یقینا د روسیی د بیا ځواکمن کیدو سره سم نړۍ د تشنج متکامل پړاو ته ننوته. هیڅوک انکار نسی کولای چی د شوروی په دړی وړی کیدو د نړۍ ځواکمنو غربی هیوادونو و روسیی ته په نړیوالو مسایلو کی د تحقیر په سترګه وکتل او پر هغه هم اکتفا و نه سوه د پخوانی شوروی اتحاد متحدین هم د امریکا د غضب سره مخ سول سوریه ، عراق ، لیبیا او پخوانۍ یوګوسلاویا یی ژوندۍ بیلګی دی.خو تر ټولو د تاسف ځای هغه دۍ چی مسلمانان د نورو غیر مسلمان سترو هیوادونو د کړکیچ په مابین کی ځان وراچوی .

کوم ایتلاف چی د سعودی په ابتکار جوړ او اضافه تر دیرش هیوادونو یی غړیتوب پیدا کړ د همدا ډول سیاسی لوبو نوی لړۍ ګڼل کیدای سی. د بد ګمانۍ څپی هغه وخت طوفانی سوی چی له یوی خوا د روسیی او ترکیی د اړیکو د ترینګلتیا سره سم په بیړه ایتلاف رامنځ ته سو او له بله اړخه کرۍ ورځ غربی رسنیو یی په اړه پراخ تبلیغات وکړه او ایتلاف ته هم د ترهګرۍ سره د مبارزی نوم ورکړل سو په داسی حال کی چی پاکستان د اټومی هیواد په توګه ددی ایتلاف لوی غړۍ دی ډیره جالبه ده چی ددی ایتلاف په نس کی د وزیرستان په غرو کی تروریستان روزل کیږی ، تمویل کیږی او د افغانستان ته د ترور لپاره لیږل کیږی او حتی تر نوی نومونو لاندی نوی تروریستی جوړښتونه رامنځ ته کیږی.

د دی ایتلاف د جوړیدو ضرورت او حقانیت په څه کی دۍ؟ شک نسته چی د منځنی ختیځ او افریقا ستونځی بالاخره اسلامی نړۍ خپلو مکلفیتونو ته متوجه کوی اما که دا توجه یا پام پر یقینی او حقیقی ملی بنسټونو ولاړه وی. دا به ومنو چی د صدام عراق د ایران د هجمونیزم په وړاندی د عربو لپاره د سپر حیثیت درلود اوس چی هغه سپر شتون نلری له یوه اړخه ایران ورځ تر بلی ځواکمن کیږی او له بله اړخه عربی واړه امارتونه او کمزوری پاچاهۍ یا موړوثی جمهوریتونه ورځ تر بلی د تهدیداتو سره مخ کیږی بالاخره عربو ته په کار وه چی یو نوۍ فکر او نوی تدابیر غوره کړی منتها موثریت هغه وخت ډیریدۍ چی عربو د خپلی ارادی پر بنسټ په خپل مالی لګښت او مستقلانه دیپلوماسۍ داسی طرحه رامنځ ته کړی وای چی عملی رنګ یی لرلای .

په افغانستان کی یوه لسیزه د تروریزم چغی ووهل سوی هیڅ اسلامی هیواد د هغه ږغ وانه وریدۍ لیبیا د تباهی پرپوله قدم وهی هیڅ یوه اسلامی هیواد ږغ پورته نکړ عراق او سوریه له کلونو په وینو کی لغړی نه د ریاض سخه ږغ پورته سو او نه د انقری څخه ، اوس چی روسیی د خپلو مقاصدو لپاره په سوریه کی ځواکمن ګام کښیښود نو ولی باید اسلامی هیوادونه بی ضرورته د امریکا او روسیی د خپل منځی شخړو او نړیوالو ګټو ښکار سی. دا سمه ده چی ځینی اسلامی واکداریو له وړاندی د امریکا د اقمارو ټاپه خوړلی ده اما ډیر داسی کوچنی بی غرضه او ناتوان اسلامی هیوادونه هم سته چی لوی او بانفوذه اسلامی هیوادونه نباید هغوی د پردیو ګټو لپاره وکاروی.

که مطلب ترویزم داعش په سوریه ، عراق، لیبی، مصر او افغانستان کی وی نو ددی داعیش او تروریست په وړاندی خو ټوله ستر طاقتونه یوه لسیزه په افغانستان او له کلونو راهیسی په پاتی هیوادو کی په لوړه تکنولوژی جنګیدلی او جنګیږی ایا ناټو و نه توانید اوس اسلامی هیوادونه یی په وړاندی جګړه پیل کوی؟ دا معما ده نده؟

