاریاب، جوزجان او سرپل په شمالی ولایاتو کښی استوکنه لری په هماغه اندازه په ننګرهار، لغمان،لوګراو شرقی ولایاتو کښی هم استوګنه لری. دتاجکو حضور د افغانستان په مرکز او مرکزی ولایاتو کښی هم ډیر دی فدرالی نظام او د ایالتونو د سرحداتو تعین په تاجکو باندی ډیر بد حالت تحمیلوی تاجک په دغه ایالتونو کښی په یو اقلیت تبدیلیږی . تر اوسه لا په افغانستان کښی د فدرالی نظام نښی او نښانی نه لیدل کیږی خو کوم حدود چې ددغه نظام د طرفدارانو له خوا ترسیم کیږی د بی عدالتی او قومی دښمنیو او منازعاتو تصویر دی . د فدرالی نظام ضرر د دری ژبی ته چې دملی تفاهم ژبه یې ګڼلی شو دجبران وړ نه ده. ددری ژبی استفاده چې د ټولوتاجکو او هزاره ګانولمړنی او مورنئ ژبه او د افغانستان د ټولو قومونو دوهمه ژبه ده په فدرالی نظام کښی محدوده کیږی. یوازی دا نه چې دری ژبه خپل تاریخی او علمی حیثیت په فدرالی نظام کښی دلاسه ورکوی بلکه د نورو قومونو خلک په خپل وطن کښی دداسی یوی تاریخی او علمی ژبی څخه محرومیږی دا محرومیت د نورو قومونودټولنو د پاره چې د هغوی نخبه اشخاصو ظهورددغه ځمکی په اوسنی او زوړ تاریخ کښی ددری ژبی سره تړاو لری دجبران وړ نه دی. د رزاق مامون په وینا (کابل پرس جون۲۰۱۱) د هزاره ګانو مشکل په دی وطن او ګاونډیو هیوادو کښی «قومی» نه دي بی «عدالتی» ده چې د شیعه روحانیت د مسلطی ټولنی د محلی رهبرانود ارادی حاصل او ددوی خپل قوماندانان اومعامله ګران دی، د طبعی منابعو نشتوالئ ، د لارو او اقتصادی بنیادونو نشتوالئ، دفرهنګی اوتعلیمی بنیادونونشتوالئ او په اخره کښی دهغوی جغرافیوی وضعیت او په کوم لوی محیط کښی چې ژوند کوی د هغوی فیزیکی تفاوت او کله ناکله مذهبی تفاوت دی». ایا دا مشکل د افغانستان سره د وفادارئ په قطع کیدو حل کیږی؟ معلومه ده چې ځواب منفی دی که همداسی کیدی شوی نو په تیرو څوارلسو کالو کښی د هغوی مناطق چې عملا د هغوی دخپلو رهبرانواو احزابو د یوډول خودمختاری سره اداره کیدو حل شوی وای حتی چې د بین المللی مرستو سترو اقتصادی منابعو ته یې هم لاس رسي درلود خلیلی د ۱۲کالو دپاره د جمهور ریس کرزی معاون و خوهزاره جات د برق خاوند نشو، په دی برخه کښی هزاره جاتو ته د خلیلی ټوله لاس ته راوړنه یوڅولمریز دبرق تولیدونکی او ډیزلی جنریترونه ووچې د برق د هرکیلوواټ مصرف یې ۴۵ افغانی کیده چې په کابل کښی ۲ افغانی دی. خلیلی باید د افغانستان دولت ملامت نه کړی. قوم پالنه په هر ډول او دهرنوم لاندی چې وی، او مخصوصا د «دملی مسلی حل» په بهانه، مخربه او په پای کښی د افغانستان د تجزيي خبری منځ ته راوړی. په داسی حال کښی چي زمونږ د وطن دښمنانو پرمونږ د غلبی او تسلط او خپلوپراختیایی اواستعماری اهدافو د لاس ته راوړلو په خاطرزمونږ د وطن تقسیم زمونږ دښمنانو اسانه لار ګڼلی ده.

