امرالدین سرحد

خلک اچین کې دبمونو لاندې

 

دابیادکومې ګناه اورګوره په مونږ بل شوی
زمونږ په خلکودژوندون ساده بهیر بند شوی

خلک اچین کې دبمونوولاندې ځان ورکوي
داڅه ناحقه هرافغان کورکې ماتم جوړشوی

پردي راغلي خلک وژني په رڼو ورځوکې
دلته وجدان له اوښکوډک ګوره په مخ لویدلی

دلته ماشوم، سپینږیری،ښځه بیګناه شهیدان
دغه افغان زمونږه چا نن په بموو ویشتلی

دابی پیلوټه الوتکې وژني خلک دترورپه نامه
ولې زمونږه دسرکارغږ هسې نن چپ شوی

دا شهیدان پراته کټونوکې واړه یې ژاړي
دلته هرکورنن په ماتم کې بیګناه ډوب شوی

خدایه په حق خوته پوهیږي داناتاربس دي
سرحدقلم نن دماتم په اوښکوبیا رنګ شوی

امرالدین سرحد
مسکو

۲۹/۰۹/۲۰۱۶