ایا د دوحا تړون طالب ته مشروعیت ورکولی شي؟

طالب امریکا سره په دوحا تړون کې د دوی په ګټه د پټو معاملو پرته، د خپل مشروعیت لپاره د هېواد او نړیوال حقوفي بنسټونو له مخې هیڅ لاسوند او دلیل نه لري.

دوی چې د دوحا تړون په مټ، له پوځي لارې دولتي واک ترلاسه کړی؛ واک يي د مشروعیت د بحران سره مخ دی. نن سبا پنځه میاشتې پوره کیږي، خو د طالب واک نه په هېواد دننه مشروعیت پیداکړ او نه په نړۍ کې کوم هېواد په رسمیت وپېژاند. کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان چې د برتانوي هند د انګریز وایسرای اکټونه کوي؛ هېواد يي تر اوسه تیار نه دي چې د طالب حکومت په رسمیت وپېژني.

ډیری طالبان داسې فکر کوي چې دولتي واک مو په زور نیولی، په کور دننه او بهر مشروعیت يي لا چا کښلی! مشران يي هم ښای په دې باور وي چې امریکایانو سره د دوحا تړون په پایله کې يي دولتي واک ترلاسه شوی او دا تړون ورته مشروعیت ورکولی شي.

د همدغه ډاد پر بنسټ، د طالب د بهرنیو چارو وزارت هم لکه د امر معروف او نهې منکر وزارت پشان په کورنیو کوچنیو او بې ارزښته چارو، لکه د ښځو په چادرو، جوماتونو ته د ډله یز لمونځ لپاره د خلکو په ډبولو او استولو او یا د خلکو د ویښتانو په کمولو بوخت دی. د دغه وزارت سر پرست وزیر سفرونه يي هم چې ډیری يي پاکستان ته کیږي، هلته یا د پاکستان د جمعیت علما د مولانا فضل ارحمان سره کتنه او مشورې وي او یا پېښور کې د حقاني مدرسي د ملایانو سره مصروف وي چې د هغه له دندې سره هیڅ تړاو نه لري.

تر امیرخان متقي څځه چې د بهرنیو چارو د وزارت سرپرستي ورترغاړې ده، د افغانستان په بهرنۍ پالیسي کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي ډېر فعال دی، خو د هغه هڅو هم د طالب حکومت د مشروعیت سره مرسته نه ده کړې!

که یوخوا د پاکستان دغه هڅې په بهر کې طالبانو ته ګټه نه رسوي، په کور دننه هم پاکستان ته په ګوډاګي توب، طالبان د افغانانو د لا کرکې سره مخامخوي. افغانان د پاکستان هر اقدام ته د شک په سترګو ګوري او پاکستان خپل تاریخي دښمن بولي. د دښمن سره زیاته دوستي چې اوس په تېره بیا د استازولۍ کچې رسېدلې؛ په کور دننه د طالبانو مشروعیت ته لوی خطر دی او طالبان باید دا له پامه ونه غورځوي.

طالب باید وپوهیږي چې حکومت کول په شګو کې د ماشومانو کوریشتې نه دي. حکومت کول مسوولیت دی او تر ټولو لومړی خلکو ته خدمات دي چې طالب مشران ترې انکار کوي. ملا حسن چې طالبان يي خپل لومړی وزیر بولي په یوه وینا کې چې صوتي بڼه لري، وايي«دوی د اوسني بشري بحران، اقتصادي سقوط او خلکو د وتلو او مهاجرت مسوولیت نه لري»

که ملاحسن داسې څرګندونې د تېر حکومت په تړاو کوي، تېرو حکومتونو خپلې نورې ستونزې درلودې چې له چا پټې نه دي او یوه لویه ستونزه يی د طالب لخوا وسله واله جګړه او ناامني وه؛ خو یادې درېواړه ستونزې او ډېرې نورې نوې ستونزې د طالبانو واک زیږولې چې انکار يي  طالبانو ته د ګټې پرځای، په لوی تاوان بدلېدای شي.

ملا حسن پخوا هم ویلي ول چې خلک دې د روانو سختیو په وړاندې، لکه د څارویو پشان بغاري ووهي. انس حقاني یو بل لوړپوړي طالب هم په لوګر کې خلکو ته ویلي ول چې خلک دې په ولږه کې واښه وخوري. ایا په داسې څرګندونو او کړنو کورنی مشروعیت تر لاسه کېدای شی.

ښځې د افغانستان نیمايي نفوس جوړوي، د طالبانو چلند د دې نیمايي نفوسو سره په دښمنۍ ولاړ دی، ایا دا نیمايي نفوس به د طالب مشروعیت ومني؟ د طالبانو د لوړو چارو وزیرعبدالباقي حقاني پخوا ویلي ول چې په تېرو شلو کلنو کې چې زده کړې شوې، دهېواد په ګټه نه دي او زده کوونکي باید له سره د دوي په دیوبندي نصاب تربیه شي، ایا زده کوونکي او کورنۍ به يي طالبانو ته په داسې څرګندونو مشروعیت وبخښي؟

طالب د افغاني ټولنې د ټولو قشرونو سره ستونزه لري، هیڅوک تیار نه دی چې د طالب به له بدلونه پرته، د یوه مشروع واک پتوګه وپېژني.

په تېرو پنځو میاشتو کې د طالب اصلي مشر ملا هیبت الله له افغان ولس مخپټی اوسي، ایا ولس د داسې  یو چا مشرتوب او مشروعیت مني چې له خپل ولسه مخ پټوي؟

همدارنګه طالب باید د ایران د فاطمیونو، نظارشورا د پاتېشونو او داعش خطر ته په کمه سترګه ونه ګوري. د نن ورځې کوچني خطرونه د سبا ورځې په غټ خطر بدلېدای شي!

په سلګونو او زرګونو داسې نورلاسوندونه او دلایل شته چې په ملي کچه طالب ته مشروعیت ستونزمنوي او طالب هم د دغو ستونزو په له منځه وړلو کې اقدام نه کوي.

طبیعي ده کله چې په کور دننه طالب مشروعیت ونه لري او د مشروعیت په لارو چارو نپوهیږي او یا نه غواړي پوه شي؛ په نړیواله کچه مشروعیت نه شي پیداکولای!

په زور او پوځې لارې او کودتا سره چې هغه هم د یوې بهرنۍ معاملې او توطیې سره تړلې وي، دولتي واک غصبول، مشروعیت نه شي تامینولای!

زما داسې لیکنې د طالب د تخریب په نیت نه دي، بلکې د دوی د سمون او اصلاح لپاره کیږي. تر داسې لیکنو د طالب خپل ناوړه عمل، طالب زیات تخریبوي چې باید خپله تګلار ورغوي او خپل چلند اصلاح کړي.

د ۲۰۲۲ کال د جنوري ۶ مه

سرلوڅ مرادزی