د ملاعمر د ځایناستي د ګمارلو لپاره د پاکستان په ښارونو کې د طالبانو ازادې غونډې او ښکاره لېده کاته او بل پلو په دې پلمه چې د طالبانو ترمنځ رامنځته شوي اختلافات له منځه یووړل شي د ISIپه لارښوونه د پاکستان د افراطي اسلامي تنظیمونو لخوا د روغې جوړې په نوم هڅې ثابتیوي چې پاکستان نور په خپل هېواد کې د مجاهدینو د مهال پشان د طالبانو شتون او فعالیت نه پټوي او غواړي په یوه بڼه د طالبانو تش په نوم امارت ته د کابل په وړاندې د موازي حکومت زمینه برابره وکړي!

که د ملاعمر له مړینې مخکې، پاکستان په ښکاره د طالبانو له شتون او فعالیت څخه انکار کاوه، خو اوس چې یوخوا نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وتلي او یوازې یوه کوچنۍ برخه يي پاتې ده او بلخوا په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې د نړیوالو او په تېره با د امریکا هلې ځلې او جګړه پڅه ښکاري او هم له افغانستان څخه په ملاتړ کې د نړیوالو ژمنو د پلیتوب پیکه والي، ښايي پاکستان دغسې پایلې ته رسولی وي.

د طالبانو په منځ کې د یووالي د هڅو ترڅنک، د طالبانو د ګمارل شوي نوي مشر ملا اختر منصور څخه د القاعده د مشر ایمن الظواهري بیعت او ملاتړ هم څرګندوي چې پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ کې نور هم پرمخ ځي.

څوک غولېدلای یا تېروتلای شي، کله چې پاکستاني مقامات څه دپاسه دوه کاله پخپل هېواد کې د ملاعمر مړینه پټوي او د هغه په نوم اعلامې خپروي، یا د القاعده مشر بن لادن ته پخپل پوځي مرکز ایبټ اباد کې ځای اوپنا ورکوي او له دی مرکزه نوموړی د ترهګریزو فعالیتونو لارښوونه کوي، نن دې هم الظواهري د القاعده په دوهمه کچه سرخېل، د ISI او پوځيانو په غیږ او لمن کې نه وي خوندي او له دې ځایه دې د طالبانو په بیعت او ملاتړ اعلامیې نه خپروي؟

بلخوا د افغانستان په ټولو برخو کې د طالبانو په مټ چې د پاکستان له هراړخیز ملاتړه برخمن دی د جګړې تودښت، هم څرګندوي چې کابل کې د اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت په راتګ سره د پاکستان په تګلار کې داسې بدلون پېښ شوی چې په ښکاره نرم دریځ، توده راشه درشه، د سولې او پخلا توب غوړې خبرې، خو په عمل کې تر روستي بریده نه پخلاکېدونکی او خونړی دریځ، تاوتریخوالی او د پخوا پشان،

Kabul must be burn!

د پنجاب دغسې دوه مخي دریځ ته په کتو چې له پخوا زیاته غولوونکي او خطرناکه څېره انځوروي، کابل اړ دی چې نویو حالاتو سره ځان انډول کړي، د پنجاب په وړاندې لاغوڅ دریځ خپل کړي او په پلیتوب کې يي شمېرلي او کوټلي ګامونه پورته کړي.

د شا شهید له خونړۍ پېښې وروسته چې سلګونو تنه پکې شهیدان او ټپیان شول او په افغانستان کې يي د پنجاب په لاس د ترسره شوې کربلا نوم خپل کړی، کابل اړ شو چې سملاسي اسلام اباد ته سیاسي ــ پوځي پلاوی ولیږي او د اسلام اباد د دوه مخۍ تګلارې په اړه خپل غوڅ غبرګون او دریځ څرګند کړي.

په هغه لیک کې چې افغان پلاوي پاکستاني چارواکوته سپارلي ویل شوی چې افغانستان، اسلام اباد څخه نورنه غواړي چې طالبان کابل سره خبرو ته کښينوي، بلکې له اسلام اباد غواړي طالب مشران افغانستان ته تسلیم کړي.

