ټاکل شوې چې سبا د ډیسمبر په ۹ مه، په اسلام اباد کې د اسیا زړه هېوادونه کنفرانس جوړ شي. دا کنفرانس چې د جوړېدو موخه يي په سیمه او په تېره بیا په افغانستان کې چې د اسیا زړه ګڼل کیږي، له بهر څخه د تروریزم د خپریدو مخنیوي او لمنځه وړل او بلخوا د سیمو د هېوادو ترمنځ ګټورې او دوستانه اړیکې بلل شوي.

د دې کنفرانس پنځمه غونډه د تېرو هغو په توپیر، دا ځل په اسلام اباد په داسې پلازمېنه کې جوړیږي، ټولې هغه اندیښنې چې د هغو د له منځه وړلو په موخه د دې کنفرانس بنسټ ایښودل شوی، له دې ځایه خپریږي.

دا غونډه په حقیقت کې د هغې کنفرانس ادامه ده چې لومړی هغه يي په ۲۰۱۲ کال کې د ترکيي په استانبول، دوهم يي په کابل، دریم يی په قزاقستان، څلورم يي په چین او دا دی پنځم يي په اسلام اباد کې جوړیږي.

د دې کنفرانس په اړه، د دوشنبې په ورځ رسنیو سره په ناسته کې، ولسمشر اشرف غني وویل«د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس د افغانستان په اړه دی....دا کنفرانس د پاکستان کنفرانس نه دی... کنفرانس زموږ دی. هغه کنفرانس ته چې د افغانستان په اړه دی آیا د افغانستان ولسمشر ولاړ نه شي؟ ټولې دنیا دا غوښتنه کړې ده. یو پس له بله د نړۍ عمدترین استازي راځي. چېرته چې موږ ستونزه لرو باید واضح پیغامونه ولرو. او پس له هغې چې زه راغلم بیا به خبرې وکړم.»

ویل کیږي په دې کنفرانس کې به د استانبول د بهیر۱۴غړي هېوادونه، ۱۷ملاتړي هېوادونه او ۱۱ نړیوال سازمانونه ګډون ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايی« اسلام آباد کې د آسیا زړه هېوادونو په دې پنځم کنفرانس کې به د سر موضوع له ترهګرۍ سره د مبارزې لارې چارې، د ګډو ګواښونو د مخنیوي لپاره د حل لارو لټول او د سیمې د نښلېدو په اړه خبرې وي.ازادۍ راډیو»

لکه څنګه چې په پیل کې وویل شول، د اسیا د زړه هېوادونو کنفرانس او د هغه بېلابېلې غونډې د افغانستان پرمحورهغه لارو چارو ته چې موخه يي له تروریستي یرغل څخه د افغانستان خوندیتوب، افغانستان ته له ګاونډ (پاکستان) څخه د تروریزم د صدورد مخنیوي او د سیمې هېوادو ترمنځ ګټوره همکاري وه، په پام کې نیول شوی وې.

د کنفرانس له لومړۍ غونډې چې نږدي څلورکلونه تیریږي، اوس پوښتنه دا ده:

ایا افغانستان له تروریستي یرغل خوندي شوی، ایا تروریزم چې له پاکستانه، افغانستان او سیمې ته پرلپسې صادریږي، له پخوا زیات او خطرناک شوی نه دی او ایا همدغه تروریزم او د هغه ملاتړی پاکستان، د سیمې د نښلېدو او همکارۍ په مخکې لوی خنډ نه دی؟

که په اسلام اباد کې پرانیستونکي کنفرانس ته نور ګډونوال کوم مثبت پیغام ونلري او یا لږ مثبت څه په لاس کې ولری، خو پاکستان ورته یوسترمنفي پیغام، یانې د ډیورڼډ د تپلې کرښې پر دواړو غاړو د ترهګرو د پیاوړتیا او په تېره بیا د داعش نوی پیغام مخکې له مخکې چمتو کړی لري!

د دې کنفرانس په درشل، په تېرو درې ورځو کې، یوازې د ننګرهار په اچین او د ولایت په نورو برخو کې ۳۳ تنه داعشي وسلوال وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

پرون هم په ننګرهار کې موټر بمي چاودنې ۲۲ تنه زخمیان کړل.د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي مشال راډيو تهوويل«نن سهار څه باندې شپږ بجې د سره رود ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته څیرمه، په عمومي سړک، موټر بمي چاودنه شوې چې پکې اووه تنه امنیتي سرتیري او ۱۵ نورعام وګړيژوبل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې دغې چاودنې، يو جومات او پنځه ویشت دوکانونه په مکمله توګه ړنګ کړي، او د ولسوالۍ او د امنیه قوماندانۍ ودانۍ يې هم زیانمنې کړې دي»

همداراز د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل « یو شمېر حمله کوونکو چي سپکې او درنې وسلې ورسره دي، نن دوشنبه ماښام شاوخوا اووه بجې يي د کندهار ښار د ۹ ناحیې اړوند د برېښنا کوټ د پولیسو پر مأموریت حمله کړې ده»

بلخوا د روان کال د نومبر په ۲۱ مه، خوست کې، د افغان پوځ په عملیاتو کې د ۲۲ تنه پاکستانیانو مړي، هغه هېواد ته یووړل شول او په نړیواله کچه يي د پاکستان په اړه، لویه رسوايي رامنځته کړه.

