د روان کال د نومبر په ۱۱ مه، په ظاهر کې د ۷ تنه هزاره وروڼو او خویندو د شهادت په تړاو چې داعشي وحشیانو د انسانیت د ټولو ارونو په خلاف په زابل کې شهیدان کړل، په کابل کې یو لوی لاریون ترسره شو. د لاریون د ښېګڼو او بدګڼو په اړه د بېلابېلو څرګندونو ترڅنګ، د اجراییه ریاست دوهم مرستیال ښاغلي محقق وايی، د لاریون شا ته ځینو کړیو کمین نیولی وو او له لاریون څخه يي نورې غوښتنې او موخې درلودې!

ترهرڅه مخکې د داعش داسې وحشي او انساني ضد اقدام چې زابل کې يي څو تنه ملکي او بېګنا هزاره افغانان د څو میاشتو بند، ذهني او جسمي کړاو وروسته، د څارویو پشان حلال او بیا يي د هغو جسدونه د غره په ګړنګ کې وغورځول، په سختو ټکو د غندنې وړ دی!

د داعش داسې عمل چې د اسلام او شریعت په نوم يي ترسره کوي نه یوازې اسلام او شریعت ته بشپړ سپکاوی دی بلکې د افغان، انسانیت او بشریت په وړاندې څرګند وحشت او جنایت دی.

داعش په څه د پاسه یو کال کې د ننګرهار، بدخشان، فراه، هېلمند او د افغانستان په نورو سیمو کې هم ورته جنایتونو تر سره کړي دي. داعش په ننګرهار کې د یوې ورځې نوی زیږېدلی ماشوم لومړی د مور او پلار په مخ کې څېري او دوه نیم کړ او بیايي د نوموړي ماشوم مور او پلار هم په داعشي طریقه ووژل!

داعش لکه طاعون او وبا زموږ د وخت، افغان ګیر او عالم ګیر افت دی!

د داعش او بلې هرې ترهګرې ډلې او د دوی د بهرنیو ملاتړو او ساتندویانو په وړاندې غبرګون او لاریون څه چې افغانان باید وسلوالې جګړې او جهاد ته چمتو وي. نن يي وخت دی چې افغانان پخپل یووالي او یو موټيتوب سره د داعش او د هغو د ملاتړو په وړاندې یو سوک او یوځواک شي.

د داعش په وړاندې چې د سیمې او نړۍ استخبارات يي ترشا ولاړ دي سخته او پيچلې مبارزه، تاریخ د افغانانو پر اوږو ایښي. افغانان په داسې مبارزه کې تر هر څه مخکې غښتلي مرکزي دولت ته اړتیا لري. که د تاریخ په دې حساس پړاو کې د افغانانو کومه ډله او ګروپ د دولت ستنې چې بې له هغې هم سستې دي، لاکمزورې او کاواکه کړي، په یوه یا بله بڼه داعش او د هغو بهرنيو ملاتړو ته ګټه رسوي.

دلته باید افغان دولت د نیمګړتیا وو په لامل، له داعش او ترهګرو سره یو شان ونه ګڼل شی او دا هغه ټکی دی چې ځیني کړۍ یا پرې نه شي پوهېدای او یا د افغان ولس د ګټو پر خلاف په لویلاس غواړي، دا هرڅه سره ګډ کړي، اوبه خړې کړي او په اصطلاح کبان ونیسي!

د دولت په پاتېګړو او نیمګړتیاوو نیوکه او د هغو د ښه والي او سمون لپاره وړاندیزونه د افغانانو مدني او قانوني حق دی. نیوکې باید د نیمګړتیاوو د له منځته وړلو او سمون لپاره وي او د دولت د ستنو د لاپياوړتیا په موخه ترسره شي.

