شمله مجله

شمله خپلواکه، اسلامي، ادبي، ټولنیزه، ناپېلې دوې میاشتنۍ مجله ده،چي لومړۍ ګڼه يې په ۲۰۰۴م کال فبروري پر ۱۸مه نېټه له چاپه راووتله. ددې مجلې د لومړۍ ګڼي امتیاز د افغان مهاجرود ادبي ټولني دی، مسول مدیر او چلونکی يې سردار محمد همدرد دی د لومړۍ ګڼي د کتني په برخه کي مدیر محمد نادر خان، مولوي عبدالحکیم، ندیم توخی، حکمت الله حکمت او محمد داود افغان مسولیت لري. شمله تر دې دمه (۹) ګڼي چاپ سوې، چي ډېری موضوعات يې ادب او فرهنګ ته ځانګړي سوي دي، د یادي مجلې لومړۍ ګڼه د مهاجرت په شپو او ورځو کي چاپ سوې ۸ نوري ګڼي يې د هلمند ولایت په لښکر ګاه ښار کي چاپ او خپرې سوي دي یاده مجله نه یوازي په هلمند کي بلکي د هېواد او له هېواد څخه بهر نورو سیمو ته هم وړل کيږي او په هره سیمه کي خپل ټاکلي استازي لري. شمله تر لومړۍ ګڼي راوروسته په هلمند کي د هاشم سرواني ټولني له لوري چاپیږي دلته يې هم مسول مدیر سردار محمد همدرد او کتنپلاوي په برخه کي بدلون راغلی دلته يې محمد اسماعیل شریعتیار، بصیرالحق عادل او صفت الله ذاهدي د کتني برخه پر غاړه لري او د دوه میاشتنۍ څخه په مهالنۍ بدله سوې ده.

د شملې بڼه او منځپانګه

د شملې مجلې پښتۍ رنګه او پر لومړۍ ګڼه يې د میرویس نیکه او ایوب خان دوه انځوره څنګ پر څنګ راغلي او د مجلې ښې خوا ته د وقار یوه څلوریزه لیکل سوې، چي دلته يې لیکل ښه بولو.

د احمد له ویاړه ډکه د میرویس هسکه شمله یم

د ملالۍ د ننګ کریږه د ایوب د جنګ قیصه یم

د غیرت شاهدي وايي له قبرونو نه هډونه

د غلیم په وړاندي خنډ یم د نیکونو هدیره یم

د شملې په لومړۍ ګڼي کي ډيری مطالب ادب او فرهنګ ته ځانګړي سوي، خو په وروسته ګڼو کي د هري برخي موضوعات تر سترګو کیږي او ډيری موضوعات يې هلمندي او د هلمند لیکوالانو له لوري لیکل سوي دي او پر پښتۍ يې د هلمند د تاريخي سیمو انځورونه راغلي دي. د شملې مجلې ټوله منځپانګه په پښتو ژبه ده او سرمقاله يې د مجلې د پیل له پاڼي سره راغلې او د مهاجرینو د ټولني له لوري لیکل سوې ده او د سرمقالې عنوان يې (یادونه) دي. دیادي مجلې د لومړۍ ګڼي ټول مخونه (۳۳) دي او پر وروستۍ مخ يې د بامیان مجسمې یو ښکلی انځور راغلی دی. د شملې د لومړۍ ګڼي د موضوعاتو ځيني سرلیکونه په لاندي ډول دي:

۱: یادونه( د ټولني د غړو احساس او د مجلې د پيل لاملونه) ( د افغان مهاجرو ادبي ټولنه)

۲: شمله ( تر دې سرلیک لاندي د شملې پر ارزښت، تاریخ، شان او دبدبې لنډه مقاله لیکل سوي (اداره)

۳: رښتنې دوستي ( محمد یونس کریمي)

۴: د امام غزالي په اړه ( مولوي رحمت الله)

۵: په ټولنه کي د شعر ارزښت او پر چاپیریال يې اغیزي ( محمد اصف صمیم)

۶: دنیا ته یو نظر( وږمه)

۷: ازادي ( حبیبي)

۸: سور څاڅکی ( انار ګل پښتونیار)

۹: شعربرخه ( بېلابېل شاعران)

۱۰: د حمل لومړۍ ورځ په مهاجرت کي ( حکمت الله حکمت)

۱۱: اجتماعي فکر ( سردار محمد همدرد)

۱۲: متلونه (محمد یعقوب یعقوبي)

۱۳: سپورټ یا بدني روزنه ( بېلابېل سپورټي مطالب)

۱۴: نو مه خانده یا وخانده ( بېلابېلي طنزیه ټوټې)

نور په بله برخه کي. . .

