طالبانوته د ډاکتراشرف غنی کلّک دپلوماتیک ګذار

د دوحې هوکړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېرمیلادي کال به فبروري کې لاسلیک شوه دسترو سیاسي او حقوقی خلاو ډک یوه هکړه ده، دې تړون نه یواځې افغانستان ته تاوان ورسا وه بلکې امریکې ئې هم زیانمنه کړه ځکه چې د دې تړون سره د امریکا اقتدار او موقف په جهان کې صدمه وليده،  دا چې نن په امریکا کې یو نوې منتخب ولسمشر او نوی حزب یعنی د دموکراتانو ګوند چارې په لاس کې اخیستي دي نوی مشرتابه د دې تړون د ارزونې هوډ لري چې ډېرژربه پیل شي، دا کار به د داوړو هېوادو ګټه خوندي کړي،  دا صحیح خبر ده چې دا تړون د امریکې او طالب ترمنځ لاسلیک شوخو دې هوکړې هغه وخت درست مفهوم درلودلی شو چې د افغانستان د برخه لیک په هکله پکې څه نه وای، کله چې د افغانستان د ګټو خبر منځته راځي نو د افغانستان د منتخب دولت د حضور مسئله هم  پدې خبرو کې مطرح کېږي، نو دا تړون د سترو خلاو او تېروتنو ډک تړون بللی شو ځکه:

·      ۱-یوه ستره تېروتنه دا ده چې د افغانستان دولت ته ئې د اصلي فریق په حیث  په دغو خبروکې ځای ورنه کړل شو، حتی تراوسه افغان دولت د دغه تړون بشپړو پرېکړو نه خبر ندی.

·      ۲-بله تېروتنه او ستره سیاسي خلا په دې تړون کې دا ده چې د جنګ اړخونه یا خواوې پکې تعریف شوي نه دي، لازمه دا وه چې باید افغان دولت د جګړې د اصلي فریق په حیثیت پدې تړون کې تعریف او شامل شوی وای چې ونشو، نوځکه دې خلا دا زمینه برابره کړه چې طالب د جنګ د بل فریق په حیث افغان دولت په رسمیت ونپېژني او ورته اهمیت ورنکړي، چې دا کار دجنګ د نه ختمېدو او د نن ورځې د ناورین سترعامل وګرځېد.

·      ۳-د تړون بله تېروتنه دا وه چې امریکه  یوې ترهګرې ډلې ته ئې سیاسی هویت او نړیوال مشروعیت ورکړ، نو ځکه طالب  کاذب غرورترلاسه کړ ترهغه چې د طالب ډلې مرستیال مشر ملا دادالله تېر دسمبر په کراچې کې خپلو ملګرو او زخمیانو ته ووېل چې « ما دترامپ سره نیم ساعت تیلفونی خبرې وکړې او ما تېلفون پرې کټ کړ هغه نده کټ کړی» یعنی ملا دادالله د ترامپ له خبرو په غوسه شوی او تیلفون ئې قطع کړې ده او داسې نورې خبرې، دا خبر د طالب دهغه کاذب غرور ښکارندوئي کوي چې منشه ئې همدا د دوحې تړون ده۰

·      ۴-دا تړون سبب شوچې د طالبانو جګړه خپله بڼه بدله کړي او خپل ځای ورکړي هدفي وژنو د عام المنفعه بنڅټونو نړول مقناطیسي ماینوایښودل، په ښارونوکې بې نظمي د حکومت د بدنامولو لپاره رامنځته کول، د افغانستان د خلکو هیلې، یوې دایمي سولته په پام کې نه نیول، د ښځوله حقوقو سترګې پټول برعکس د پاکستان موقعیت د دوحې خبرواتورو کې تقویه کول، او طالب باندې د ګذارونو لړۍ کمېدلو باعث وګرځید.

·      ۵-دا چې امریکا يوې شورشي ډلې سره معامله وکړه امریکا پورې مربوط ده او امریکایان باید پرې ښه پوه شي.

