د هېواد وضعیت کوم لوري بدلون کوي؟

له هغې ورځې چې انګریر ، پنجابي او مولا په شریکه د افغانستان پر خلاف تیری پيل کړ ، د اولي ورځې څخه یي د افغانستان د لاندې کولو له پاره د مختلفو روایتونو کار اخیستی. په ۱۸۵۷ کال کله چې په دیوبند کې د انګریزانو خلاف قیام وشو د شا ولي الله زوي شا عبدالعزیز د فتوا له مخې د انګریزانو په ټولو نیولې ځمکو کې دارالحرب اعلان شو . له دې فتوا بیا په افغانستان کې امریکا، پاکستان او انګریزانو په شریکه ډيره ګټه پورته کړه او د روسانو په راتګ افغانستان دارالحرب اعلان شو . تر نن پوري چې د افغانانو کومه وینه تویږي، مذهبي اساس یي هماغه فتوا ده چې د انګریز پر خلاف شوي وه او اوس په مهارت د پنجاب، انګریز او امریکا په توسط یو مسلمان د بل مسلمان وینه تویوي او نوم پرې جهاد ږدي. د انس حقاني خبره چې که سوله راشي بیا به هم جهاد جاري وي مانا دا چې که د بهرنیو ځواکونو محدود ټولګي په افغانستان کې موجود وي، یا ډموکراټ ملي ځواکونه او عناصر د دموکراسۍ له پاره په مبارزه بوخت وي، د هغوئ په وړاندې به هم د جهاد چغه ایستل کیږي او هغه افغانان به هدف نیول کیږي چې د پاکستان ایران او نورو بهرنیو هېوادونو له ناوړه نیتونو پرده پورته کوي. د امریکا طالب هوکړي د پلې کېدو له پاره په هڅو کې لیدل کیږي چې د واک د یوه داسې مثلث له پاره مبارزه روانه ده چې یوه ضلع یي طالب، بله یي جهادیان او بله یي تکنوکراتان او دموکراسې پلوه تشکیلوي. په دې مثلث کې هره شیبه د دې امکان شته چې طالب او جهادي د مذهبي سمت ګیرۍ له مخې د عمل د یووالې واحده کړنلاره غوره کړي، تکنوکراتان او دموکراسې پلوه له صحنې وباسې. د طالب او جهادیانو تر منځ اوسنی نږدیوالی چې د طالب غوښتنو منلو ته حکومت او افغاني ټولنه اړباسې یوه غوره بیلګه بللی شو . په واک کې د تکنوکراتانو او دموکراسۍ پلوه شخصیتونو او ځواکونو د پاتې کېدو سره پاکستان، ایران، روسییه او ځينې نور هېوادونه ځکه موافقت نه شي کولی، چې د دوي نسبتن مترقې پروګرامونه او پالیسۍ د ذکر شوي هېوادونو له ګټو سره ټکر کوي. له دې امله پياوړی او سوله ایز افغانستان د پورتنیو هېوادونو په ګټه نه دی. په دې موخه اوس د هېواد دننه دوه بلاکونو طالب جهادي او تکنوکرات دموکراسۍ پلوه تر مینځ سخته مبازره جریان لري. له وړاندې څخه د طالب جهادي بلاک ملاتړ ته په سیمه کې فعالیتونه هڅول کیږي، د لوبې د ادامې په خاطر طالبان د سولي پلوي او د سولي مخالف ( ولایت طالبان ) نوي نومونه او هویتونه غوره کوي . د داعش فعالیت له خټيځو سیمو د هېواد نورو برخو ته انتقالیږي. د طالب امریکا هوکړې ته په کتلو ویلی شو چې طالب یرغلونو ته ادامه ورکوي، هوکړه له نظر غورځوي، خو د افغان حکومت په زورولو سره د بهرنیانو له خوا هغوئ نازول کیږي. د تکړه او بیداره ساتونکو څخه نیولې بیا تر مهمو چارواکو، دینې وتلو عالمانو ، د قوم مشرانو ، د ژورنالیسم او رسنیو وتلې تخنیکرانو او کارکوونکو د وژلو او ټپې کولو روان بهیر ښيي چې د طالب تر راتګ پوري له ډيرو هغو هوښيارو څيرو چې طالب ننګوي ډګر خالې شي. ځکه د یاد شوي شخصیتونو په شتون کې طالب نه شي ځان برجسته کولی.له جوړیدونکو ذکر شوي بلاکونو څخه په کور دننه او بهر ملاتړي شته. امریکا، پاکستان، ایران روسییه او تر یوي پولې چین د طالب جهادي بلاک په ملاتړ کې دی. ځکه د دوحي خبرو کې طالبانو منلي چې د ایغور ، اوزبیک، چیچین اسلام پاله غورځنګونو او په ټوله کې د ترکستان د اسلامې جنبش څخه ملاتړ نه کوي او د داعش په ګډون به هغوي نه پریږدې چې چین، روسیي او منځنۍ اسیا ته امنیتې ستونزې پيدا کړي. په دغه کاذب تعهد اوس د سیمې او نړۍ یو شمیر هغه هېوادونه چې د لوبې فعال غړي دي، طالب جهادي بلاک ته د واک د احتمالې لیږدولو په موخه د افغانستان د اساسي قانون د تعدیل په ګډون له یو شمیر نورو لارو څخه د استفادي امکان تر کتنې لاندې دی.
