بخت او کلتور

بخت مې کوټه شو؛

هر څه ته چې لاس اچووم، له بیخه نړېږي؛

لاس مې تورې سپۍ څټلی؛

له خپله بخته چاو ته فریاد کړم؛

پاچاهي په بخت ده، نه په تخت؛

څه چې تقدیر کې لیکل شوي، نه بدلیږي؛

ما ډېر کوښښ وکړ، بخت یاري ونکړه؛

ګیله له خپله بخته ده؛

بده بخته، ته مې دښمن يي؛

او دې ته ورته متل وزمه ویګړې او جملې زموږ د خلکو په خولو او ذهنونو کې ناستې او پرلپسې کاریږي.

موږ زیات وخت خپله ناغیړي، تېروتنه او ناپوهي د بخت او تقدیر تر پوښ لاندې تېروو او دا زموږ له کلتوره خړوبیږي.

د ۲۰۲۲ کال د سيپټمبر ۲۷ مه

سرلوڅ مرادزی