د روان کال د جنورۍ په ۱۱ مه، اسلام باد کې د افغانستان پر محور د څلور هېوادونو د استازو خبرې، چې منځپانګه يي ښايي له وخته د مخکېتوب په لامل، رسنیو سره نه وي شریکه شوي، خوبیا هم رسنیو کې له پراخ غبرګون سره مخ شوې دي!

اوس په دې خبره ټولې خواوې په یوه خوله دي چې اسلام اباد کې د دوشنبې په ورځ په څلور اړخیزه غونډه کې موافقه وشوه چې د سولې مخامخ خبرې باید بېځنډه او ژر پیل شي.

د افغانستان پلاوي به د هېواد د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر ښاغلي حکمت خلیل کرزې په مشرۍ د افغان دولت رسمي دریځ چې غټ ټکي يي په غونډه کې له ګډون مخکې د ولسمشر له دفتر او د بهرنیو چارو وزارت لخوا د عامه پوهاوي په موخه له رسنیو خپاره شوي، د غونډې برخه والو سره شریک کړې وي.

بلخوا په جلال اباد کې ولسمشر اشرف غني، د ختیځ زون د پراخې ولسي غونډې ګډونوالو ته په خپله وینا کې هغو ټکو ته بیا اشاره وکړه چې افغان پلاوی به يي د افغان دولت د دریځ پتوګه په خبرو کې په پام کې نیسي. له هغو څخه څو مهم ټکي دا دي:

ــ دخپلواک هیودا په توګه هیڅ چاته اجازه نه ورکوو چې پر موږ فشار وارد کړي چې له چا سره اړیکې وپالو او له چاسره یی ونه پالو

ــ دافغانستان پر استقلال هیڅکله معامله نه کوو

ــ دافغانستان حکومت له چا سره د ننواتو له دریځه خبرې نه کوي

دا راز مخکې هم ټینګار شوی چې په خبرو کې به د افغانستان اساسي قانون چې افغان دولت د هغه پر بنسټ رامنځته شوی، د افغان ښځو حقوق او د افغانسان استقلال، افغان لوری ته د سرې لیکې په مانا دي چې هیڅ ډول بحث پرې نه شي کېدای.

خو په بهرنیو چارو او امنیت کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز بیا غونډې ته پخپله پرانیست وینا کې د افغانستان دمخه بیان شوی دریځ ته د اشارې پتوګه وايی«دا مهمه ده چې د پخلاینې له پروسې سره هیڅ راز وار له مخکې شرط ونه تړل شي ځکه چې د مخکې تر مخکې شرط ټاکل به د سولې خبرو ته د طالبانو په راوستلو کې ستونزې جوړې کړي.»

البته د افغانستان په دریځ کې یاد شوي ټکي د سولې د خبرو په اړه، د مخکیني شرط پتوګه چې پاکستاني چارواکي ورته ګوته نیسي، نه شو ګڼلای!

که افغان دولت د یوه دولت پتوګه چې د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ رامنځته شوی او نړیوال ویاړلی او منلی اعتبار لری، د هېواد اساسي قانون د سراسري ملي وثیقې پتوګه او د هېواد استقلال په پام کې نه وي، کوم دولت په کوم اصل او کوم هېواد په کوم ار د دولتونو او یا ځانګړو ډلو سره د خبرو او مذاکرو لړۍ پیلولای او مخته وړلای شي.

د سولې په خبرو کې افغان حکومت یوخوا د پاکستان له حکومت سره چې د جګړې مهم اړخ جوړوي، د امریکا او چین حکومتونو سره چې د شخړې او جګړې تضمیني اړخ بلل کیږي او بلخوا طالبانو سره چې د افغان دولت په وړاندې وسلواله مخالفه ډله ګڼل کیږي، برخه اخلي.

دلته افغان دولت، طالبانو سره د یوې ډلې پتوګه خبرې مخې ته وړي، نه د اسلامي امارت په نوم چې ځینې شخصیتونه، ډلې او دولتونه يي انګیري او هغه تبلیغوي!

هغه افغان شخصیتونه چې غواړي طالبان د افغان دولت سره د یوه موازي حکومت پتوګه، یانې د اسلامي امارت په نوم او یا د دوی د ځینو په اصطلاح « مرکز مذاکره مستقیم با مقاومت مسلح دفتر قطر خواهد بود» په خوب کې کونجاړه ویني.

