د وطن ګوند د یو شمیر فعالو سیاسي شخصیتونو او سیاسي جوړښتونو

د وروستیو هلو ځلو هرکلی کوم

د ۲۰۱۶ کال د جون ۲۴ نیټه

په ۱۳۷۱کال کي کله چي د وطن ګوند د حاکمیت پر ضد کرغیړنه کودتا وشوه، نو یو شمیر نااهله جګړه مارو ډلوټپلو د قدرت له غصب څخه وروسته په هیواد کي وروروژنه چور او چپاول پیل کړ، د انساني کرامت ټول نورمونه تر پښو لاندي شول، د بشري حقونو عادي نورمونه هم نه مراعات کیدل، ملي اردو چي د هیواد د ملي حاکمیت او د ځمکې د بشپړتیا تضمین يې کاوه، په سیمه کي يې ساری نه لاره او دولتي سیستم د بهرنیو هیوادونو په دستور ړنګ شول . په نتیجه کي هیواد له داسي کړکیچ سره مخامخ شو چي نه یواځي زموږ ملي ارزښتونه؛ بلکه د هیواد موجودیت يې هم تر پوښتنې لاندي راوست. د دې تر څنګ د وطن ګوند هم چي په هیواد کي تر ټولو یو سالم، د هیواد او خلکو ګټو ته پالیاله ځواک وو، په وړو وړو ډلو باندي ووېشل شو. په اوسنیو شرایطو کي چي دا کړکیچن حالت د ناورین پړاو ته ننوزي نو د هر وطنپال افغان ملي او دموکراتیکو ځواکونو په خاصه توګه د روڼ آندو ملي او وطني دنده ده چي مسئولانه برخورد وکړي او له دې حالت څخه د خلاصون لارې چارې ولټوي او عملي ګامونه واخلي. وطنپال ځواکونه له یوې خوا باید د تپل شوې نا اعلان شوې جګړې او د لسګونو بهرنیو او کورنیو هیوادونو د ورانوونکو مافیايي سیستم تغذیه کوونکو لاملونوسره آغیزمنه مبارزه وکړي او له بلې خوا د خلکو د پراخو پرګنو د طبعي او اساسي حقونو د ساتنې او د ټولنیزو دموکراتیکو لاسته راوړنو د ټینګولو او پراخولو لپاره دې ته اړتیا ده چي د ټولو ملي دموکراتیکو کړیو او شخصیتونو تر منځ د تفاهم او یوه واحد میکانیزم له لارې د یوه غښتلي او آغیزمن سیاسي ځواک د جوړېدو مسئولیت په غاړه واخستل شی.  زه د وطن ګوند د اجرائیه هیئت د غړي په توګه دوطن ګوند د ټوټه شویوجزیرو، سیاسي جوړښتونو او منفردو سیاسي شخصیتونو هغه هلي ځلې چي د ملي ګټو پر بنسټ يې د ځانپالني او کوچنیو محورونو په نفي کولو سره د وطن ګوند د فوق العاده کنګرې د جوړولو په لور د یوه ګډ میکانیزم په چوکاټ کي پیل کړې دي، تائیدوم او ملاتړ يې کوم. او د دې ملي دموکراتیک او وطنپالونکي ځوځښت په ځواکمن کیدو کي به دخپلو امکاناتو په چوکاټ کي له هیڅ ډول هاند څخه ځان ونه سپموم. زما په آند او باور هرڅومره چي ددې هلو ځلو دایره پراخه او د وطنپالو روڼ آندو رښتینو سیاسي شخصیتونو او کړیو د راټولولو زیات توان ولري په همغه اندازه به وطن او خلکو ته د چوپړ په لاره کي آغیزمن وي. زه ځان محوري، په اشخاصو او نومونو پوري ځان نښلول، رښتیني یووالي ته د رسیدو په لار کي ستر خنډ بولم. برسیره پردې نظر او شعار ته په عمل کي ثابت پاتي کیدل او رښتینولي، موخو ته د رسیدو لپاره مهم او ضروري عنصر بلل کیږي.

په پای کي په هیواد کي دې کړکیچن حالت ته په کتو سره له ټولو روڼ آندو او وطنپالو ملي او دموکراتیکو ځواکونوڅخه هیله کوم چي نور خپل پخواني ټول فکري او سلیقوي اختلافونو ته د پای ټکی کیږدي او د یوه دموکرات افغان په توګه دملي یووالي په روحیه سره یو موټی شۍ او په هیواد کي د دې ورانوونکي ناورین مخه ونیسۍ، تر څو زموږ د هیواد دښمنان ونه کړای شي خپلې ناولې موخې تر لاسه کړي. زه د خپل توان او شونتیا په چوکاټ کي ستاسي په څنګ کي یم او هر ډول مرستې ته چمتو یم.

                                                                               دکتور رازمحمد پکتین