د نېشې خوب

د عسکري مکلفیت او احتیاط په دوره کې، څو ملګرو راته وویل چې که راروانې جمعې ته چیري د بنګو بنګاوه سره وچښو ښه به وي. ما هم دوی چې درې تنه کېدل، خپلې دېرې ته د بنګاوې لپاره راوبلل.

بنګاوه د یو مسلکي بنګاوچې په لاس چمتو شوه او موږ هر یو، یو ډک ګیلاس وچښه. تر نیم ساعت ځنډ وروسته هم د نېشې کومه څپه احساس نه شوه. بنګاوچي اړ شو چې زموږ په غوښتنه یو بل ګیلاس هم تیار کړي. کله چې مو بل ګیلاس سره وچښه، تر لږ ځنډ وروسته د بنګاوې څپو پسې واخیستو. زه چې کوربه وم، د میلمنو له حاله خبر نه شوم او میلمانه هم د میلمستیا له ډوډۍ پاتې او هر یو د نېشو په زین کړي اس سره سپاره شوو.

ما په ناست کټ کې د کټ بازوګان ټینګ ونېول او په هوا شوم. کله کله به مې کټ لږ څه ځمکې ته راښکته شو، خو بیرته به جیګ شو او په دې مرحله کې مې زیات فشار احساسوو. تر لږ ځنډ وروسته بلې مرحلې ته داخل شوم، نور مې کټ ځمکې ته نه ښکته کېده او د اسمان په لور مخ پورته روان وم.

زه هغه مهال د بطلیموس د اوو(۷) اسمانونو له نظريي چې په دوهمه میلادي پېړۍ کې يي وړاندې کړې وه او تر هغې وروسته په عرب و عجم کې مشهوره وه، یو څه خبر او په تحت الشعور کې مې ناسته وه او هغه دا چې زموږ پر سر اووه اسمانونه موجود دي.

ما تر اووم اسمان پورې اوږده لار د نېشې په همدې مهلت کې بې وقفې ووهله. د نېشې په ژورتیا کې چې ښای د شپې دوه یا درې بجې به وې، د اووم اسمان زړه ته ورسېدم، هر خوا مې سر ښکار کړ او په څو شېبو کې مې دا اسمان ګز وګام کړ. هلته مې هیڅ هغه موجودات او مخلوقات ونه لېدل چې نورو بنګیانو او نېشه یانو لېدلي او ځمکوالو ته يي د هغوی په اړه تر پېړیو راهیسې افسانې او قصې جوړې کړي دي.

سهار چې له نېشې او خوب راجیګ شوم، په کټ کې له خولو ډوب پروت وم. ملګرو ته مې قصه وکړه، هغوی هم ورته خوبونه لېدلي ول.

په نېشه کې ټول اسمان ته ختلای او خوبونه لېدلای شۍ، خو دا ټول د نېشې خوبونه دي او په ویښه امکان نه لري!

۱۳۵۶ کال

 ننګرهار کې د خوګاڼيو د وزیرو عسکري چوڼۍ

«د بلې سیارې خلک» له کتابه

سرلوڅ مرادزی