څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل

سباوون راډیو

سباوون راډیو هلمند ولایت کي لومړنۍ خپلواکه ږغیزه رسنۍ ده، ددې ږغیزي رسنۍ بنسټ ایښودونکی ښاغلي میرویس پاڅون دی، نوموړې رسني ۲۰۰۴ کال د جون په میاشت کي خپل فعالیت پیل کړ د نشر او خپریدو څپه يې (۸۸ FM) دی او او دستګاه یې دوه کیلواټه ظرفیت لري.

د نوموړي رسني د نشراتو مسول مدیر محمد اقبال خیبر دی او تر څنګ يې ورسره وحیدالله وحدت، خپلواک دريځ، عبدالحق ملت پال، حبیب الرحمان واکمل، فاطمه ناهید او مولوي محمد اعظم مزمل فعال کارمندان دي، چي بېلا بېلي دیني، علمي، ادبي او فرهنګي خپروني پر مخ بیايي. د سباوون راډيو بنسټګر په وینا سباوون راډیو یوازنۍ راډيو ده،چي د څلورو ټاورونو په مټ خپل نشرات د ټول هلمند ولایت په سطحه د هلمند کنج کنج ـ ته رسوي، چي مرکزي ټاور يې په مرکز لښکرګاه او نور فرعي ټاورونه يې په ګرشک، موسي کلا او ګرمسیر ولسوالیو کي شتون لري، چي د ۲۴ ساعته خپرونو په درلودلو سره د هلمند تر ټولو ولسوالیو پوري او حتي د کندهار ولایت د میوند ولسوالي تر ډېرو اړوندو سیمو پوري خپل پوښښ لري، ښاغلي پاڅون وايي: نوموړې رسنۍ د هلمند ځوانانو په روزولو کي هم خپل توان نه دی سپمولی او ډېر ځوانان يې په ژورنالستیکي، ادبي، د جرئت موندلواو له مطبوعاتو سره د اړیکو پیدا کولو په برخه کي روزلي او ټولني ته یې وړاندي کړیدي.

د یادي رسنۍ یوازنۍ موخه د بیان د ازادۍ غښتلتوب، د ولسونو په منځ کي د عامه پوهاوي زمینه برابره ول، ددوی په خوله تر ډېره هڅه سوې ده، چي د ولسونو علمي او معلوماتي پانګه لوړه کړي او وخت په وخت د سیمي، هېواد او نړۍ له حالاتو یې خبر کړي.

سباوون راډيو له پیله تر دې دمه ډېري علمي او فرهنګي خپروني وړاندي کړیدي او همدا لړۍ يې نوره هم غښتلې روانه ده. یاده راډیو اوس مهال دغه خپروني( د جومات دریځ، هیله لرم، ژوند ښکلی دی، جنت لار، فیس بوک، څپه، نغمه زار، نن ورځ تر دې مهاله، اترنګ، غزل، کیږدۍ، خبري ټولګه، ساعت په ساعت خبرونه، مخامخ، ځانګړې مرکه، لوبي، څادر، غوره کښت او غوره مالداري او بشری حقوق لري.

په یاده رسنۍ کي یو لړعلمي او فرهنګي خپروني له محتوا سره په لاندي ډول معرفي کیږی:

اول: شپول: شپول یوه تاریخي، علمي او سیاسي خپرونه ده، چي د سیمي او هېواد په کچه پکښي سترنومیالي، د قلم خاوندان او سیاسي مبارزین معرفي کيږي ددوی کارنامې، لاسته راوړني او پر ادبي، فرهنګي او سیاسي ژوند يې هر اړخیزه بحث کیږي.

دوهم: د ستورو کاروان: د ستورو کارون یوه علمي او فرهنګي خپرونه ده، د نوموړي خپروني محتوا تر ډېره کلتوري بحثونو ته ځانګړې سوې او د یوې اونۍ ټول فرهنګي خبرونه له دې خپروني نشریږي او د خپروني په لړ کي د ادبي ژانرونو په اړه له لیکوالو، ژبپوهانو او فرهنګپالو سره ادبي او علمي بنسټيزي مرکې کیږي.

دریم: غوره کښت او غوره مالداري: دا یوه کرنیزه خپرونه ده، په دې خپرونه کي د وخت او زمان سره سم په ځينو اړینو کرنیزو موادو بحث او خبري کيږي د خپروني ډول يې مرکه او ځيني تمثیلي ډرامې لري او په هلمند کي نوموړې خپرونه ډېر اورېدونکي لري.

څلورم: منبر او منارې: منبر او منارې ډېره قوي علمي او ديني خپرونه ده، په نومړې خپرونه کي د نړۍ د لوی دیني عالم ډاکټر ذاکر نائیک علمي او دیني کنفرانسونه په پښتو ژبه ژباړل کیږي او د اورېدونکو تر غوږو ورسیږي.

پنځمه : اترنګ: چي له نامه څخه يې ښکاري یوه ادبي خپرونه ده، چي تر ډېره ورڅخه تفریحي خوند هم اخستل کيږي او ددې خپروني محتوا لنډۍ، ټپيزي، هایکو او څلوریزي دي،چي اورېدونکي او د خپروني چلونکي يې په نوبت یوه او بل ته وايي؛ دا خپرونه هر ورځ د مازدیګر پر څلورنیمو بجو خپریږي.

شپږمه: کیږدۍ: دا ادبي او فرهنګي خپرونه ده، چي هره شپه لس بجې د یوه ساعت لپاره نشریږي، ددې خپروني په غیږ کي لنډي کیسې، شعرونه، ناول او رومان لوستل کیږي او تر څنګ يې ولسي او فولکلوریک داستانونه او کیسې هم ویل کیږي.

اوم: ځانګړې مرکه: ځانګړې مرکه، چي په اونۍ کي یو ځلي د شپې پر اته نیمي بجې خپریږي، په یاده خپرونه کي د هېواد او ولایت په کچه د افغان سیاسیونو، فرهنګي شخصیتونو او مشهورو کسانو پر ژوند چارو، ټولنیزو هڅو ،سیاسي او فرهنګي کړو وړو بحث او خبري کیږي .

اتم: څادر: څادر خپرونه د سباوون راډيو یوه اونیزه خپرونه ده، چي په یاده خپرونه کي د سیمي لیکوال او شاعران راغوښتل کیږي او له هغوی سره په دېر عادي او مجلسي ډول ددوی د ژوند او دندي په اړه بحث او خبري کيږي، چي تر ډېره حده تفریحي بڼه هم لري.

نهم: د جومات دریځ: دا خپرونه یوه دیني او اسلامي خپرونه ده، چي په هلمند ولايت کي ډېر اورېدونکي لري، د اونۍ په ټولو ورځو کي هر ورځ د غرمې پر (۳۰:۱۲) بجو خپریږي. په یاده خپرونه کي اورېدونکي د خپروني له چلوونکي، چي یو دیني عالم دی ورسره نیغي اړیکي نیسي او دیني او اسلامي پوښتني کوي او دیني عالم ځاي پر ځای ځوابونه ورکوي.

لسم: مخامخ: مخامخ یوه سیاسي او ټولنیزه خپرونه ده، چي په اونۍ کي دوه ځلي خپریږي، یاده خپرونه د ګردۍ میز په ډول ده، چي درې میلمانه لري د وخت او ورځي پر تودې مسلې بحث او خبري کوي.

نور په بله برخه کي. . .