اوس د ښاغلي جوبایدن ادارې دا هوډ کړی چې دا تړون به د سره ارزوي په دې هکله «جان کِربي»  د پنتاګون ویاند د تېرې پنجشنبې په ورځ ووېل« مونږ اوس هم کوښښ کوو چې د خبرواترو په بڼڅټ طالبانوسره یوې د حل لارې ته ورسېږو که څه هم طالبانو په خپل تعهداتو عمل ندی کړی»

ښاغلی «کِربي» ووېل چې د امریکا جمهوررئېس ښاغلی بایدن د ۲۰۲۰م کال د امریکا او شورشي ډلې (طالبان) ترمنځ لاس لیک شو متعهد ده، د دغه تړون په اساس طالبان باید په امریکایانو حملې بندې کړي، تاوتريخوالی ډېر کم کړي او دولت سره دسولې خبرې اترې مخته وېسي، امریکا بلِمقابل به د ۲۰۲۱م میلادي کال د مې ترمیاشتې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي، ښاغلي «جان کِربي» د فرانسې خبري آژانس ته وېل «طالبانود تاو تریخوالي د کمولو او د القاعدې سره د اړيکو دمنځه وړلوباندې عمل ندی کړی»، ښاغلي کِربي زیاته کړه ترڅو شرایط داسې وي « کاربه د خبرو پرمېز سخته وي» که څه هم هغه ونوېل چې تر(مې) میاشتې پنتاګون خپل سرتېرو کچه صفرته رسوي او که نه.

د طالبانو وارخطائي له څه ده؟

په دوحه کې د طالبانو مرکچي پلوی د مره کې له میزه وتلّی او په بهرني سفروئې لاس پورې کړی ده، طالبان چې د ښاغلي جوبایدن د راتلونه ورسته سخت ناهیلې شوي دي نو ځکه ئې بهرني سفرونو پیل کړل ترڅو امریکې ته په غیر مستقیم دول ګواښ وکړي چې دوۍ متحدین لري او کولای شي بیا جګړه د امریکا پرضد ګرمه کړي د طالبانو درې پلاوي ایران، روسیه او ترکيې ته په سفر تللي.

ښاغلي شېرمحمدعباس ستانکزي په مسکوکې دا اعلان وکړ:

«که ډاکتراشرف غني استعفاء‌‌ ورکړي نو دوۍ به اوربند وکړي او نوي حکومت سره به خبرې پیل کړي».

په افغانستان کې مشروع او منتخب دولت اوحکومت موجود ده نوی حکومت چې طالبانې غواړي هغه خپل مشروعیت له چانه اخلي دا د اساسی قانون خلاف، غیرعملي  اود پاکستان د GHQاوISI خبّرده!

ښاغلی ستانکزي دا خبرې په داسې حالکې مطرح کوي چې څواونۍ مخکې ذبیح الله مجاهد د تکړه ژورنالست میرویس ستانکزی سره په یوې مرکه کې چې له شمشاد تلویزیون په ژوندۍ بڼه خپرېده د هر ډول موقت حکومت دمنځته راتلو خبّر په قاطعیت سره رد کړه، اوس خبّر دا ده چې څه سبب شول چې ستانکزی دا خبّردې په مسکوکې په بېړنۍ توګه اعلان کړي کولی شول چې په دوحه کې د خبرو پرمېزئې مطرح کړې وای، داسې ګونګوسې هم شته چې حامد کرزي او اسماعیل خان له عباس ستانکزی سره لیدلي او د موقت حکومت په هکله ئې خبرکړي دي، که څه هم عباس ستانکزي لا دمخه د افغانستان د اردو د انحلال خبره هم کړې وه، یوه خبر جوته ده چې د آی اِس آی جهنمي سازمان د خپلو امکاناتو او ذرایعو په مټ پدی پوه شوی  چی دطالب او امریکا د دوحی هوکړه په اوسني خط اوخال سره نور دمنلو وړنده او له همدی کبله یی په بیړنۍ توګه د حامد کرزی اوطالب لوري پټه ناسته رامینځته کړه، چی اصلی پیغام یی د ماسکو نه د ملا شیرمحمد عباس ستانکزی په څرګندونو کی بر بنډ شو.

دلته لازمه ده چې یوڅه د موقتو حکومتونوپه هکله رڼا واچوم، تراوسه جهان ۵۸ موقت او انتقالی حکومتونه تجربه کړي چې مطلق اکثریت ئې ناکام حکومتونه ول افغانستان هم داسې موقت حکومتونه تجربه کړي چې ناکام ول:

 افغانستان کې موقت حکومتونه:

