بېلچه

د بېلچې ګوزار د وخت یو ستر یاد ګار شو

چې قاري سعید پر څټ باندې ګوزار شو

الاهه د وخت یوه بله ناهید(۱ ) بوله

د طالب پر تندې داغ يي، لا داغدار شو

د هغې بېلچې تر لاستي نه ځاریږه

چې په لار د انسانیت کې نن پکار شو

يادونه:

(۱ )  الاهه دلاورزۍ د طب پوهنځي د دوهم ټولګي ۲۴ کلنه محصله ده چې د قاري سعید خوستي لخوا په زور په اصطلاح نکاح شوې ده.

او شهیدې ناهید ته اشاره ده چې:

په ۱۳۷۱ کال کې (۱۹۹۲ عیسوي) چې مجاهدین د اسلامي جمعیت په مشرۍ دولتي واک ته ورسېدل، د نظارشورا څو تنه لنډه غر وسلوال د ناهید کور ته چې د دریم مکرویانو په ۱۶ بلاک او ۱۸ اپارتمان کې واقع وو، وراوړي. دې لنډه غرو غوښتل ۱۴ کلنه پیغلوټې ناهید، په زور ځان سره خپلې قرارګا ته د بېناموسۍ لپاره یوسي. ناهید ځان له پنځم مزل لاندې غورځوي او ځای پرځای د شهادت جام څښي. په سبا يي جنازه خاورو ته سپارل کیږي. مزار ته يي خلک اوس د دعا لپاره ورځي.

نوټ: موږ هغه مهال د ۱۶ بلاک ترڅنګ په پنځلسم بلاک کې اوسېدو. د دې او داسې ډېرو نورو خونړیو پېښو شاهد یوو.

د ۲۰۲۲ کال د اګست ۳۱ مه

سرلوڅ مرادزی