د تشو او بې پایلو خبرو پرځای په پاکستان کې د طالبانو اډې تړل او افغانستان ته د طالب مشرانو ورسپارل، د افغان دولت نوی او پرځای دریځ دی چې ټول افغانان يي په یوه خوله غواړي او په ټینګه يي ملاتړ کوي.

په دې اړه د ولسمشر غني په یوه پیغام کې لولو:

«د افغانستان ولسمشر اشرف غني د هېواد د جنوب ختیځ زون د ولسې شورا یوې غونډې ته په یو استولي پیغام کې په افغانستان کې د دیني عالمانو قومي مشرانو د اهمیت په باب په څرګندونو کې ویلي دي چې د تاریخ په اوږدو کې افغانستان ولسونو، علماوو، مشایخو او شمله ورو ساتلی دی.

د ولسمشر غني دغه پیغام په سیاسي چارو کې د هغه د ځانګړې استازې محمد اکرم خپلواک لخوا د غونډې برخه والو ته ولوستل شو.

په دې غونډه کې د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني، میدان وردک او د کوچیانو د شوراګانو د استازو د ګډون سربیره د یو شمیر نورو ولایتو د شوراګانو استازو هم برخه اخیستې وه.

ولسمشر غني دې غونډې ته په خپل پیغام کې د سولې او پاکستان په باب د افغان حکومت دریځ د خلکو د غوښتنو معنکس کوونکی وباله، ویلي دي چې په تیرو لسو کلونو کې خلکو له افغان حکومتونو همدغسې غوښتنې لرلې. امریکا غږ»

همدارنګه د کابل د عالمانو شورا لخوا د پاکستان په وړاندې د جهاد فتوا یو اړین ګام دی، داسې فتوا باید مخکې صادرشوی وای، خو اوس هم پرځای قدم دی. د دې فتوا ترڅنګ د کابل د عالمانو شورا ریس مولوی عبدالبصیرحقاني وايي« یوپیغام د کابل د علماوو شورا په استازیتوب د پاکستان ملایانو ته دا لرم چې تاسې د افغانستان د مظلومو او مسلمانو خلکو د وژنې او پر وړاندې یې د جهاد فتوا ګانې صادروي نو زموږ فتوا دا شوه چې په پاکستان کې جهاد فرض عین دی او هغه ډله چې په پاکستان کې جهاد کوي موږ یې کلک ملاتړکوو او ورسره درېږو»

که دغسي غوڅ او ټاکلي اقدامات چې دوه يي پورته یاد شول، نور هم زیات شي، ژر به ګټورې پایلې ولري.

له دې روسته پر اسلام اباد یوازې دا نیوکي چې دا هېواد په کور دننه طالبانو او ډول ډول ترهګرو او تازه دا چې داعش ته د افغانستان په وړاندې د جګړې لپاره اډې ورکوي، بسیا نه کوي بلکې د نیوکو ترڅنګ یو لړ نورو ټاکلو اقداماتو ته اړتیا ده.

داراز دا پرله پسې او یو نواخته نیوکې هم چې انګریز او امریکا د پاکستان په وړاندې غوڅ اقدام نه کوي، بلکې په یوه ډول ملګرتوب يي کوي، که څه هم ریښتیا دي، په یوازې ځان نور کوم ځای نه نیسي او د افغانانو ستونزه نه شي حل کولای، ترڅو افغانان خپله حرکت ونکړي او لاس پکار نشي.

پر نورو باندې نیوکې د افغانانو یو دود ګرځېدلی او ډېر ځلې غواړي د دغو نیوکو ترشا خپلې ملي دندې او وجیبې پټې کړي!

که داسې نیوکې، په کور دننه د افغانانو منځ کې له پراخې سازماندهي سره ملګري شي، نو بیا هله ګټورې تمامېدای شي.

د ۲۰۱۵ کال د اګست ۱۵ مه

سرلوڅ مرادزی