  • ۱-دمجاهدینو موقت حکومت د جلا وطن په نوم ۱۳۶۸ کال، کله چې شورویان له افغانستانه ووتل د صبغت الله مجددی په مشرۍ جوړ شو چې د ګلبدین حکمتیار اویو شمېرنور مجاهدینو د اختلافاتو ښکار او له منځه ولاړ.
  • ۲-کله چې د جلال آباد دنیولو پلان د آی اِس آی او نورو خارجیانو له خوا پاکستان کې جوړشو، آی اِس آی پرېکړه وکړه چې د جلال آباد د سقوط ورسته به د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ یو موقت حکومت جوړېږي او هغه به جلال آباد او کابل ته انتقالېږي چې دا پرېکړه د مجددی اویو شمېر نورو له خوا ترنیوکو لاندې راغله  له بلې خوا مجاهدینو په جلال آباد کې د ډاکترنجیب الله د قواو لخوا ماته وخوړه نو دا پرېکړه نتیجې ته ونرسېده.
  • ۳-کله چې د خدای بخلي ډاکترنجیب الله حکومت سقوط وکړبیا د صبغت الله مجددی په مشرۍ موقته اداره ۱۳۷۱ل کال د دومیاشتو لپاره رامنځته شوه ګلبدین حکمتیار حتی د همدې دومیاشتني حکومت سره هم جوړ رانغی او دصبغت الله مجددی طیاره ئې کابلته د  راتلو په وخت کې وویشته چې د نېکه مرغه طیارې سقوط ونکړ او روغه د کابل هواېي ډکړکې خکته شوه د صبغت الله مجددی دومیاشتنی حکومت هم د سختو ننګونو جګړو او ستونزوسره مخ وه خلکو امن اوامان ندرلوده، که څه هم صبغت الله مجددی نه غوښتل چې له قدرته لاس واخلي خو د احمدشاه مسعود لخوا چې هغه وخت د دفاع وزیروه مجبورشو چې قدرت پرېږدي.
  • ۴-د ښاغلي برهان الدین ربانی په مشرۍ موقت حکومت چې د څلورو میاشتو لپاره د ۱۳۷۱ل کال کې روسته له مجددی منځته راغی، برهان الدین ربانی د حل وعقد شورا په رابللو ځان ئې د افغانستان ولسمشراعلان کړ که څه هم ګلبدین حکمتیارد دې حکومت صدراعظم وټکال شو خو مخالفت پای ته ونرسېد صدراعظم په چارآسیاب کې د دولت سره به جنګ اخته شول او یوبل ئې په توپو او راکټو ویشتل، چې دا جګړه د کابل دجنګونو ورانیو اوجنایاتو سترعامل وګرځېد کابل وران او ۵۰۰زره کابلیان مړه زخمي او بی کوره شول بالاخره د ښاغلي رباني ادارې له طالبانو ماته وخوړه او له خپلې څوکی سره بدخشان او تخارته وتښتېد.
  • ۵-د طالبانوموقته اداره د۱۳۷۷ل کال کې د ملارباني په مشرۍ کابلته راغله په داسې حال کې چې د افغانستان رسمي دولت د برهان الدین رباني په مشرۍ په تخارکې شتون درلوده او جهان د برهان الدین رباني حکومت په رسمیت پېژنده، ملامحمد عمر اخند په قندهارکې پاتې شو او هلته ئې د علماو شورا دعوت او ځان ئې امیرالمونین اعلان کړ خو جګړو همغه سې داوم درلودهٔ، د طالبانو اداره ترپایه درې ملکو پاکستان، عربستان سعودی او امارتوپه رسمیت پېژانده.
  • ۶-د ښاغلي حامدکرزی په مشرۍ موقت حکومت ۱۳۸۱ل کال یا ۲۰۰۱ میلادی کال کې د بی۵۲ الوتکوپه مرسته د بن کنفرانس دپرېکړې په اساس رامنځته شوه طالبان له منځه ولاړل، دغه اداره چې د ډالرونو او نړۍ والوبې سارو مرستوسره واک ته ورسېده ترټولو ناکامه مفسده بې مسئولته اداره وه دغه ادارې نه یواځې دا چې هېڅ بنیادي ټولنیځ ،سیاسی او اقتصادي کار ترسره نکړ حتی یوه کارا او مُدرنه اداري بڼڅټ ئې هم کېنښوده،  په دغه دوره کې نړیوالې مرستې ټولې غارت شوې د بنیادی رغونو په نوم پیسې شخصی جیبوته واچلول شوې مذهبی، ژبني، او قومي اختلافات خپل اوج ته ورسېدل جنګسالاري تقویه، رشوت آزاد اعلان شو د ځمکوغصب چور او تالان، بې عدالتی، خود سري، لنډغري خپل اوج ته ورسېده چې ترننه ملت ترې رنځ وري .

