ښاغلی عبدالصمد ازهر

د لندن لنډ سفر

د ۲۰۲۴ز کال د جون له ۱۲ تر ۱۹ پورې مې له خپل کشري زوی کهکشان ازهر (اکمل) سره د لندن سفر درلود. هلته زما د کورنۍ ځيني غړي هم ژوند کوي خو اصلي موخه د افغانستان د تاريخي څېړنو مرکز بيا کتل و، کوم چې د ډاکتر وارث وزيري په نوښت له ډېرو کلونو راهيسې رامنځ ته شوی او ورځ تر بلې يې پراختيا او تکامل موندلی دی. دا مرکز مې څو کاله پخوا هم ليدلی او د هغه د اهميت ژورتيا مې درک کړې وه. دغه مرکز اوس نه يواځې په نايابو کتابونو، مقالو، نخچو او انځورونو ډېر بډای شوی، چې د ځای  او سمبالتيا له پلوه هم د پام وړ بد لون په کې راغلی دی.

ډاکتر وزيري د هغې ژورې مينې پر بنسټ چې له ګران هيواد او د هغه له پرتمن تاريخ سره يې لري، د خپل کار او زيار نه لاس ته راوړې شخصي پانګه د ډېرو کميابه او نايابه آثارو په پېرودنې ، کوم چې په ډېرو لوړو بيو تر لاسه کېدای شول، لګولې او لا هم لګيا دی څو نور هم مونده او راوپېري. په دې مرکز کې د دې آثارو د پايښت او تکثير په موخه، ټول ديجيتال کېږي او په پام کې ده چې د افغانستان د شتو (ملکيت) په توګه په هيواد کې يو شمېر مراکزو ته ولېږدول شي.

دې پروژې ته لا پخوا د ډاکتر اشرف غني پام هم وراوښتی او يو شمېر ديجيتال شوي آثار د ده د رياست په وخت کې د ژباړې او څېړنې په موخه اکادميکو مرکزونو ته سپارل شوي ول.

ډاکتر وزيري وايي او رښتيا وايي هغه ولس چې له خپل ريښتينی تاريخ نه خبر نه وي يو موټی ملت کېدل يې ستونزمن وي. که چېرته دغسې آثار وژباړل شي او د ځوان نسل په اختيار کې کښېښودل شي، بيا به قومي ځانځانيو او بيلتون پالنې ته ځای پاتې نه وي.

وګورئ، که چېرې دغه مرکز، دغه ستر ادعا شوی رسالت تر سره کړای شي، دا به يو ټولنيز اوښتون (انقلاب) وي او تاريخ به د دې مرکز او ډاکتر وارث وزيري په نومونو وليکل شي. هيله من يم چې دغسې وشي.

په دې سفر کې ډاکتر وزيري زمونږ ډېره پالنه وکړه چې ډېر ترې منندوی يم. د ځينو فرهنګي شخصيتونو سره د ناستي او خبرو اترو زمينه هم برابره شوه، چې تر ډېره يې د پوښتنو او ځوابونو بڼه درلوده او زمونږ د ژوندانه مهال پر تاريخي پېښو او بدلونونو څرخېدله. ما هم د دوی له خبرو نه ډېر څه زده کړل.

د مرکز د کتابتون يوه څنډه

ډاکتر وزيری د مرکز په هکله څرګندونې کوي

له ښۍ خوا نه د بي بي سي ژورناليست سپين تڼی،

لندن کې د افغان سوسايتي مسوول کريم شيرين،

پياوړی کيسه ليکونکی عبدالوکيل سوله مل شينواری،

ز ه او ټولو ته مخامخ ناست ډاکتر وزيری.