امریکا یو ټګمار شریکباڼی!

امریکا، افغانستان سره د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر کې امنیتي تړون لاسلیک کړ. د امنیتي تړون په سریزه کې ویل کیږي چې دا تړون د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې (د ستراتیژیکو همکاریو موافقتنامه) په تائید چې د ۲۰۱۲ کال د مۍ په ۲ مه لاسلیک شوه او په هغې کې د هغه اصل پر بياټينګار شوی چې دواړه لوري به خپلې همکارۍ ته په ډاډمنه توګه دوام ورکوي، ځکه دوی د افغانستان د خلکو لپاره د يوې عادلانه، سوله یيزې، امنې او له فرصتونو څخه ډکې راتلونکې د تحقق لپاره تعهد لري او همداراز د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي وحدت ته د دواړو لوريو په ټینګې ژمنې په بیا ټینګار سره؛ ترتیب شوی او لاسلیک شو.

د امنیتي تړون لکه څنګه چې مخکې وویل شول، امریکا سره د ستراتيژیک تړون پر بنسټ رامنځته شوی، په شپږمه ماده کې د بهرنی تېري تر سرلیک لاندې په لومړۍ فقره کې ویل کیږي:

«د ملګرو ملتونو د منشور پر خلاف، افغانستان د بهرنیو دولتونو او د بهرنیو په ملاتړ د بهر مېشتو وسله والو ډلو لخوا د تېري او د قوې کارونې د نورو ډولونو، هدف ګرځېدلی دی.د دې قرارداد په محدوده کې، دواړه لوري د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا یا سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې د دا ډول وسله والې قوې یا ګواښونو، د هر بل دولت یا نورو وسله والو ډلو لخوا له وسله والو ډلو څخه د ملاتړ او دوی ته د پټنځایونو او وسلو د برابرولو په کلکه مخالفت کوي.دواړه لوري موافق دي چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت یا سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې د دا ډول ګواښونو پرخلاف د افغانستان د دفاعي قابلیتونو په لوړولو کې همکاري وکړي.»

 په داسې حال کې چې امریکا افغان دولت سره د امنیتي تړون په پورته یاده ماده کې ژمنه ده، بیا څنګه کولای شي په یو اړخیزه توګه او د افغان دولت له ګډون پرته، د طالب ترهګرې ډلې سره چې ځاله يي له افغانستان بهر د پاکستان په خاوره او هلته يي حکومت او پوځ  ملاتړ کوي، د دوحيې تړون لاسلیک کړي. د طالب ترهګرې ډلې سره د امریکا د دوحيې تړون د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژیک او امنیتي دواړو تړونونو مخالف اقدام دی.

امریکا افغانستان ته تروریزم سره چې طالبان يي په سر کې ځای لري او بلخوا همدې طالبانو د نورو ترهګرو لکه داعش او القاعدې لپاره په هېواد کې زمینه برابره کړې، د جګړې په پلمه راغلې، څنګه په یو اړخیز ډول د جګړې سنګر ناتمامه پریږدي او له جګړې تښتي!

بلخوا د طالبانو او داعش د روزنې، وسلوال کولو او افغانستان ته د جګړې لپاره د رالیږلو پته او ادرس معلوم دی او هغه پاکستان دی، د امنیتي تړون له مخې په تېرو ۲۰ کلونو کې امریکا د پاکستان په وړاندې په دې اړه د افغان دولت کوم وړاندیز منلی او هغه يي پلی کړی؟ بلخوا اسلام اباد په تېرو ۲۰ کلونو کې پرله پسې افغان خاوره تر توغندیو او راکټونو لاندې نېولې، د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت يي څرګند یرغل کړی، افغان دولت سره د امنیتي تړون له مخې امریکا په دې تړاو د خپلو شریکو ژمنو کومه برخه عملې کړې؟

امریکا په ۱۹۸۸ کال د اپریل په ۱۴ مه، د پخواني شوروي اتحاد سره په ګډه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ژنیو تړون د لاسلیک په مهال، تضمین وکړ چې پاکستان به څاري چې افغانستان ته د ترهګرو جوپې وانه ستوي او هم به ترهګرو(هغه مهال مجاهدین) ته وسله نه ورکوي. خود ۱۹۸۹ کال د مارچ په ۵ مه، د جلال اباد جګړه کې چې زه يي نږدې شاهد یم نه یوازې د مجاهدینو د بېلا بېلو ډلو پنځلس زره ۱۵۰۰۰ تنو چې په ډول ډول درنو او سپکو وسلو سمبال ول د جنرال رحیم وردګ په مشرۍ ګډون وکړ، بلکې د ISI د هغه مهال مشر جنرال حمیدګل، پاکستاني ملیشو او د اردو منظمو قطعاتو هم چې په توپچي او نورو درنو وسلو مجهز ول، په دې جګړه کې لویه ونډه واخیسته!