ترهغه ځایه چې ګورو موقت حکومتونه کومه مثبته پایله نه درلوده او وینې بهېدنې زیاتې شوې فقر او فلاکت خپل اوج ته ورسېده خلک بېکوره او بې پته شول، د ډاکتراشرف غني په راتګ اوس یوڅه ناڅه ویلی شوچې په افغانستان کې له ټولو نخوالو او فساد سره سره بیاهم یوښه دولت لروچې ډېرتلاش او کوښښ کوي ترڅومثبت کارونه ترسره کړي او ډېرئې هم ترسره کړي دي اونسبي ښه اداره ئې رامنځته کړې ده که جنګ جګړې نوای نو ښې او سترې لاسته راوړنې به مودرلودلی.

اوس بیا حامدکرزي، اسماعیل خان، عطامحمدنور، میررحمان رحمانی او یوشمېرنور ټوپکمارو، مفسدو او مافیائي کړۍ یوکوښښونه شروع کړي ترڅو موقته اداره را منځته کړي نن یکشنبه د جنوري ۳۱ مه میررحمان رحمانی هم په ډاګه کړه چې د موقت حکومت طرحه ئې ترلاسه کړې اودی ئې هم ملاتړ کوي مقصد د موقتې ادارې نه د هغه مفسدو اومافیایی کړیو بیا قدرت ته رسېدل دي چې د ډاکترغني له خوا له قدرته ګوښه شوي دي، نن د ډاکتراشرف غني سره مخالفت او په هغه نيوکې په یو مُود بدله شوي او د پاکستان، طالبان او ایران نه د امتیازاخیستو له عمله کېږي نه د وطنپالنې او ملي ګټوپه خاطر.

د ډاکترغني دپلوماتیک تلاشونه!

ولسمشر ډاکترمحمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیرښاغلي انتوني بلینکن سره د تېرې پنجشنبې په ورځ له غرمې روسته تېلېفوني خبرې ترسره کړي، په هغه بیانیه چې د امرېکې بهرنیو چارو وزارت خپره کړې ده راغلي چې ښاغلي بلینکن د ډاکترغني سره په تېلفون کې « د سولې نه د امریکا دپلوماتیک قاطع ملاتړ او سیاسی حل لارې تداوم د یوې تل پاتې او عادلانه سولې او دائمي اوربند چې د افغانستان د ټولو خلکو په ګټه وي تاکيدکړی ده» ښاغلي بلینکن زیاته کړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون به له سره څېړي او هیله ئې وښودله چې د افغانستان ټول رهبران باید له دې تاریخي فرصته ګټه پورته کړي۰

د بلې خوا ډاکتراشرف غني د دوستو هیوادو لکه  کانادا، ناروي، سویدن، استرلیا، جرمنی ، چک او ترکیه له ولسمشرانود امریکې دسنا رئیسې نانسي پلوسي او نورویوشمېر سناتورانو سره تیلفونی خبرې کړي او کابل کې له یوشمېرسفیرانوسره لیدلي دي او دافغانستان د سولې، اوربند، د قدرت د مشروع انتقال په هکله ئې معلومات او  مشورې ترسره کړي، همدا شان ښاغلي حمدالله محب د امریکا د ملي امنیت مشاورسره تیلفونی خبرې کړي ښاغلي امرالله صالح سخت امنیتی تدابیر او د ترهګرو اړیکې له بهرسره د یوثبوت په حیث  ترلاس لاندې نیولي او له یوشمېرسفیرانوسره پدې هکله لیده کاتهٔ کړي دي، د ډاکترغنی دا ټول دپلوماتیک کوښښونه باعث شول چې د امریکا او اروپا په لیدلورو کې بدلون را منځ ته شي په هغه اعلامیه کې چې اروپائي ټولنې ناتو او امریکا خپره کړې راغلي:

«کابل کې د امریکا سفارت، د اروپايي ټولنې پلاوی، د استرالیا، کاناډا، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، جرمني او ایټالیا دیپلوماتیک ماموریتونه په افغانستان کې د هالنډ، اسپانیا، سویډن، بریتانیا امریکا دیپلوماتیک بنسټونه په افغانستان کې وژنې، سړي تښتونې او د حیاتي زېربناوو ویجاړول، چې زیان یې نېغ په نېغه ولسي وګړو ته رسېږي، غندي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې ویلي "له خپلو متحدینو او ملګرو سره یوځای موږ وژنې، تښتونې او د مهمو زیربناوو ویجاړول غندو، طالبان باید پر دې پوه شي چې د هغوی ویجاړوونکي او له تاوتریخوالي ډک اعمال نړۍ په غوسه کوي او باید په افغانستان کې د سولې په خاطر ترې لاس واخلي".

د اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې بیا ویل شوي چې "طالبان د دا ډول هدفي تاوتریخوالو د ډېری پېښو مسئولیت لري او د دوی بریدونه دولتي ادارې کمزوری کوي او د یوه نامنه چاپېریال له رامنځ ته کېدو سره مرسته کوي".» بی بی سی پښتو

اوس خبرپدې ده چې بیا کتنه په تړون کې به څه وي، که چېرې امریکا لااقل په تل پاتې اوربند او د خبرواترو په دوام ټینګ پاتې شي دا کاربه د دې سبب شي چې پاکستان خپلو تاکتیکونوکې د طالبانو د مطرح کولوپه هکله بدلون رامنځته کړي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي لا د مخه له امریکا غوښتي چې تړون ته ژمن پاتي شي، که څه هم امریکا هیواد به کومې ګټې چې دلته په سیمه کې لري په کُلي صورت سره به د طالبانو نه لاس په سرنشي او دوۍ سره به خپلې اړیکي وساتي.

طالبان د اسلامي نظام غوښتونکي دي مګرهیڅوک ترې دا نه پښتي چې هغه اسلامي نظام چې طالب ئې غواړه باید خلکو ته ئې تعریف وړاندې کړي چې دا څه رنګ نظام ده چې په دا ۵۷ اسلامي ملکوکې ئې نظیر نشته ده، ولی طالب د خپل نظام له تعریفه ډارلري!؟

طالب وائي چه اویا سلنه خاورئې په لاس کې ده مګر خپله په قطرکې دفتر لري او کډې ئې په پېښاور، کراچۍ او کوېټه کې ژوند کوي.

طالب وائي  چې اویا سلنه خاورئې لاس کې ده مګرله چاوندنو او د نور ډلو له شتون نه منکر ده خیر دا نور ترهګر چېرته ژوند کوي په دولتي سيموکې خو څوورځې ښائي ژوند کولي ونشي یا به نیول کېږي یا به وژل کېږي.

طالب بې له جنګ او قدرت ته درسېدوبل هېڅ کړندلاره د وطن د اولاد او راتلونکي لپاره نه لري او پدې هکله خبرې نوکوي معلومه ده چې طالب همهغه تېرطالب ده چې لا تراوسه د جهان، علم، او تمدن سره کومه لېولتیا او آشنائي نلري دا عصر و زمان د علم و تکنالوژی ده او جهان سره باید همګام اوسو چې دا هيله د امارت په وجود کې تحقق نه مومي انسانان خدا پاک د ژوند لپاره پیداکړي او دا دنیائې دنعمتوسره ورته تحفه ورکړې ترڅوئې د خپل عقل او فکرچې خداج ورته ورکړی ځانته جنت جوړکي او ترې خوند واخلي او د خدای شُکرپرځایکړي.

د امنیتي کارپوهانو په آند که سم تدابیرونیول شي د ملا دادالله له خبروتېردسمبر په کراچۍ کې او حالاتو داسې معلومېږي چې طالبان به ډېرژر یا ختمېږي اویا دولت سره جوړ راځي، جمهوریت ډېرټينګ او د نړۍ والې ټولنې کلک ملاتړ له ځانه سره لري نو د دې لپاره د موقتی ادارې خیال بافانو ته صبرې جمیل د الله له درباره غواړم، اوس نو د یوې پایدارې او واقعي سولې رسېدوته باید زغم اوحوصېله مندي ولرو چې دا ټول د داسې یو نظام ترسیوري لاندې ترلاسه شي چې په هغه کې انساني حقوقوته درناوی، دموکراسی، تولنيځ عدالت، قانون علم و تکنالوژي شتون ولري  او د ولس زعامت د ولس په خوښه او مستقیم ګډون د دموکراتیکو ټولټاکنو په مټ ترلاسه شي، نظام او جمهوریت ساتل د هر با درکه  وطنپال او په ترقي مئین افغان ایماني او انساني دنده جوړېږي.

                                      د تل پاتې سولې او جمهوریت دبریا په هیله