دبیان زمان راغلی مه ویریږۍ
رښتیا مخکې کړۍ درواغو نه تیریږۍ

دا پړاو چه دورمي وړاندې شۍ په ننګه
ګوندې لنډ دا اوږد مزل کړي وهڅیږۍ

شۍ یو موټی مزبوط اوسۍ ګورۍ وړاندې
شاته مخ ته هم په ځیر شۍځانته ګورۍ

ګورۍ شپه ده تیاره مخکې ستوري لږدي
ګورۍ دمه کوۍ تم شۍ ستړي کیږۍ

د خوزښت د بري  لار ه  تل اوږده  وي
سوکه درومۍ قناعت کړۍ نه خواریږۍ

پرونۍ ترخې خوږې  په یاد کې ساتۍ
ژوند تاریخ دی که شي هیر تاسې خواریږۍ

سرحد خیال ته ورغلی تاسې ستایې
پرونی قوت ژوندی دی چې یادیږۍ

امرالدین سرحد
مسکو
۰۵