پاکستان په ۱۹۸۸ کې هم په افغانستان کې د هغه مهال افغان حکومت په وړاندې په یوه لاس، په لاهور کې د مجاهدینو په نوم د موازي حکومت لوبه مخته وړله او په بل لاس يي په ژنیو کې د دې حکومت پر سر او پرځای له افغان حکومت سره چنې وهلې. په قطر کې هم د طالبانو په نوم اسلامي امارت تش په نوم د بهرنیو استخباراتو ګوډاګۍ ډله ده او په کویټه او یا د پاکستان په کراچۍ، لاهور او اسلام اباد کې هم طالبان کومه خپلواکه او ازاده ډله چې ځیني يي « مقاومت مسلح مستقل!» بولي، د پاکستان د بهرنۍ ستراتیژي د پلیتوب له وسیلې پرته بل څه نه شي ګڼل کېدای . پرون هم د مجاهدینو په وخت او نن هم د طالبانو په مهال، پاکستان ورته لوبه مخته وړي، دا ځل وخت او شرایطو ته په کتو سره د پخواني شوروي د تضمین ځای چین ته ورکړل شویدی!

که څه هم ولسمشر اشرف غني یوخوا د پښتونستان د پښتنو مشرانو په غوښتنه چې د سولې کلک غوښتونکي دي، نوازشریف سره په پاریس کې کتنې ته حاضر شو او بلخوا د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ریچارډ اولسن په ټینګار اسلام اباد ته لاړ او د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس کې يي ګډون وکړ چې د افغانستان له ګډون څخه پرته دغه کنفرانس مانا نه درلوده. د دغه کنفرانس په څنډو کې د سولې خبرو ته چې د ملاعمر د مړینې د افشاکېدو په لامل په ټپه درېدلې وي، نوې هیله پيدا شوه.

خو دلته یو ځل بیا د سولې په روانو خبرو کې چې راتلونکي اوونۍ به په کابل کې پسې وغځيږي، د افغانستان د غوښتنو په وړاندې د پاکستاني حکومت دریځ چې د غونډې په پرانیست وینا کې د سرتاج عزیز په خبرو کې په غیر مستقیم ډول څرګندیږي، د تم او بحث وړ ګڼل کیږي.

پاکستاني استخبارات هم د سولې د بهیر له پرمختیا سره خپل مخالفت نه پټوي. د نېشن ورځپاڼې د یوه پاکستاني استخباراتي چارواکي وینا رااخیستي چې وايي« نفوذ لرونکي او د نفوذ لرلو ادعا کوونکي خورا زیات دي، پوښتنه دا ده چې کابل طالبانو ته څه ورکولی شي؟»دغه پاکستاني چارواکي د افغانستان حکومت ته له هند سره د نژدې اړیکو په وړاندې خبرداری ورکړ او ویې ویل که د دوی اړیکې د پاکستان په تاوان وي، د سولې خبرې به پر مخ لاړې نه شي.

ده زیاته کړه:«موږ په افغانستان کې د هند نفوذ نه غواړو. تر څو چې هند او افغانستان پاکستان ته تاوان رسوي، د سولې خبرې به بریالۍ نه شي.» تاند.

ځیني پاکستاني رسنۍ هم ډنډورې خپروي او لیکي چې ممکن ځیني کسان ځانونه د طالبانو مشران او استازي معرفي کړي او د سولې په خبرو کې ګډون وکړي خو هغوی به د طالبانو حقیقي استازي نه وي. همداراز ویل کیږي چې د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو د اصلي یا لویې ډلې ویندویانو او یا د طالبانو رسمي ویبپاڼې، تراوسه پوري د سولې خبرې رد کړي نه دي.

بلخوا اوس په دې خبره ټولې خواوې په یوه خوله دي چې«اسلام اباد کې د دوشنبې په ورځ په څلور اړخیزه غونډه کې موافقه وشوه چې د سولې مخامخ خبرې باید بې وقفې ژر پیل شي، یاده زیرمه»

د سولې په اوسنیو خبرو کې چې له ډېر ځنډ او خنډونو وروسته بیا پیل شوې، د پاکستاني حکومت ریښتینی دریځ او د پاکستان پر ژمنو د امریکا او چین تضمینونکی رول غټ او ستر ځای لري. د سولې برخلیک یوخوا د رامنځته شویو ښو فرصتونو او بلخوا د لویو اندیښنو او ننګونو سره مخ دی چې په غونډه کې د ټولو خواو روغ نیت، وړتیا او مدیریت پورې تړلی دی.

د سولې په وړاندې د مخالفتونو او بېلا بېلو دریځونو سره سره، سوله په کور دننه د افغانانو او همداراز د پاکستان په ګډون د ټولې سیمې لپاره ورځنۍ اړتیا او کلکه غوښتنه ده. سوله غوښتونکي ځواکونه او ولسونه به بلاخره د جګړې پر دیوانو او دښمانانو غالب شي!

د ۲۰۱۶ کال د جنوري ۱۲ مه

سرلوڅ مرادزی