نن ــ سبا په داسې حال کې چې افغاني ټولنه او دولت د داعش او نورو ترهګرو له وسلوالې جګړې سره لاس وګریوان دی، له بهرني دوښمن سربېره، په کور دننه یو شمېر کسان او ډلې هم د دې پرځای چې په ملي او سراسري چارو او ارزښتونو کې د دولت لاسنیوی وکړي، هڅه کوي دولت کمزوری کړي او په لویلاس ترهګرو او داعش ته د واک لار هواره کړي!

د نومبر د ۱۱ مې نېټې په لاریون کې دوه لوري له ورایه څرګندیږي.

ــ یو لوری چې غوښتنې يي له دولت څخه مدني او قانوني بڼه لري، د افغاني اتباعو په عمومي چوکاټ کې د هزاره وروڼو د سرساتنې او امنیت په برخه کې د دولت نیمګړتیاوو ته ګوته نیسي او د هغو د رغون او سمون لپاره، دولت ته جوړوونکي وړاندیزونه او حل لارې له ځان سره لري.

ــ دوهم لوری غواړي د زابل له پېښې د حضرت عثمان کمیس جوړ کړي، له هزاره قوم څخه سپر جوړکړي او له دې سپره د خپلو ځانګړو سیاسي، سمتي، قومي موخو په نیت، هغه هم د بهرنیو استخباراتو په لمسون، په هېواد کې د سراسري ګډوډۍ لپاره ګټه پورته کړي.

داسې غوښتنې چې د غزني ولایت په یوه برخه کې دې، په ځانګړې توګه د هزاره وروڼو د امنیت لپاره جلا کوماندو او قول اردو جوړه شي، د جاغوري ولسوالۍ چې هلته هزاره میشت دې د ولایت کچې ته پورته شی او د کابل پر یوه غوندۍ دې، اوو وژل شوي هزاره ګان ښخ او غونډۍ دې د دوی په نوم ونومول شي، تر کومه ځایه منطقي او عملي اړخ لري؟

ایا داسې غوښتنې افغان دولت ته چې څو ولایتونو کې داعش او نورو ترهګرو سره جګړه کې ښکېل دی، د یو بل سر درد لپاره هڅه نه ده؟ ایا د یوې ولسوالۍ وګړي دا حق لري چې د ټول هېواد د ګټو په بیه، دوی ته ځانګړې پاملرنه وشی؟

په لاریون کې د ارګ د مرګ نارې څوک او ولې وهي! داسې نارې د داعش په لاس د وژل شویو هزاره وروڼو په غچ کې، څه مرسته کولای شی؟ ایا دا نارې د بهرني دوښمن له کومي نه راوځي؟

بلخوا ځینو لاریونوالو هڅه وکړه چې د ارګ پر دیوالونه واوړي او لاریون تاوتریخوالي ته وهڅوي، ایا د مدني حرکت تر نوم لاندې تاوتریخوالی او ګډوډۍ ته مخه کول، داعشي لارې سره په عمل کې کوم توپير لري؟ ایا د اوو تنو هزاه ګانو په وژلو کې داعش او د نورو ۱۹ تنو په خلاصون کې ارګ، دواړه سره یوشان وګڼل شي؟

د اجرییه ریاست دوهم مرستیال محقق په حقه دی، هغو کسانو ته چې د مدني لاریون پرځای تاوتریخوالي او عمومي ګډوډۍ ته لار هواروي، کوڅه ډب او د نظم ویجاړګر ووايی. محقق یو شمېر هغه غوښتنې هم رد کړي چې ځینو کسانو د لاریون په استازیتوب په سرتمبګۍ له دولت څخه غوښتلې. محقق په ارګ کې د لاریون استازو ته دا خبره هم وکړه چې د لاریون په سمبالښت کې هغه کسانو غوړه ونډه درلوده چې په تېرو ټاکنو کې يي ماتې خوړلې او دا چې اوس دولتي چوکۍ نه لري. غواړي داسې لاریونونه په لار واچوي.

