دوکتور اصغرخیل منګل

 

 

په هېواد کې دپراخ سیاسی ګوند دجوړیدو په برخه کې ځغلنده نظر

د٢٠١٦کال دجون ٢٦نېټه

دخوښالۍ ځای دی چې په دې ورستیو کې په هیواد کې دپراخ سیاسی ګوند دجوړیدو لپاره دوطن ګوند متشکلو او غیر متشکلو غړیو او نورو ملی،دموکراتو اوترقی غوښتونکو وطنپالو لخوا هلې ځلې زیاتې شوی دی چې په بشپړه توګه دتایید او ملاتړ وړدی.

دا دهغو تلاشونو او هلو ځلو ادامه ده چې څوکاله پخوا د هیواد دننه او دهیواد څخه بهر او په خاصه توګه په هامبورګ کې د۲۰۱۰ کال دجنوری دمیاشتې د ۳۰ او۳۱ نیټو د پراخو غوڼډو چې ۱۱ سازمانونو او سیاسی کړیو او  همداشان زیاتو غیر متشکلوسیاسی  شخصیتونو پکې ګډون درلود او دپراخ سازمان د رامنځته کیدو لپاره د وحدت د کمیسیون په جوړیدوسره داغوندې پای ته ورسیدې.

مانوموړی کمیسیون ته څلورمیاشتې دمخه چې اوس  د( ملی ،دموکراتو او ترقی غوښتونکو ګوندونو او شخیتونو د یووالی  کمیسیون )په نوم یادیږی ددغه کمیسیون په پالتاکی غونډه کې په دې برخه کې خپل نظر وړاندې کړاوغواړم د نورو دوستاسو سره یی هم شریک کړم.

 سیاست پوهان دهغو فکتورونو په باره کې چې په ټولنه کې ددموکراسی دودې سره مرسته کوی ځانګړی نظریات لری خو زموږ په هیواد کې عمومی وروسته پاتې والی،په لوړه کچه د بی سوادی شته والی،دضعیف اقتصاد موجودیت ،د لویو ګوندونو نشتوالی او همداشان دملی مستقل افغانی تفکر نشتوالی اوهمدارنکه دنوروهیوادونو دتجروبوڅخه مستقیم تقلید کول هغه څه دی چې زموږ په هیوادکې یی دګوندونو له لارې دموکراسی دچټکې ودې لپاره خنډونه رامنځ ته کړی دی.نوپوښتنه داده چې موږ دخپل وطن،خلکواو راتلونکو نسلونو په وړاندې په اوسنیو خاصواو پېچلیو شرایطو کې دملی مسولیت په درلودلو څنګه کولای شود دموکراسی دانستیتیو تونودلا ټینګښت او په دې توګه ددموکراتیک نظام په جوړولوکې چې زموږ دټولو ملی آرمان دئ خپل تاریخی  رسالت ترسره کړو؟

وخت ثابته کړه چې دوطن ګوند دټوټه شویو جزیرو په شمول هیڅ سیاسی ګوند یا سازمان په تیرو څو کلونو کې زیاتې سیاسی لاس ته راوړنې چې د هیواد په سیاسی وضعیت کې جوت تاثیرولری، نه درلودې نو ځکه هم دملی یووالی د ټینګښت او د ملی ګټو پر بڼسټ د پراخ ملی سیاسی ګوند درامنځ ته کیدو مسله دعاجل او تاریخی ضرورت په توګه مطرح او رامنځ ته کیږی.دبلې خوا پرملی ګټو نه ولاړ سیاستونو تل ملتونه او هیوادونه د تباهۍ خواته ټېل وهلی دي او دلویو غمیزو سبب ګرځېدلی دي.لوی شخصیتونه لوی سیاست کوی.په وړوګروپونو کې ځان ساتل او یاد کوچنیو ډلو په ګټه مبارزه ، سیاست نه بلکه عملآ دسیاست نه د تېښتې معنی لری . د وخت د ضایع کیدو پرته د لویو کارنو مخه هم نیسی نوځکه دخوښال په وینا:

څو دې توان رسی په لوی دریاب کې ګرځه      

په ویالو کې دې زوال وینم نهنګه

تاریخ ښودلی ده چې د څو کسانو د نا مشروع ګټو لپاره سیاست کول د زیاتې مودې لپاره لاسته راوړنې نشی درلودای .سیاست تل د ارزښتونو پر سر جګړه ده او موږته په کارده چې دمعقولی ستراتیژی په درلودلو سره او زموږ په هیواد کې  د عنعنې او مدرن تفکر تر منځ د قوی کړۍ په رامنځ ته کولو د بشری ټولنې له خوا د منل شویو ارزښتونو او اصولو په لورحرکت ګړندۍ کړو.

