حسام الدین حسام

د دوکتور نجیب الله دشهادت د شلم تلین په مناسبت

 

نیمه خوا پېژنۍ ؟

 

وخته له موږ خو د عنقا وژلی
څه وخت به وایې هغه چا وژلی

ستورو د ویړ ماتم له پاسه جوړ وو
تایې ذهل په څه ګناه وژلی

په لمر خو هسې خپکی پرته وه
تورو شپو ولې وار خطا وژلی

د تن جامی یې سور کفن سوې ورته
هغه شعار چا په ریښتیا وژلی

پروت په سجده وو د وطن محراب ته
زاهده ! پرې سر د په غلا وژلې

لحد یې جوړ کړ د تاریخ په خوله کې
د وطن برم د وړیا وژلې

له کوم مارکیته د فتوا وه تر لاس
چې د دسولې مقتدا وژلې

لویه نقشه یې په ټټر پرته وه
تا سبین شاهین د پښتونخوا وژلې

سري غوټې پاتې سوی یتیمی سترګې
چا یې د سزو څانګو بورا وژلې

ایمان یې پرې کړې د نمرود په توره
تنکی ارمان یې نیمه خوا وژلې

دقلم اوښکې به سیلاب سي ورته
چا چې دولس « نجیب الله » وژلې

حسامه ! پرېږده ان؛ولا تاریخ ته
هغه دتور بازار فتوا وژلې
هالیند