بلخوا دا پوښتنه هم پرځای ده چې ویل کیږي ایا د لاریون شاته او د هغه په سمبالښت کې، هغه کسانو غټه برخه نه درلوده چې د پغمان پرغونډۍ د سیاف پرشاوخوا، راټول شوی وو؟

ځیني شننونکي باور لري چې کابل کې د ټاکلي هېواد سفارت، لاریون کې یو شمېر کسان د دولت د سرخوږۍ او په ټولنه کې د ګډوډۍ لپاره نازولي او هڅولي دي. د ارګ د مرګ نارې هم باید له دې ځایه اوبه وڅښي!

شننونکي ځینې نورې پوښتنې هم وړاندې کوي او وايي چې په لږ وخت کې دومره لوی لاریون چې د هزاره میشتو سیمو ګڼ شمېر اوسیدونکي پکې د سترګو په رپ راغونډ شي، له مخکینۍ اجندا پرته شونی نه دی. داسې خبرې ته په یوه ګردي میز کې چې د طلوع تلویزیون په مټ چلیده، د غزني یو هزاره وکیل چې له بده مرغه نوم يي راڅخه هېر دي، هم اشاره وکړه. هغه وویل چې که چیرې په لاریون کې د هزاره ګانو وړاندې شوې غوښتنې ونه منل شی، بل ځل به کابل له څلورو لارو محاصره کړي. که څه هم دا شان خبرې یو څه لاپې باټې ښکاري او دولت ته خپلې مټې ښودل څرګندوي، خو د ځینو کړیو او کسانو په نیتونو او پلانونو کې داسې شومې طرحې او توطيي شتون لري!

زما پشان د ډېرو په اند، دولت ته د لویې جرګې په خیمه کې د ټولټاکنو په مهال د نظارشورا او جمعیت د کودتا وزمه غونډې وروسته، دا بل کودتا وزمه لاریون وو چې که کم وګڼل شي او د مخنیوۍ لپاره يي د وګړو په روا غوښتنو او د توطیه ګرو په شومو پلانونو غور ونه شي، ناوړې او کرغېړنې پایلې درلودلای شی.

په پایله کې ویل کېدای شي، د نومبر د ۱۱ مې د کابل لاریون چې د هزاره ګانو لخوا په لار اچول شوی وو او وروسته نورو هېوادوالو پکې ګډون وکړ، په ټوله کې د هزاره وروڼو د یو شمېر روا مدني غوښتنو ترڅنګ ځانګړو سیاسي، سمتي او قومي غوښتنو ته په پام کې نیول شوی وو. د نومبر د ۸ نېټې د زابل پېښه چې هلته ۷ تنه هزاره وروڼه او خویندي د داعشي جلادانو په لاس شهیدان شول، د داسې لاریون لپاره یوازې یوه اورلګیت ته ورته ګڼل کېدای شي، که نه په یوه بله پلمه هم داسې لاریون په پلان کې شمېرل کېدای شي. په لاریون کې د نورو هېوادوالو ګډون، د هزاره وروڼو د روا غوښتنو د ترلاسه کولو په موخه بلل کېدای شی، نه د هزاره د قوم په نوم د نورو کړیو د ځانګړو سیاسي، سمتي او قومي موخو لپاره!

که افغانان په کور دننه د دولت پر محور او همدارنګه د سیمې هېوادونه د افغانستان پر محور په یوې اجماع سره، راټول نه شی او د داعش او نورو ترهګرو په وړاندې ټلواله جوړه نکړي؛ د فرصتونو له لاسه ورکول، غفلتونه او بې پلاني به د هرې ورځې په تېرېدو سره داعشي طاعون په هېواد او سیمه کې لا خپور کړي، هلته به بیا په ټولو ناوخته وي او هیڅ لاریون او د مرګ او ژوند نارې به يي مخه ونه شي نیولای او نه به ګټه ولري!

د ۲۰۱۵ کال د نومبر ۱۳ مه

سرلوڅ مرادزی