د ملی مسلی حل نه په افغانستان کښی د جنګ د لاری نه د تجزیی دلاری او نه هم د یو قومی برخورد دلاری بلکه ددیموکراسئ، انسان دوستئ، داعتماد او قومونو همکارئ، د قانون د حکومت تامین، د مافیایی جنګسالارانو یاپخوانیو جهادی قومندانانو د تسلط دختم په زریعه، کیدی شی چې په خپلوتر کنترول لاندی مناطقو کښی ورنه د وخت فرعونان جوړ شوی دی. ملی هویت د یو هیواد د وګړو په منځ کښی په داوطلبانه توګه دهغه هیواد او ملت پوری د تعلق احساس دوطن پرستی دغروراحساس او دهیواد په ویاړونوباندی د فخر او مباهاتو حس ایجادوی. هر کله چی یو عده خلک او یا یو قوم وروسته له دری سوه کلونو څخه ونشی کولای د افغانستان په ملت او افغانستان پوری د تعلق حس په ځان کښی وګوری، د استقلال او خودمختارۍ په ګټلو کښی د هغه ملت د وګړو مبارزی ورته افتخار و نه اوسي، د انګلیس د استعمار په مقابل کښی ملی پاڅونونو خاطرپه هغوی کښی د وطن پرستۍ غرور نه وی را خوځولی برعکس دا هیواد د استعمار جوړونه او لاس ته راوړنه وبولی، لوی کوروش خراسانی وبولی، د کوروش او لوی ایران په تخیل کښی دایران د موجوده حکومت سره زمونږ په ګاونډ کښی ژوند وکړی، په ډیر حسرت اوهوس سره د نادر افشار او صفوی امپراطورۍ یادونه وکړی، د ایران د فرهنګي یرغل په مقابل کښی حلی ځلی چې د نن ورځی مروجه دری ژبی د ساتنی دپاره کیږی ((د فارسی سره دښمنی)) وګڼی او په پرله پسی توګه دامیر عبدالرخمن خان د سلو کالو وړاندی استبداد دپیغور په شکل دنورو تر مخ ږدی، او په عوض کښی یې د افشارو جګړه، دمړو نڅا او د خلکو په سرونو کښی د میخونو ټک وهل هیر کړی وی او ورته توجیح پیدا کوی داسی مثال لری چې دا خلک په یو پردی او اجنبی هیواد کښی ژوند کوی او په خطرناکی لاری روان دی چې فقط مشکلات او خطرونه زیږوی. موجوده افغانستان د طبیعی ، جغرافیوی مشکلو شرایطو او د قومونو د خواره واره استوګنی په سبب قطعا د تجزیی وړ نه دی او که چیری داسی یو تجزیه واقع هم شی بیا هم د تاجکو او هزاره قومونوچې د تجزیه غوښتنی اصلی مدعیان هم همدوی دی په ګټه نه دی. او هغوی په عملا په جنوب کښی د ((افغانستان)) او په شمال کښی د« ترکستان» په هیوادونو کښی په کوچنیو اقلیتونو بدل شی. دزمانی شرایطو پښتانه ، تاجک ، ازبک ، هزاره اونورپه دغه سیمه کښی سره راغونډ کړی دی باید په ګډه د ژوند کولو لیاری ولټوی. ښاغلی دستګیرروشنایې د روان کال (۲۰۱۶) د مې د میاشتی په ۱۴ په خپل فیسبوک کښی ولیکل :«تر اوسه هم د هغه حوادثو او جریاناتو د مخنیوی امکانات موجود دی چې هیڅوک نه غواړی ويې ګوری. قوم او قومیت مه سیاست کوې. دا کار د نفرت او خطرونو زیږنده ده. که په افغانستان کښی داسی یوه فاجعه منځ ته راشی هغه کسان به میدان ته داخل شی چې قومې او مذهبی ړانده تعصبات به تحریک کړی او په انسان وژنه او وینو تویولوکښی به دجنون حد ته رسیدلی وی او د زرهاوو انسانانو، ښځو، ماشومانو، مسنووژلو ته د قوم، مذهب، ژبی ، او منطقی تر نامه لاندی تیار وی او دی. نو تر خپل شا پلونه باید ونه نړوو.

په افغانستان کښی د ملی مسلی حل ، نه د قومی جګړو په زریعه او نه د هیواد دتجزیی له لاری حل کیدی شی بلکه یوازی ددیموکراسئ، انسان دوستئ ، واقعبینئ ، دقانون د حکومت تامین، د قومونو همکاری او اعتماد، د مافیایې جنګسالارانو د تسلط د خاتمی سره چې د خپل کنټرول لاندی مناطقو کښی ورنه فرعونان جوړشوی دی کیدی شی. د محلی اداری سیستم اصلاح، د ګډو قومی فرهنګی علایقو پراساس د محلی ادارو جغرافیوی حدودو ته له سره کتل اود ولایاتواوسیدونکو ته د خپل مشر د تعین په برخه کښی لازم اختیارات ورکول، د مرکزی حکومت د حاکمیت او قوت په نظر کښی ساتلو سره د محلی ادارود کارونو پر مخ بیول، د ملی مسلی په حل کښی مرسته کولای شی. د ۱۳۸۲ کال د دلو د ۶ نیټی نافذه اساسی قانون مندرج محلی اداری سیستم په ولایاتو کښی خلکو ته د محلی ادارو په اداره کولو کښی د برخه اخستنی لازمه فرصتونه نه مهیا کوی. د محلی ادارو په کار او اداره کښی په ولایاتو کښی اوسیدونکو ته دبرخی اخستنی سره به د مملکت په ټولو خواوو کښی خلکو ته د خپل برخه لیک مالکیت په لاس ورکړی او د قوی واحد افغانستان د پراختیا پروسه به نوره هم قوی او کلکه کړی. کیدی شی دا نقص د یو ملی تفاهم په لړ کښی د راتلونکو لویو جرګو په وسیله حل شی. ختم