د اسیا زړه کنفرانس چې په ۲۰۱۱ کال کې د افغان دولت او ترکي په وړاندیز او د افغانستان پرمحور، د اسیا د دې برخې هېوادو ترمنځ د دوستانه او ګټورو متقابلو اړیکو د بسیا او ترهګرۍ سره د اغیزمنې مبارزې په موخه رامنځته شوی او لومړۍ غونډه يي د ترکيي په استانبول کې جوړه شوه، پنځمه غونډه يي دا دی د پاکستان په غوښتنه د ديسمبر په ۸ مه، په اسلام اباد کې په داسې مهال پرانیستل شوه چې په ورته وخت کې د کندهار هوايي ډګر د هغو ترهګرو تر برید لاندې ونیول شو چې اډې يي په پاکستان کې دي!

په اسلام اباد کې د اسیا زړه د کنفرانس له پرانیستې سره همهال، پر کندهار برید په هیڅ صورت تصادفي پېښه نه ده او دا شان بریدونه چې مسولیت يي تل په پاکستان کې میشت ترهګر پرغاړه اخلي، د پاکستاني استخباراتو له خبرتیا، مرستې او مخکې له مخکې له پلان شوي برید پرته، بل څه نه شي ګڼل کېدای.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې طالبانو په کندهار کې ۵۰ تنه وژلي. د دغه وزارت په وینا په وژل شویو کې د ماشومانو او ښځو په شمول ۳۸ تنه ملکیان، ۱۰ د ملي اردو سرتېري او ۲۰ پولیس دي.

دې وزارت د وژل شویو ترهګرو شمېر ۱۱ ښودلی دی.بريد تېره ورځ (سې شنبه، ډسمبر ۸مه) د ماښام په ۵:۳۰ پيل شو.وسلوالو طالبانو ويلي پر دغه هوايي ډګر بريد دوی کړی دی.

د اسیا زړه کنفرانس سره په ورته وخت کې پر کندهار وسلوال برید، ډېرې پوښتنې رامنځته کولای شي، خو ښايي لومړۍ پوښتنه دا وي چې د پاکستان پوځ او ISIغواړي افغانستان او د کنفرانس نورو ګډونوالو ته وښۍ چې په پاکستان کې، د ترهګرو په اړه او د سیمې هېوادو ترمنځ د اړیکو د رغاوي په تړاو، له دوی پرته بل څوک تصمیم نه شي نیولای!

دا برید د کنفرانس ګډونوال هم ګواښوي، چې پاکستان یوازې په افغانستان کې نه، بلکې په سیمه کې هم لا د داسې بریدونو د پېښېدو ځواک لري چې د کنفرانس ګډونوال يي باید په پام کې ولری او په دې لامل یو ډول باج باید پاکستان ته قایل وي!

داسې هم څرګندیږي، په پاکستان کې دا کړۍ، په ټوله کې د هغو موخو بریا چې پر بنسټ يی کنفرانس رامنځه شوی، اصلآ نه غواړي او یا د کنفرانس د بریا هغه برخه چې د افغانستان ګټو سره تړلې ده، وګواښوي او دا اټکل هم بېځایه نه دی چې د کنفرانس په کوربه توب سره له نړۍ او سیمې څخه د خپل وروستي ګوښه توب په غبرګون کې د یوې وسیلې پتوګه کار واخلي.

دغو کړیو د کنفرانس له جوړېدو مخکې هم، په وروستیو میاشتو کې افغانستان سره د اړیکو په خرابولو کې ډېر څه ترسره کړل. د دوه نیم کلونو د مړ ملاعمر په نوم يي د جهاد فتوې او په برات او اخترونو کې يي د هغه لخوا شپېپاڼې او اعلاميي خپرې کړي. بېواکه طالبان يي د پوځي جنرالانو په لاس، غوږنیولي په مري سیمه کې د امریکايي استازو تر زنې لاندې، له افغان پلاوي سره د ملنډو په موخه د سولې خبرو ته کښينول او له هغو سره هممهال يي د افغانستان په دننه کې وسلواله جګړه لکه د شاشهید خونړۍ پېښه، توده وساتله. بلخوا په همداسې وخت، په ننګرهار کې داعش لکه تریخ او زهرجن مرداربوټی راوټوکېد او په امریکا او د هغې په مشرۍ لویدیځ کې ورته ټاکلو کړیو هم په رسنیو کې غبرګ غومبر وچاوه.

په داسې ترخه او زهرجنه فضا کې سخته وه، افغان پلاوی د اسیا زړه کنفرانس کې چې که څه هم نووښګر يي خپله افغانستان دی، برخه واخلي او یا له کنفرانسه هسې تمه چې پکار ده، ولري.