د هلمند فرهنګي وضعيت / يوولسمه برخه

څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل

لښکرګاه مجله

لښکرګاه یوه خپلواکه، علمي، ادبي او فرهنګي خپرونه ده، چي لوموړۍ ګڼه يې په ۱۳۹۰ل. کال چاپ سوې ده یاده مجله مخکي د یوې جريدې په بڼه چاپېدله، چي اته ګڼي جریده او نهمه ګڼه په لښکرګاه مجله بدله سوه. ددغي مجلې مسول مدیر عبدالهادي عمري دی، د لومړۍ ګڼي همکاران يې (محمد اسمعیل شریعتیار، بریالی هلمند، شریف الله دوست، احمدشاه پاڅون، ادم صفت الله، غوث الله مجروح، عطا محمد سېلاب، سردارمحمد صدیقي، عبدالستارستوری، زین الله ستانګزي او ټول هلمندي فرهنپال) یاد کړي دي. د یادي مجلې په لومړۍ ګڼه کي امتیاز هلمندي فرهنګپالو ته ډالۍ سوی وو، مګر د ژوند فرهنګي ټولي په رامنځ ته کېدو سره د لښکرګاه مجلې امتیاز نوموړي ټولني ته ځانګړی سو، لښکرګاه مهالنۍ چاپیږي، چي تر دې دمه يې ۱۴ ګڼي پرله پسې له چاپه راوتلي دي د یادي مجلې د مسول په وینا یاده مجله کله زر تېراژه او کله پنځه سوه چاپیږي، محتوا يې اسلامي او فرهنګي اړخ لري او پر هلمند سربیره تر مرکز او ځيني ګاونډيو ولایتونو پوري رسیږي. په لښکرګاه کي ډېری د هلمندي ځوانو لیکوالو علمي، ادبي، منظومي او منثوري مقالې او شعري بېلګي چاپیږي، د لښکرګاه لومړۍ ګڼه په ۳۲ مخونو کي په منځني کاغذ کي چاپ سوې ده او وروسته ګڼي يې نسبتآ لومړۍ ګڼي ته ښه او په مناسب کاغذ او کیفیت کي چاپ سوې ده.

د لښکرګاه منځپانګه او بڼه

د لښکرګاه لومړۍ ګڼه د رنګه پښتیو پرته د ۳۲ مخونو په درلودلو په منځنۍ درجه کاغذ کي چاپ سوې ده.د وقايي شا او مخ يې رنګه او یو شمېر سوداګریز او د مجلې د محتوا اړوند انځورونه ځای پر ځای سوي دي. همدا شان د مجلې له منځپانګي څخه د یو شمېر مهمو سرلیکونو یادونه هم راغلې ده.

د لومړۍ پښتۍ پر شا د مجلې استازي، همکاران او لړ پتي او شمېرې راغلي دي او په دوهم مخ کي يې د مطالبو لړلیک راغلی دی، چي د ټولو راغلو مطالبو عنوانونو شمېر يې (۱۷) ته رسیږي. د مجلې د سرمقالې عنوان (لښکرګاه مجله سوه) راغلی دی په دې سرلیکنه کي د جریدې پر پسمنظر خبري سوي دي او چي څنګه یاده جریده په مجله بدله سوه بحث سوی دی. په یاده مجله کي ځیني لړیزي لیکني هم سته لکه: لښکرګاه څنګه کشف سوه او له هلمنده تر ډهلي یون لیک. په لښکرګاه کي د محتوا له مخي هر ډول لیکني سته خو فرهنګي او ادبي لیکني يې ډېري تر سترګو کيږي د یادي مجلې په ۲۸ مخ کي د (نورچینه) د شعر او شاعرۍ برخي ته بېله سوې ده په دې برخه کي ځوانو شاعرانو شعرونه راغلي دي.

ددې مجلې ټول مطالب په پښتو ژبه لیکل سوي دي او د لومړۍ ګڼي د مطالبو سرلیکونه یې په لاندي ډول دي:

۱ـ لښکرګاه مجله سوه (اداره)

۲ـ زنا ته مه نږدې کيږئ (حامد)

۳ـ لښکرګاه څنګه کشف سوه (شریف الله دوست)

۴ـ ناروا تبلیغ او که روا توصیف غوره دی ( محمد عمر قانع)

۵: زما هیله (عبدالهادي عمري)

۶: د پښتو ژبي سمون او پر ځای کارول (نثاراحمد (احمدي)

۷: بې خوبي څنګه له منځه یوسو؟ ( ډاکټر عیسی ستانګزی)

۸: اوباما ته د (مایکلمور)سرخلاصی لیک ( ژباړه محمد نعیم افغان)

۹: بلوتوت ( احمد شاه پاڅون لنډه کیسه)

۱۰: د کهکشان په پلو کي یو ځلانده ستوری، لمر( محمد الیاس داعي)

۱۱: تعصب لرونکي لیکوال پښتانه ولي جنګسالاران بولي ( رفیع الله زیار)

۱۲: د مرګ مرګ ( ګل رحمن رحماني)

۱۳: د ښځي په وړاندي د نارینه مکلفیتونه ( محمد علي عمري)

۱۴: انټرنیټ ( نړیوال جال) ( فرهاد داوري)

۱۵: له هلمنده تر ډهلي ( اغا محمد قریشي یونلیک)

۱۶: ښځه او حجاب (هیله پروانه)

۱۷: د نور چینه ( د شعر برخه)

۱۸: د مجنونیار هلمندي سره مرکه

نور په بله برخه کې. . .