موږ د ریالیستو انسانانو په توګه په نړۍ سیمه او هیواد کې د رامنځ شویو حالاتوته په پام کې نیولو سره که په هیواد کې دننه یواو که دهیواد نه بهر یو ،په کارده په هیواد کې د پراخ ملی حرکت په رامنځ ته کولو کې خپل ټول توان وکاروو.یوازی ددموکراسی په غوښتلو هیڅوک هم دموکرات کیدای نشی .یو دموکرات باید تر ټولو دمخه ددموکراتیکو اصولو په چوکات کې دنورودرناوی وکړی،دهغوی نظر او بیان ته غوږ ونیسی ،د مختلفو نظریاتو خاوندان وزغمی او هڅه وکړی چې دپوهاوی ژبه پیدا کړی او دمعقولو لارو په پیدا کولو سره د هغوی سره دملی اهدافو دلاسته راوړلو لپاره ګډ کاروکړی او په دې توګه ددموکراسی اصولو ته د ملی ګټو په چوکات کې خپله وفاداری په عمل کې ثابته کړی.

تاریخ د وطن ګوند د پخوانیو غړیو په ګډون ټول ملی، دموکرات ، ترقی غوښتونکی او وطندوست روشنفکران متشکل او غیر متشکل دهیواد دننه او دهیوادنه بهر دخپل هیواد دملی ګټو په ساتلو کې،دملی یووالی دتحکیم او همداشان دافغانستان دخلکو د اساسی حقونو په لاسته راوړلو اودجنګسالارانو، بینیاګرانو او افراطی ګروپونو نه دهغوی دخلاصون  او په  هیواد کې دځواکمن نظام  دجوړیدوپه لاره کېدلوی ازمایښت سره مخامخ کړی دی .

زه دیوه اوپتیمست په توګه هیله او باورلرم چې د ګوند پخوانی غړی اونور با تدبیره ړوند اندی اوسیاستوال به دخپل ملی او تاریخی رسالت ته پام کې ،په زغم،تفاهم اوهوښیاری سره په اوسنیوپېچلیو شرایطو کې دا آزموینه په بریالیتوب سره سرته ورسوی.خو دیوه اساسی شرط یادول غواړم،هغه داچې ترڅو چې موږ ټول او په خاصه توګه په پخوانی حاکمیت پوری تړلی سالمه کتله په هیواد کې د سولې ،دموکراسی ،ملی یووالی او ټولنیز عدالت د تامین او ټینګښت په خاطر او ددغو اهدافو ته د رسیدو لپاره دپیاوړی سیاسی ځواک دجوړیدو په لاره کې خپلې شخصی ،قومی او ګروپی تمایلات  او ګټې، ترخه یادونه او خوابدی ترشا ونه غورځوواو دهغوی په هکله قضاوت راتلونکی  ته پرې نه ږدو او په پراخ زړه او صداقت سره دګډ او متحد عمل لپاره یوبل ته ټینګ لاسونه ور نه کړو ،هیڅکله به هم دخپل وطن اوخلکو په ګټه موثر او ګټور کارسرته ونه شورسولای او تل به دخپلو خلکو پوره وړی پاتې شوو.

زه په  هیوادکې دپراخ سیاسی حرکت درامنځ ته کیدو په لاره کې خود محوری او مخکنی شرطونه غټ خڼډونه بولم او هیله لرم چې د هیچا لخوا مطرح نشی.زما وړاندیز ټولومتشکلو اوغیر متشکلو ملګرو او دوستانو دادی چې ټول دګډې کنګرې (کنګره مشترک) د رابللو لپاره د کنګرې دتدارک پر کمیسیون کار پیل کړی.ګډه کنګره به دټولو ملی ،دموکراتواوترقی غوښتونکو ګوندونو اوشخصیتونو کنګره وی. باور لرم چې دداسی کنګرې په رابللو سره به زموږ هیواد دیوویشتمې پېړی دمقتضیاتوبرابر دمدرن ګوند څښتن شی .د ګډې کنګرې ټول ګډونوال دکنګرې تالار ته په ننوتو سره خپلو پخوانیوګوندونواو سازمانونو نه شتون اعلاموی اوتعهد سپاری چې دکنګرې ټولې پرېکړې به چې راتلونکی ګوند دنوم، مرام، اواساسنامې په برخه کې کیږی په بشپړه توګه منی او عمل به پرې کوی.دراتلونکی ګوند لپاره تر ټولو دمخه ،هیواد کې داوسنی بحران نه د راوتلو او په هیوادکې دعادلانه سولې دتامین لپاره برنامه اوستراتیژی او د ګوند داقتصادی،سیاسی او اجتماعی کړنلاره ده . داڅکه چې په اوسنی نړۍ کې ولسونه دګوندونو برنامو او په خاصه توګه اقتصادی برناموته ګوری اود ټولټاکنو په وخت کې دهماغه برنامې پر اساس ورته رایه ورکوی.

زهپه هیواد کې د هغې لویی سیاسی خلا دډکیدو لپاره چې دځواکمن ګوند په نه شتون کې لیدل کیږی، د ټولو سازمانونو ،ګوندونو او همدا شان د غیر متشکلو سیاسی شخصیتونو په ګډون دشفاف او ټولو ته د منلو وړ میکانیزم په  چوکاټ کې دګدې ګنګرې د جوړولو له لارې د پیاوړی ګوند د رامنځ ته کیدو په لاره کې چې د وطن د ملی ګټو پر بنا به  رامنځ ته کیږی دټولو هلو ځلو ملاتړ کوم او په سیاست کې دیوه شاګرد په توګه دخپل توان په اندازه ستاسو درنو دوستانوپه څنګ کې هرډول مرستې او عمی کارته چمتو یم.

دوکتور اصغرخیل منګل