د وطن ګوند د ننګرهار ولایتی شورا د اجراییه هیات غونډه دایره شوه

۱۳۹۹/۰۵/۳۰

د وطن ګوند د ننګرهار ولایت ولایتی شورا د اجراییه هیات غونډه  نن پنجشنبه د ۱۳۹۹ کال د زمری د میاشتی  ۳۰ مه نیټه چه د ۲۰۲۰ ميلادی کال د اګست د مياشتی د ۲۰ نيټی سره برابره ده ، د مازیګر په څلورو بجو د ننګرهار ولايت د وطن ګوند د ولايتی شورا د رئيس محترم حاجی محمد یونس په ریاست پیل او د ماښام د ۷ بجو په شاوخوا پای ته ورسیده .

په غونډه کی د اجنډا مطابق د وطن د امنیتی ځواکونو د شهیدانو او د وطن ګوند د غړو هر یو مرحوم حاجی بسم الله رادمل ، حاجی احمدشیر او حاجی جهانیار روح ته په دعا  شروع شوه.

په غونډه کی د هیواد په سیاسی،امنیتی،اقتصادی او اجتماعی وضعیت هر اړخیزه بحث وشوو

چی په خپل وار هر ملګری خپل نظر څرګند کړ .

د وطن ګوند د سراسری شورا د اجرائيه هيئت د غړی محترم ملگری سيداګل پاڅون لخوا د وطن ګوند د غښتلتيا او قوی حضور په رابطه او په دی لار د شته خنډونو او د هغی سره د مبارزی په ارتباط هر اړخيزه څرګندونې وشوې

چی د ملګرو لخوا پری اوږد بحث وشو او لازمي پريکړې وشوې .

د اجنډا په دریمه ماده کی د وطن ګوند د ننګرهار ولایتی شورا د غړو سره په ګروپی شکل تماس نیولو دندی ملګرو ته وسپارل شوی

ترڅو په لنډ وخت کی وکولای شو د جلال اباد ښار ښاری شورا بیا رغولو ته لاره هواره شی ،

او د کرونا د افت نه د خلاصون لپاره طبی لارښوونی او هدایتونه هم په نظر کی ونیول شی .

د وطن ګوند د لاښه تشکیلاتی انسجام او سازمان دهی لپاره د وطن ګوند د مرکزی شورا د اجرائيه هیئت غړی او د شرقی زون مسوول محترم داکټر سلطان جان (شفا) خپلی لارښوونکی وینا واورول او لازم وړاندیزونه د غونډی ګډون کوونکو ته وړاندي کړل چه د غونډی د ګډون کوونکو لخوا د تایید وړ وګرځیده.

غونډه د یو لړ ضروری او لازمو تصامیمو په نیولو او په هیواد کښي د تلپاتی سولی د راتلو په هیله او د وطن د دښمنانو سره د مبارزی د ټينګ نیت په درلودلو پای ته ورسید.