د ښایست په ګلســـتان دې مســت بلبل یم        فرق یی نشته په (ماربورګ) که په (کابل) یم

عــاشقۍ کې زړه نــا زړه نه یم محبوبې         د فـــرهـاد او د مــجــنون پــه تسـلســل یــــــم

سر تـر پښو نه ډک د مینې د احساس یم          ســــرغـــندوی د عــــاشـقانـــو د محـــفل یـم

بی له تـــانه، یـم نیـــمګړی ژونـدانـه کې        ســــتا تــر څـنــګه مســتغـنی یـــم، مکــمل یم

د بـــــازار د مـینې (لــــنډه کـیسه) نـه یم        د رښـتیـــني محـــبـت بــــشـپړ (نــــاول) یـــم

ســتا د مینې له احــساس په زړه ډاډه یم          ســـر مې لــوړ د عـشق او مـینې یـو مودل یم

په پــردیـو مـــلکو ډیــــر یـم ګــرځیدلی                  خــو پـه فکـــر او پــه خــیال د وطن خــپل یم

د نــــاکامـــو او کامــــیابـو عــاشقـــانـو                   یــــوه چـــــیغه یــم، فــــریاد یـمـــه، غـزل یم

امـــتـیاز تـــه پـه آخر صف کې دریـږم         خـو چې ځــای د ســـــرښـــندنې وي، اول یم

زه د تـــیرو حادثــو په نغري پوخ شوم         نـــــوی شـــوی ځـم، پـــه لار د مسـتـقـبل یـم

د ظـــالم او کــــبرجــن او دیکتاتور نه          نـــه ویــریـږمــــــه، د خــــدای پــه توکل یم

چې یـــادونه او فکـــرونه د حـسـین کا

(غـــفوری) د تا د خـیال د ټـټـر ګل یـم

۲۱/ ۸/ ۱۳۹۴ معادل است با 12.11.2015