د عبدالله عبدالله او ملګرو زور اچونې ته که وکتل شي، مالومیږي چې طالب جهادي ګټي په یوه لیکه واقع شوي او د بهرنې ملاتړ په مرسته غواړي په تکنوکراتانو او دموکراسۍ پلوه خوا فشار زیات او هغوئ څنډي ته کړي.
تکنوکراتان او دموکراسۍ پلوه خوا که څه هم له ورایه د چارو واګې په لاس کې لري، خو د امریکا طالب د هوکړي په تطبیق کې له قانوني حدودو څخه په سر غړولو مجبوریږي چې له یوي خوا په خپلو کې د ټاکلي برنامې د نه پلې کېدو اړوند په ناندریو اخته او له بلې خوا خلکو ته د ورکړي وعدو په تطبیق کې شاته پاتې کیږي. که څه هم چې تکنوکرتان او دموکراسې پلوي په نړیواله کچه د اروپا اتحادیي، هندوستان او ملګرو ملتونو سازمان له نسبې ملاتړ څخه برخه من دي، خو د مقابل لوري د تشدد او زور اچونې او د هغوئ د نړیوالو ملاتړو له اغیز ښيندنې څخه ښکارې چې روانه سیالې ډيره سخته ده او بریالیتوب یي پوره پوهه، مهارت او ګړندیتوب غواړي.
په داسې شرایطو کې تکنوکرات دموکراسۍ پلوه خوا هله ډاډمن او بریالي مخته تللی شي، چې په هېواد کې د شته ملي وطنپالونکو او ډموکراټيکو ګوندونو ، سازمانونو ، ډلو ، ګروپونو او شخصیتونو په راجلبولو او فعالولو سره خپل بلاک پياوړی کړي. د هغوئ له مینځه یو شمیر پاک لاسې کدرونه دولتي حساسو موقفونو ته ورسوي. په دې صورت کې به له یوي خوا په دموکراسۍ بلد او باورمن خلک د دموکراتیک نظام د پياوړتیا له پاره کار وکړي، پاک لاسی فرهنګ به په ادارو کې رواج شي او له بلې خوا به د چارو د پلانګزارۍ او پلې کېدو په برخه کې کوټلې ګامونه اوچت شي او د طالب جهادې پردې فرهنګ بدیل نمونې به ټولني ته په پرتله ایزه توګه وړاندې کړي.
که څه هم چې بهرنیان په ټوله کې له دموکراتیکو او وطنپالونکو څخه، دمدرحاله له دې امله چې د هغوئ هري غوښتنې منلو ته تیار نه دی، ښه زړه نه لري. خو په اوږده واټن کې طالب جهادې خوا د ایران ، ترکیي په څير بهرنۍ پالیسۍ غوره کولو له امله کولی شي نړیوالو ته زیاتې ستونزې راولاړي کړي، بنا پر دې چانس شته د یوه قوي دموکراسۍ پلوه بلاک په جوړولو سره د هدفمن رقابت له لارې د خلکو او نړیوالو زړه خپل کړل شي.

د هېواد وضعیت کوم لوري بدلون کوي؟
نوروهاب څپاند