جایزه

عبدالرشید دوستم د برهالدین رباني د مړینې د یاد په تړاو، په انلاین کنفرانس کې ویلي که امریکا او نړیواله ټولنه يي ملاتړ وکړي؛ په لسو ــ پنځلسو ورځو کې به ټول هېواد بیرته ونیسي او یو دیموکراتیک حکومت به چې د بشر حقوق پکې خوندي وي، جوړ کړي!

دا چې د دوستم، خدای مکړه په دا درېیم ځل! دیموکراتیک حکومت کې به د بشر حقوق څنګه وي، د هغه د سیاسي رقیب ښاغلي احمد ایشچي د جنسي ځورنې په زړه دوسیه کې يي اټکل کولای شو. په دې تړاو یوه قصه چې فیسبوک کې مې لوستې وه، رایاده شوه.   

وايي چې د لس میلیونو پیسو جایزه وټاکل شوه او هغه پلار ته يي ورکوي چې لس زامن يي زیږولي وې. یو پلار چې ۹ زامن يي په کور درلودل او یو کمبود وو، خپلې میرمن ته وویل چې له یوې بلې ښځې هم یو زوی لري، هغه به راولي چې لس پوره شي او جایزه وګټي. سړی په هغه زوی پسې لاړ او د رسېدو سره سم يي د نوموړي مور ته قصه وکړه چې یو میلیون پیسې به تاته هم ورسي. کله چې د زوی سره یوځای کورته راځي، ګوري چې نور ۹ زامن يي نشته. د زامنو له مور پوښتنه کوي چې زامن څه شول؟ مور خاوند ته وايي چې هر یو پسې خپل خپل پلار راغی او له ځان سره يي یووړل.

د رشید دوستم په ګډون د پخواني حکومت زیاتره لوړپوړي چارواکي (استثنا شته)، د حکومت تر سقوط وروسته هغه ادرسونو ته لاړل چې د دوی په روزلو او غټولو کې يي برخه اخیستې وه.

بېځایه نه ده چې دوی له امریکا او نورو ادرسونو څخه د هېواد په بیا ورانۍ کې د نورو پیسو او جایزو غوښتنه لري!

د ۲۰۲۲ کال د سیپټمبر ۲۲ مه

سرلوڅ مرادزی