! ملګرو

ترڅوچی بیرته یولښکرنه شو

بیرته راټول په یوسنګرنه شو

ترڅوچی یود بل ملا ونه تړو

یولکه توره بل سېپرنه شو

ترڅوچی داځانځاني ختمه نکړو

بیرته یوکوراویوټبرنه شو

ترڅود تېروخت ګېلې ھېرې نکړو

که د پرون نه رابھرنه شو

که لاپه خوب داسی ویده پاتی شو

لږشور ونه خورو، راببرنه شو

که د منزل په لورکاروان جوړنکړو

ټول په یوه لاره برابرنه شو

که ګران وطن اود وطن خلکوته

بیرته د ښه خدمت مصدرنه شو

که د خلاصون په نیت (قیام) ونکړو

په استبداد به ھیڅوخت برنه شو

الحاج الھام الدین قیام

07/11/15