دا څرنګه «آیین» دی؟
دچا نه مونږ ته پاتی دا میراث دی
پوی نشوم تر دا دمه
دا تور دی او که سپین
شین دی او که سور
ما شین پګی ونه لید.
نه سپین را ته ښکاره شو
هر څه چی ما لیدلی
تور مخ راته ښکاره شو
سور اور مخ ته راغلی
طوفان دی سونامی دی
سرونه دی غوڅیږی
په وینو لامبل کیږی
یوازی پکی مرګ دی
تابوت دی او قبرونه
بیان دی د الله او د اکبر
شریعت ورسره مل دی
دا ټول سره يو كيږي
عامی پکی ډوبیږی
ملا پکی غوریږی
تپوس وکړم له چانه؟
ځواب واخلم له چانه؟
سپین سر می نه خلاصیږی
دا څرنګه« آیین» دی؟
دنمارک
شهر وایله