نيمروز په بهروز، نيمه ورځ په پوره ورځ بدلېږي

نن د افغانستان په تاريخ کې، د ټولو ناخوالو سره سره، يوه بله ستره او خوشحالوونکې پېښه وشوه. د کمال خان بند وروسته له ۷۰۰ کلونو، کله چې چنګېزي ناتار د سيمې د اوبو لګولو بسيا سيسټم وران او ښېرازه مځکې يې په بېديا بدلې کړې، بيا ودانېد او په هسکه غاړه يې زمونږ د ولسونو په اوسمهاله تاريخ کې نوې زرينه پاڼه وغوړوله.

پس له سلما بند نه دا دوهم ستر بند دی چې د کلونو کلونو راهيسې، د کورنيو تاو تريخوالو، د سياسي، اقتصادي او وسله والو ډار اچونو، فشارونو او تېريو په شمول د ايران له پياوړو لاس غځونو، د ټولو بهرنيو لوټمارانو او د هغوی د اجيرو لاسپوڅو ګونګوټي ته ورته خواريو سره سره، زمونږ د قهرمانو امنيتي ځواکونو او هوډمنو انجنيرانو او کاريګرو په مټ، په بريا سره ورغول شو او د زرغونتوب، ښېرازۍ او سرلوړۍ د زېري بيرغ يې د نيمروز په وچو دښتو کې په رپا راووست.

نن مونږته د خوښۍ او نڅا ورځ، خو د ايران د انقلاب پاسدارانو، د فاطميونو لښکر او ملا انصاری ته غملړلې توره ورځ ده.

د سلما او کمال خان د بندونو بريالۍ رغونې، د دښمنانو په مخ زمونږ خپل منځي ملي يووالی مظبوط، ملي روحيه پياوړې، او ملي غرور اوچت کړ.

 د نیمروز دا بند او نور اتصالي او اقتصادي پراختياوې به نه يواځې د نیمروز او نیمروزیانو، بلکه د ټول افغانستان په اقتصادی او ټولنيز ژوند کې مثبت بدلونونه راولي.

په ځای به وي وروسته له دې نيمروز ته بهروز ووايو؟

هغسې چې د نيمروز مشرانو او فرهنګيانو د اوبو د مهارولو په برخه کې د ولسمشر اشرف غني د هوډ ستاينه او ترې مننه وکړه، زه هم د يوه وطنوال په توګه د ده د دې هوډ ستاينه کوم او ترې غواړم چې د کنړ، کوکچې، د لغمان سيندونو او نورو سيندونو په سر د بندونو د رغولو وياړ هم خپل کړي او په دې توګه نه يواځې خپل نوم زمونږ د تاريخ په پاڼو کې په زرينو تورو وليکي بلکه د اوبو او برېښنا له پلوه هيواد د هر اړخيزې ښېرازۍ او بسيايۍ په لور يو پراخ ګذار ته ورتېر کړي .

د ويلو وړ ده چې په نوو خړوبېدونکو مځکو کې بايد د کوچيانو د ميشته کولو او په ډاډمنه توګه د څارويو ساتلو او د اړوندو صنايعو د پراختيا علمي او عملي تګلاره هم پلې شي. د دې وخت لا ډېر پخوا رسېدلی و چې دغه د بدويت ژوند ته د پای ټکی کېښودل شي او په دې سره د دوی او د عنعنوي څړ ځايونو له ګاونډيانو سره د دايمي شخړو کمبله هم ټوله شي.

طلوع نيوز د کمال خان بند د پرانیستې په هکله داسې ليکلي دي:

« ولسمشر غني نن سهار (چهارشنبې د وري ۴مه) نیمروز ولایت ته ولاړ او د کمال خان بند یې په رسمي توګه افتتاح کړ.

په نږدې لسو کلونو کې چې د دغه بند د جوړېدو د کارونو له پېله تېرېږي، پر دغه بند د دولت د مخالفو وسله والو له خوا په ځلونو برید شوی دی او د دغې پروژې څه باندې ۲۰ تنه ساتونکي او ځينې کارکوونکي وژل شوي دي.

د کمال خان بند ساتونکي وايي چې بالاخره د دغه بند له جوړېدو سره د هغوی او د هغوی د وژل شویو همسنګرانو هیلې پوره شوې.

د چارواکو په وینا، پر دغه بند کابو ۲۰۰ مېلیونه ډالره لګول شوي دي.

د کمال خان بند لومړني کارونه په ۱۳۴۵ لمریز کال کې پیل شول. په ‍۱۳۹۰ کال کې د لومړنۍ برخې ودانیز کارونه او په ۱۳۹۶ کال کې د درېیم یا وروستۍ برخې کارونه پيل شول.

د دغه بند د اوبو د زېرمه کولو کار د تېر کال د سلواغې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شول. د کمال خان بند د ۵۲ مېلیون مټرمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې کولای شي کابو ۱۷۴زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.

دغه بند همدارنګه د نهه میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري.»

د ۱۴۰۰ل کال د وري ۴

د ۲۰۲۱ ع کال د مارچ ۲۴

*****