د کنفرانس له پرانیستې سره هممهال د کندهار ترهګریزه پېښه او په کنفرانس کې د ولسمشر غني په وینا، افغانستان سره د پاکستان پیکه او کمرنګه همکاري، څرګندوي چې د اسیا زړه کنفرانس د موخو په اړه د پاکستان په لوړکچه مشرتوب کې یو نظر نشته او هلته لږ تر لږه دوه ــ درې دریځه باید په پام کې ونیسو:

په پاکستان کې یو شمېر سیاستوال او مشران په ریښتیني غواړي چې پاکستان، د افغانستان په اړه خپله تباهکاره ستراتیژي چې په وروستیو څو لسیزو کې بې تغییره پاتې ده، بدله کړي او د ښه ګاونډي او حتی ورورهېواد پتوګه افغانستان سره راشه درشه او اړیکې ولري. دغه مشران نه یوازې د اسیا زړه کنفرانس د موخو په چوکاټ کې، بلکې له هغې زیات د دوه وروڼو هېوادو پتوګه سره ګډ ژوند کول غواړي. د دوی په لیوالتیا، پاکستان به نه یوازې د طالب او داعش په نوم د مرګ استازي افغانستان ته نه صادروي، بلکې په کور دننه په تېره بیا د پښتنو او بلوڅو په سیمه کې دې هم هغه مهار او جارو کړي. د همدغه مشرانو یوه ډله افغانستان ته راغله او ولسمشر غني د دوی په بلنه او غوښتنه د اسیا زړه اسلام اباد کنفرانس کې ګډون ته زړه ښه کړ. که د ټولې سیمې په اړه د افغانستان مثبت نظر او په پاکستان کې د دغو مشرانو هلې ځلې نه وای، د افغانستان له ګډون پرته د اسلام باد غونډې دوه توته ارزښت هم نه شو درلودای.

په کنفرانس کې افغانستان سره د پاکستان دغه پيکه، کمرنګه او زړه دپاسه همکاري هم ویل کیږي د دغه مشرانو د زیار او هڅو پایله ده. که د دغو مشرانو هلې ځلې نه وای، د نواز شریف په مشرۍ ملکې برخې، پوځ او استخباراتو دغه پیکه او کمرنګه همکاري هم نه کوله. راتلونکې کې باید له دغو مشرانو سره چې د افغانستان او سیمې خواخوږي دي، د افغانستان اړیکې تودې شي.

بله ډله ښايي د پاکستان ملکي او زوړپاله یا په اصطلاح کونه پيښ سیاستوال وي چې غواړي پاکستان له سیمې او نړۍ سره په یوه یا بله بڼه په یوه انډول کې وساتي چې لمن يي یوځلي په شا وانه وړي. ښايی د دوی هڅه دا وي چې هېواد يي په سیمه او نړۍ کې له ښکاره او په ډاګه رسوايۍ او ګوښه توب څخه خوندي وساتل شي. دوی د اسیا زړه کنفرانس پشان غونډې، د هغو د موخو د پلیتوب لپاره او یا افغانستان غوندې د سیمې د ځینو نورو هېوادو سره، لېده کاته د اړیکو د رغاوي په موخه نه، بلکې دا ټول په سیمه او نړۍ کې د خپل وروستي ګوښه توب د پټولو لپاره د یوې وسیلې پتوګه کاروي.

په کندهار کې برید د پاکستان د استخباراتو په ملاتړ ترسره کیږي، خو لومړی وزیر نوازشریف يي کنفرانس کې یو وار بیا په تکرار سره وايي« د افغانستان دوښمن د پاکستان دوښمن دی!»

دا ډله د بوسو لاندې اوبه تېروي، په خوله سم غږیږي، خو کارونه يي کاږه او دوه مخي دي!

دریمه ډله يي چې پوځ او استخبارات دي، پخپل کار او چار کې یوسري او خپلسري دي. د ګاونډ او سیمې هېوادو سره په تاوتریخوالي او کړکیچ کې لومړی لاس دوی لري. د تروریستي ټولو ډلو روزنه او کاروونه د دوی مسلکي دنده ده.

لنډه دا چې پاکستان د افغانستان په وړاندې خپلې ستراتیژیکې موخې لږ تر لږه په لاندې برخو کې هممهال تعقیبوي:

ــ په ټوله کې پاکستانی دولت خپله پلان شوې ستراتیژي په ارامه، سړه سینه پلې کوي

ــ پوځ او استخبارات يي د ترهګرو پروژه روزي، صادروي او د دوی په نوم او حضور جګړه پرمخ وړي

ــ مذهبي میډیا يي د جهاد فتوې ورکوی او د وخت له ضایع کېدو پرته، پرله پسې د افغانستان په وړاندې د جهاد نارې وهي!

که څه هم د اسیا زړه هېوادونه د پاکستان د غوړو خبرو په ګډون، په کنفرانس کې د باثباته افغانستان غوښتنه کوي او ټول په ګډه د افغانستان د پرمختګ ژمنه کوي، خو که پاکستان په کور دننه د پخوا پشان ترهګر وپالي او دا ځل د داعش په نوم نوې پروژه هم ورزیاته کړي ( دا اوس په ننګرهار کې د پاکستان په ملاتړ او د هغو د موخو لپاره جنګیږي) اوهغه د افغانستان او سیمې په وړاندې وکاروي، نو افغانستان او سیمه به یوځل بیا د پاکستان په غوړو ژمنو تېروتلې او غولېدلې وي، چې هیله ده دا ځل داسې نه وي!

د ۲۰۱۵ کال د ډيسمبر ۱۰ مه

سرلوڅ مرادزی