دا چې ولسمشر اشرف غني وايی« ټولې دنیا دا غوښتنه کړې ده.» چې دی « ولسمشر غني) به په دې کنفرانس کې ګډون کوي او د ده په وینا«چېرته چې موږ ستونزه لرو باید واضح پیغامونه ولرو. او پس له هغې چې زه راغلم بیا به خبرې وکړم.» باید د کنفرانس پایلو او د ولسمشر غني څرګندونو ته منتظر پاتې شو.

د ولسمشر غني د دې خبرې«ټولې دنیا دا غوښتنه کړې» په اړه، ویل کیږي چې لومړی په دې غونډه کې د ولسمشر د ګډون په اړه شک ښودل شوی و، خو وروسته له هغې چې ولسمشر د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل ، ولسمشرکنفرانس کې د ګډون لپاره زړه ښه کړ. همدارنګه د اقلیم په اړه د پاریس کنفرانس ته څېرمه، په هغه دري کسیزه غونډه کې چې د انګریز د لومړي وزیر ديویډ کامرون په منځګړیتوب د ولسمشرغني او د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف ترمنځ شوې وه، ښايي پر ولسمشر دباو اچول شوی وي چې د اسلام اباد کنفرانس کې ګډون وکړي.

همدارنګه دوه اوونۍ مخکې د کوزې پښتونخوا مشرانو هم کابل ته پخپل سفر کې ولسمشر ته د نوازشریف لیک سپارلی وو او هم د دې مشرانو خپل ټینګار وو چې د پاریس په غونډه کې دې دواړه مشران سره وویني.

په هر صورت د ملاعمر وژنه او دوه کاله د هغه پټ ساتل او بیا د مړ ملا عمر په مشرتوب، په درواغو افغانستان سره د سولې په اړه د یو شمېر بیواکو طالبانو کښینول، هغه څه وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ يي پخوانۍ پیکه اړیکې لا خړې پړې کړي او هغه باور چې د ولسمشر غني په یوطرفه هلوځلو او یا د اسیا زړه هېوادونو په تېرو غونډو کې د پاکستان په تړاو رامنځته شوی وو، سخت زیانمن کړ!

بلخوا تروریزم سره په مبارزه کې هم پاکستان د اسیا زړه هېوادونو د کنفرانسونو پریکړو ته اهمیت نه دی ورکړی او له یوه کنفرانسه تر بل يي تروریزم ډېر پاللی او صادر کړی دی.

اوس وکتل شي، د اسیا زړه هېوادونو پنځم کنفرانس ته به، پاکستان له داعش ترټولو خونړۍ او تباهکارې ډلې پرته، بل څه د سوغات او ډالۍ پتوګه وړاندې کړي شي؟

که د خپلمنځي ګټورو اړیکو په اړه، د افغانستان او د اسیا زړه د نورو هېوادونو هلې ځلې د یوې شېبې لپاره له پامه وغورځوو، پاکستان په دې برخه کې هم د تاوتریخوالي او اړیکو له خرابوالي پرته، بل څه په لاس کې نه لري!

نن سبا د افغانستان په ګډون د اسیا زړه ټول هېوادونه، د ۲۰۱۲ کال په نسبت چې هلته د دې هېوادو لومړی کنفرانس د تروریزم په وړاندې د مبارزې تر سرلیک لاندې پيل شو، څو چنده زیات د تروریزم د واقعي ګواښ سره چې ټاټوبي او مرکز يي اسلام اباد دی، مخامخ دي!

اوس به له القاعده، طالبانو او نورو ترهګرو سربېره، داعش هم له اسلام اباد څخه د سیمې د هېوادو دروازې ټکوي.

د سیمې هېوادونو ته پکار دي د داعش په ګډون تروریزم ته چې له پاکستانه خپریږي، د یو واقعي خطر په توګه وګوري او د تېرو هغو په توپیر، له دې کنفرانسه یوازې د تشریفاتي لېدو کتو او غوړوخبرو پرځای، د اصلې ستونزې غم وخوري.

د ولسمشر اشرف غني نیول شوی دریځ هم چې پاکستان، افغانستان سره نیابتي او نا اعلان شوې جګړه مخته وړي او افغانستان باید لومړی له پاکستان سره سوله وکړي، د تایید وړ او باید د دغه دریځ پر محور په کنفرانس کې د خبرو او پریکړو په مهال، یوځل بیا ټینګار وشي. بل پلو طالبانو سره خبرې د افغانانو خپلمنځي ستونزه ده چې پاکستان ته په دې اړه د واک هیڅ ځای نه پاتیږي.

امریکا او انګلیس چې ولسمشر اشرف غني يي دې غونډه کې ګډون ته هڅولی او اړیستی دی، باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې خبرو د پیل او بري ژمنه، افغانانو ته ورکړي. همداراز هغه پښتانه مشران چې کابل ته په سفر کې يي، نوازشریف سره د ولسمشر غني د کتو پیغام، له ځان سره راوړی وو، باید پاکستان سره د سولې د خبرو او د اړیکو د ښه والي په ژمنه کې، اوس افغانستان سره ټینګ ودریږي!

وخت به یوځل بیا وښۍ، چې اسلام اباد د اسیا د زړه هېوادو د پنځم کنفرانس وروسته افغانستان او سیمې سره، د تروریزم په له منځه وړلو او ښو اړیکو رغولو کې، پخپلو ژمنو څونه دریږي!

د ۲۰۱۵ کال د ډيسمبر ۸ مه

سرلوڅ مرادزی