جمهوریت او د رویا واکمنۍ

په پخوا زمانو کې هغه مهال چې ولسونه ساده او ټولنې سره پاشلې وې، د ټولنې ځینې هوښیارو کسانو به ویل چې خوب يي لېدلی او ورته دنده سپارل شوې چې د ولسونو مشري پر غاړه واخلي. دا چې خوب کې به چا اوڅنګه ده ته د مشرتوب دنده سپارله، په بېلابېلو ټولنو او زمانو کې يي په جلا جلا ډول بیان او تفسیر راغلی دي. دې کسانو به خوبونه لومړی خپلو نږدې کسانو ته ویل او په واک کې د ګډون په موخه به دا ډله، د خوب لېدونکي د حوارینو ډله جوړېده.

ځینو کسانو بیا د بېلا بېلو نېشه يي توکو نېشې کولې او د نېشې په حالت کې به ورته د دوی په اند، رسالت سپارل کېده چې په ویښه هغه پلی کړي.

په ګورو ځنګلونو، د غرو په څمڅو او نورو ګوښه ځایونو کې د ریاضت او تفکر بڼه هم، پر ولسونو د واکمنۍ چلولو لپاره د یوې وسیلې پتوګه کارېدلې. طبیعي پېښو لکه باد، زلزلې، بریښنا او یا لکه اور، لمر، سپوږمۍ او نورو ته پنا وروړل او له دې پېښو ډار او له هغو څخه بېلابېلو تعبیرونو هم ځینو کسانو ته پلمه ترلاسه کوله چې په ولس کې د واک پیداکولو او چلولو لپاره له هغې ګټه پورته کړي.

په ولسونو کې د پیرانو او ولیانو استخارو هم د واک په ټینګولو او بدلون کې رول لوبولی.

بلاخره د ولسونو ویښتوب، روښانتیا او پرمختګ د دې لامل شو چې د رویاوو او خوبونو د واکمنۍ ځای، خپله د ولس واکمني ونیسی. نن په ولسی واکمنۍ یا جمهوریت کې د خلکو رایه واکمني چلوي او د څو تنو د خوبونو او رویاوو بازار لا پسې سړیږي!

د واکمنۍ نورو بڼو لکه د وسلو کاروونه، جنګونه او کودتاوو هم د رویا د واکمنیو پشان ګټوره او بریالۍ پایله نه ده لرلې او د جمهوریت بدیل نه شي کېدای!

د ۲۰۲۲ کال د سیپټمبر ۲۱ مه

سرلوڅ مرادزی