امریکا د ژنیو تړون د تضمین کوونکي پتوګه نه یوازې د جلال اباد جنګ ونه غنده، بلکې اسلام اباد يي وهڅوه چې په جګړه کې شرمېدلې برخه واخلي او جګړه هم اداره کړي.

د جلال اباد په تاریخي جګړه کې که څه هم مجاهدینو، د اسلام اباد د ملاتړ او د امریکا د دوه مخي توب سره سره ماتې وخوړه، خو اسلام اباد د نوې روسيې او امریکا په ملاتړ د ملګرو ملتو او د هغه مهال افغان دولت د سولې تګلار سبوتاژ کړه او پر افغانستان يي کورنۍ جګړه وتپله چې تر ننه په بېلا بېلو بڼو ادامه لري.

نورو هېوادو سره هم د امریکا په تړونونو باور نه شي کېدای او امریکا په دې برخه کې خورا بد نړیوال ریکارډ له ځانه پریښی دی!

طالبانو سره په دوحه کې د سولې تش په نوم امریکايي  تړون هم چې د اسلام اباد په اوثقالۍ او لاپو شاپو برابر شوی او د دوی په اند، د افغانانو راتلونکي ژوند لپاره د کاڼې کرښه ګڼل کیږي، برخلیک يي زیات د ۱۹۸۸ کال د ژنیو تړون ته ورته ښکاري!

بېځایه نه ده چې د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار«د امریکا له نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن غوښتي چې د افغانستان او امريکا ترمنځ شوي امنيتي تړون دې پلی او پرې ژمن دې پاتې شي. د يادې جرګې يوې غړې انارکلي هنریار هم ويلي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د تېرې فيبرورۍ مياشت د دوحې شوې هوکړه نقض شوې او له سره بيا کتنې ته اړتيا لري. سناتورانو د طالبانو او امريکا ترمنځ د هوکړې د بيا کتنې ترڅنګ د امریکا له نوي ولسمشر غوښتي چې د افغانستان لپاره خپله نوې سټراټېژي اعلان او همدا ډول نورې شوې هوکړې او تړونونه په رېښتنې ډول پلي کړي، روهي بریښناپاڼه»

په کابل د امریکا سفارت وړمه ورځ خپلو اتباعو ته خبر ورکړی چې په وروستیو ورځو کې په ټول افغانستان کې تروریستي پېښې، سړي تښتونې او جنايي جرمونه زیات شوی او باید خپل امنیت ته پام وکړي. امریکایان دې افغانستان ته سفر نه کوي او هم يي خپلو اتباعو ته ویلي چې له افغانستان ووځي.

که امریکایان د سفارت دا امر پلی کړي ورپسې ښای نور لویدیځ هېوادونه هم خپلو اتباعو ته ورته لارښوونه وکړي چې افغانستان پریږدي.

دا په حقیقت کې د افغانستان د امنیت په اړه یو ډول سبوتاژ ګڼل کیږي. داسې پېښې د لوېدیځو هېوادو لخوا په ۸۰ یمو او ۹۰ یمو لسیزو کې هم تر سره کېدی چې د امنیت په خرابولو کې يي لویلاس درلود.

کله چې په کابل د امریکا سفارت د افغانستان د امنیت په تړاو دا ډول اندیښنه ښۍ، پوښتنه دا ده چې طالبانو سره د دوحۍ د سولې تړون مفاد څه شو؟ په اصطلاح د امریکا او طالبانو«اورکم» څه شو؟ پنځه زره طالبي بندیان چې د دغه تړون پر بنسټ پر افغان دولت په فشار خوشي شول او ټول جانیان او قاتلان ول او زیات بیرته جګړې ته ستانه شوي، ایا په دغه بې امنیتۍ کې لاس نه لري؟

دا او په زرګونې نورې پوښتنې لکه، په افغانستان کې د امریکا د بدرنګه حضور اړتیا، ترهګرو سره د امریکا درواغجنه جګړه، درواغجن ستراتيژيک او امنیتي تړون، د دوحۍ د سولې درواغجن تړون، پر پاکستان درواغجن فشار او داسې نورو ډېرو چارو په تړاو شته چې ځواب ویلو ته انتظار باسي او یا اصلآ ځواب نه لري!

د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ ۲۰ مه

سرلوڅ مرادزی