د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي یووالی اړین دی

موږ په دی باور یو چې اوسنيو حالاتو ته په کتو، دا د افغانستان د ټولو سياسي فعالانو مهمه دنده ده چې د پرمختيايي موخو، ارزښتونو او ملي ګټو باندی په تمرکز په يو ملي اتحاد کې د افغانستان د ژغورلو لپاره سره متحد، او د افغانانو د ویاند په توګه د افغانستان د ژغورنې په موخه سره يو موټی شي،‌ او د طالبانو د وسطایی پیړیو د حکومت په وړاندی په یوه ملي او نړیواله بدیل شکل ومومی.

دا موخه د سلګونو مختلفو سازمانونو، اتحادیو، شوراګانو، جرګو، بنسټونو او نورو په جوړولو سره نه شي ترسره کیدی، کوم چې په یو ټاکلي وخت کې مناسب وو، مګر د مذهبي افراطیت، د وسطایی پیړیو د بدویت څخه د افغانستان د ژغورلو لپاره، او د جهادي تنظیمونو د فساد د بیرته راګرځیدو او مخنیوی لپاره، نور دا بهیر اغیزمن ندی.

اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې مشترکات او د یووالي ټکي سره وپیژنو، په هغوی ټینګار وکړو او ګډو موخو ته د رسیدو لپاره سره په ګډه سره سرښیندنی او کوښښ وکړو. اول اولویتونه او لومړیتوبونه مشخص کړو او د هغوی د پله کولو په منظور لازمې،‌موثر او اړینی تګلارې ورته مشخص کړو.

د افراط او بدویت له شر څخه د افغانستان ژغورل،‌ د خلکو د مدني حقونو خوندی کول، د هیواد ښځو او نارینه وو ته د تعلیم، تحصیل، زده کړې، او د کار زمینه برابرول، د جنسیتي تبعیض ختمول، د اساسي قانون او مدني قوانینو حاکمیت راستنول، او هیواد بیرته نړیوالې ټولنې ته راستنیدل، دا ټول نه یوازې دا چې د افغانستان د روڼ اندو یا روشنفکرانو بیړنۍ دنده ده، بلکې د نړیوالې ټولنې مکلفیت هم بلل کیږی.

د طالبانو د وحشتناکه افراطیت او بدویت یو کلنه تجربه، حتی د پاکستان د ملت او حکومت په ګټه هم نه دی، چا چې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د دوی تر ټولو ډیر ملاتړي کړی دي. د طالبانو تحريک د خپلې ايډيالوژۍ د ماهيت او د خپل عقیدوی محدوديتونو پر بڼسټ، نه يوازې دا چې په سيمه کې د ترهګرۍ د ودې په مخنيوي کې پاتې راغلی، همداراز د سيمې د حکومتونو د سياسي ثبات لپاره هم جدي ګواښ ګڼل کېږي.

له همدې امله لکه څنګه چې طالبان د پاکستان، امریکا او نورو سیمه ییزو شریکانو په مرسته واک ته ورسېدل، د افغانستان له افراطیت او د طالبانو له تعصبه د ژغورلو لپاره بیآ هم د پاکستان، امریکا او نړیوالې ټولنې او شریکانو مرستې ته اړتیا ده.

موږ د نړیوالې ټولنې پام د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ دوحې تړون ته راګرځوو. که څه هم دغه تړونونه په عمل کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د کمزوري کېدو او بالاخره د هغه د ړنګېدو لامل شول، خو چون دغه تړونونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا تصویب شوي، د دغو تړونونو پر وړاندې د خپلو مکلفیتونو په عملي کولو کې د طالبانو پر رعایت ټینګار باید وکړی. او له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو قانوني چوکاټ هم باید همدا وي. د دوحې د هوکړی له مخې، طالبان ژمن دي چې "د افغانستان د راتلونکي سیاسي لارې نقشې په اړه د توافق لپاره" له افغان جوانبو سره بین الافغاني مذاکرات وکړي. څرنګه چې د ایران د اسلامي جمهوریت دولت د دغو هوکړو له اړخونو څخه نه دی، نو موجودیت یې د هوکړی د اجرا لپاره هم یو شرط نه دی، نو د دغو مکلفیتونو عملي کول په تیره بیا د راتلونکي سیاسي لارې په هکله د موافقې ضرورت شته،‌او له افغان طرفینو سره د افغانستان د سیاسی جوړجاړی ضرورت لا هم پر ځای پاتې ده. په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د راتلونکي لپاره یوې سیاسي نقشې ته د رسیدو لپاره او له طالبانو سره د خبرو اترو د پیل لپاره د افغانستان ګوندونه او د ټولو افغان سیاسي او مدني ډلو شتون ضرور دی چې افغانستان له فساد او تعصب څخه وژغوري او د افغانستان ملي ګټو ته ژمن وي.

څرنګه چې د افغانستان خلک، فساد او د جنګسالارانو د مافیايي واکمنۍ شتون، ‌د اسلامي جمهوریت د زوال یو لامل ګڼي، په دی منظور، د دوحې په خبرو اترو کې د پخوانی جمهوريت د مذاکرې کمیټې غړی، چې د جمهورت په دننه د فاسدو جهادي مافیایي جنګسالارانو څخه جوړ وو، هغوی نور د افغانستان د خلکو استازیتوب نشي کولای.

همداراز، هغه کسان چې ځانونه افغانان نه ګڼي او د افغانستان ملي ګټې نه پیژني، د اخلاقیاتو پر بڼسټ، په دې پروسه کې تر هغه وخته شامل کیدی نه شي چې د دې اعلامیې ارزښتونو او موخو سره په لیکلي او لفظي ډول موافق او ورته ژمن نه وي.

دا په طالبانو او پر نړيواله ټولنه پورې اړه لري چې دغو ژمنو او قانوني اسنادو ته بیآ راوګرځي او په افغانستان کې د کړکېچ او تراژيدۍ د لا ژورېدو مخه ونيسي او د دی مخ نیوۍ وکړی چی افغانستان د نړۍ لپاره د تروريزم او خطر په یوه ځاله بدل نه شي.

د ۲۰۲۰ کال د دوحې د تړون پر بڼسټ، د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د «افغان لوریو» او د طالبانو ترمنځ د خبرو هدف د افغانستان د راتلونکي لپاره یوې سیاسي لارې نقشې ته رسیدل دي. د دې پلان وروستۍ موخه به په افغانستان کې د سیاسي ثبات او دایمي سوله او د قانون حاکمیت وي.

لیکوال: ډاکټر نوراحمد خالدي

ژباړونکی:‌ذبیح الله خوګیاڼی