دا تروریزم یا په خاص ډول داعیش د اسمانه راولوید او که ځمکی وزیږاوه چی اوس یی د نړۍ سوپر طاقتونه ځواب نسی ویلای؟ دا د ټوله نړۍ په محاصره کی اسلامی دولت اکمالات او تجهیزات او پانګه له کومه لاسته راوړی د ځمکی له لاری ورځی او که د اتموسفیر څخه اکمالیږی؟ هغه طاقتونو چی د لیبیا، یوګوسلاویا، افغانستان حکومتونه یی د څو ورځو په ترځ کی چپه کړل څنګه نسی کولای یوی داسی تروریستی ډلی ته چی مقر یی معلوم هوایی ځواک نلری د تکنولوژی څخه بی برخی دی، ماتی ورکړي؟ دا هغه سوالونه دی چی بدګمانی ته د حقیقت رنګ ورکوی.عامه مقوله ده وای په خپلو کلمو یی نس وروګنډۍ،داعیش یوی خواته عراق بلی خواته سوریه بل خواته ترکیه ده له کومه اړخه دوی ته تسلیحات او امکانات رسول کیږی؟ په اصولو کی مسلمانان پخپله ځانته بلا اخیستی دی د یوه او بل د ګټو لپاره، خپل منځ کی یو و بل ته څاه کاږی.

اصل حقیقت دادۍ چی د ساړه جنګ په دوران کی په خاص ډول کمزورو هیوادونو د نړیوال ځواک د تعادل تر سیوری لاندی نسبتا ارام ژوند کاوه دوه پوځی پیمانونه ناټو او وارسا یو د بل په وړاندی پوځی توازن ساتلۍ ؤ کله چی دا توازن له منځه ولاړ نړۍ د نوی بحرانو او وینی تویدو سره مخ سول اوس چی بیا ځلی روسیه ځواکمنه سوه غواړی په نړۍ کی خپل د لاسه تللۍ حیثیت یو ځل بیا اعاده کړی هغه څه چی امریکی ته د منلو وړ ندی طبعی خبره ده چی غربیان یا په خاصه توګه امریکا د پوځی تهدیداتو تر څنګ د تروریزم په نامه د حالاتو سره د مبارزی نوی ډولونه جوړوی. پکار خو داده چی نړیواله څیړنه وسی چی تروریزم څه ته وایی په سوریه او عراق او افغانستان کی چا رامنځ ته کړل مهمه خبره دا چی هغه ډلی چی روسیه یی تروریست بولی امریکا یی ولسی پاڅونونه او د اسد په وړاندی یی مقدس جهاد ګڼی سربیره پرهغه داعیش هغه ډله چی نړۍ یی تروریست بولی. تر څو د تروریستانو ملاتړی هیوادونه او هغه پانګی چی د داعیش د پیاوړتیا لپاره کارول سویدی په ګوته نسی تر هغه چی منابع د تمویل نه وی څرګند سوی نو مبارزه یی په وړاندی په هوا کی توره وهل دی. ولسونه پوهیږی چی یوازی دا نوۍ اسلامی ایتلاف نه بلکه نور پوځی او سیاسی ایتلافونه به هم د یو او بل په ملاتړ را جوړ سی خو هدف واضح دۍ د روسیی او امریکا ترمنځ شخړو زور اخیستۍ دی عاقلانه سیاست به داوی چی مسلمانان ځانونه ځنی په امان کی وساتی. همدا اوس روسیی او امریکا د جګړی ډګر د خپلو پولو څخه په لیری واتن په منځنی ختیځ کی ټاکلۍ خسارات او مرګ ومیر به د اسلامی هیوادونه زغمی پانګه او تکنولوژی به دوه زاره رقیبان امریکا او روسیه کاروی.

واضح خبره ده چی د ځینو اسلامی هیوادونو جابره حاکمان د خپلو ولسونو او اسلامی نړۍ شتمنۍ غیر قانونی غصب کړی او د توری په زور پر ولس تپل سوۍ حکومت کوی هغوی د خپلو ناروا اعمالو د پټولو په هیله د سترو طاقتونو لمنی کلکی نیولی دی تر څو د بشری حقوقو د نقض د ډنډورو څخه په امان پاتی وی او د تیلو څاګان ځنی بیګانه نسی.

په مجموع کی د سوریی په شاوخوا کی او یا په لیری واټنو کی نوی پوځی تحرکاتو ته په کتو داسی بریښی لکه نړۍ چی د ځواکونو په نوی سامبالښت مصروف وی د روسیی مداخله په سوریه کی ، د ترکیی لخوا د روسیی د الوتکی په نښه کول، د مسکوا لویه جنګی الوتکی وړونکی جنګی بیړی د سوریی پولوته رسیدل ، د ډنمارک الوتکی وړونکی بیړی حرکت د ترکیی په ملاتړ ، د چین د بیړیو حمایت د روسیی د عملیاتو څخه ، په توره بحیره کی د روسیی دوی جنګی بیړی چی د لیری واټن په راکتونو سامبال ده، ټوله دا بیانوی چی نړۍ د نوی پوځی سامبالښت په درشل کی ده.