څونه چې په سیمه او نړیواله کچه، افغانستان کې د سولې بهیر د پیاوړتیا او سمون لوری نیسی، هومره د هغه په تړاو، د پاکستان له څو مخیز دریځ څخه د ابهام پرده ایسته کیږي او د دریځ بېلابېل مخونه يي یوپه بل پسې بربنډيږي، خو بلخوا د دې هېواد د چارواکو د چلوټو او فتنو ژورتیا او پیچلتیا هم باید له پامه ونه غورځول شي!

که په کور دننه د سولې د نه بسیا او د جګړې د دوام لاملونه چې سر سر کې يي په دولتي واکمنۍ کې د نظارشورا او جهادي مافیا پراخ او ناکنتروله حضور دی، یوې خواته پریږدو چې جلا بحث دی، په ډاډه زړه ویلای شو لکه څنګه چې افغانان تل په دې باور وو، په هېواد کې د سولې بسیا، د سیمې او حتی له سیمې وراخوا د پاکستان په لاس یرغمل شوې. جګړه له دغه هېواده په افغانستان تپل شوې او پاکستان د دغې نیابتې جګړې کوربه دی.

د ولسي جرګې په ننۍ پرانیسته غونډه کې ولسمشر اشرف غني هم تکرار کړه««دا کورنۍ جګړه نه ده، افغانان سره وروڼه دي او دا بې له شکه تپل شوې جګړه ده. تاند»

دا چې افغانانو تل ویل چې تریو دی، ګرد دی او ژېړ دی، څو هوښیاران په خپله پوه شی چې نارنج دی، خو د پاکستان اوسنیو چارواکو پخپله غږ کړ او په ډاګه يي وویل چې هغه« نارنج» دی.

افغانانو به تل ویل چې پاکستان د ترهګرو کوربه دی. ISIاو پنجابي پوځ ترهګر د پوځي ملیشو پتوګه د افغانستان په وړاندې کاروي. د ترهګرو روزنغالي او پټغالي د پاکستان په لویو ښارونو لکه کراچۍ، لاهور، اسلام اباد کې دی. خو تېرمهال داسې خبرې نه یوازې پاکستاني چارواکو نه منلې بلکې نړیوالو هم د پاکستان په خوله باور کاوه او د افغانستان داسې ادعاوې يي بابېزه ګنلې.

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز څو ورځې مخکې په واشنګټن کې د دفاعي لیکوالو یوې ډلې ته په وینا کې وویل«په یاد مې دي په میرانشاه کې یوه جومات ته لاړم، له بهره مو هیڅ شی ونه لیدل، خو په جومات کې دننه تر مځکې لاندې۷۰ خونې وې، په دې درې پوړیز جومات کې د بم جوړولو ۴ یا ۵ فابریکې وې، د انتحاري حملو څلور مرکزونه ول، مخابراتي شبکه یې لرله، وي آی پي روم، د کنفرانسونو خونې پکې وې»

سرتاج عزیز په یادو څرګندونو کې د ټول حقیقت یوازې نیمه یا بیخي لږه برخه په ډاګه کوي او د حقیقت ډېره برخه اوس هم پټه ساتي او د هغه له ویلو ډډه کوي! دا چې دغه ترهګر د پاکستان د خونړۍ ISI څخه څنګه په بې خبرۍ هلته ځالې جوړوي، مخابراتي شبکه لري، د بم جوړولو فابریکې لري او بیا يي جوپې څنګه افغانستان ته د ورانۍ او ټولوژنې لپاره رااستول کیږي، هغه پوښتنې دي چې سرتاج عزیر يي له ځواب ویلو ښویه تیریږي او په واشنګتن کې د دفاعي لیکوالو څخه هم ترې څوک پوښتنه نه کوي چې دا هرڅه د مرکزي حکومت له خبرتیا په پټه ځنګه ترسره کېدای شي. ښکاره ده چې دا اوس هم یو شمېر رازونه دی چې پاکستان يی غواړي پټ وساتي.

بلخوا سرتاج عزیز هڅه کوي، د ترهګرو ځالې یوازې په پښتونخوا سیمه کې وښۍ او ملامتیا ټوله پرپښتنو وروتپي. دا چې دا ترهګر له عربي هېوادو نیولې د عجمو له بېلابېلو هېوادو څنګه د پښتنو سیمې او د پاکستان نورو ښارونو ته اشر کیږي او په پاکستان کې له کلونو راهیسې ځای پرځای کیږي او روزل کیږي، پاکستان يي په اړه اوس هم چوپه خوله دی!

دا چې په تازه اعترافاتو کې د ترهګرو په میشتون او روزلوکې لا هم، د پاکستان مرکزي حکومت، ISI او د پوځ پراخ او څرګند لاس ته اشاره نه کیږي او پاکستاني واکمن له هغو څنګځن تیریږي، یو بل مهم راز دی چې سرتاج عزیز يي د پټولو هڅه کوي! څنګه کېدای شي ترهګر دې له دې سیمې افغانستان او ټوله نړۍ وګواښوي، خو ISIدې پرې خبره نه وي او د ISI پرځای دې سرتاج عزیز یوازینی ملکي چارواکی له دغه ترهګریزه مدرسو پرده پورته کړي!

د سرتاج عزیز نوی کشف سړي ته د ملانصرالدین د هندواڼو د غلا زړه قصه وریادوي!

البته دا پوښتنه هم بې ځوابه پاتې ده چې پاکستاني لوړپوړي چارواکي ولې تېرمهال نه، بلکې یوازې اوسمهال په نړیوالو رسنیو او دریځونو کې د ترهګرو په اړه، له خپلو پټو سیاستونو څخه، که څه هم هغه د رازونو یوه کوچنۍ برخه جوړوي، پرده پورته کوي؟

سرتاج عزیز چې په بهرنۍ پالیسي او امنیتي چارو کې د پاکستان هرکاره شخص ګڼل کیږی، په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو د شتون او فعالیتونو د څرنګوالي په اړه خپلو تازه کشفیاتو کې وايی چې د طالبانو مشران په پاکستان کې اوسیږی، هلته د هغوی د روغتیا پالنه کیږي، کورنۍ يي هلته ژوند کوي او په دې توګه موږ پر دوی کنترول او نفوذ لرو!

البته نوموړي لږ وړاندې ویلي وو چې د طالبانو مشران په پاکستان کې اوسیږی، خو دوی پرې کنترول نلري.

په هره بڼه چې وي، پاکستاني لوړپوړو چارواکو لخوا، هغه هېواد کې د طالب مشرانو په شتون اعتراف چې لږ پخوايي انکار کېده، د حل په موخه د سولې ګونګ او پيچلی بهیر ته تازه لوری ورکولای شي.

د سولې مرکچي افغان پلاوي باید په څلوراړخیزه راتلونکي غونډه کې چې په اسلام اباد کې جوړیږي، له دې تازه پرمختیاوو څخه پوره ګټه پورته کړی.

د سولې په راتلونکو خبرو کې باید هغه طالب مشران چې پاکستان يي پخپل هېواد کې په شتون او فعالیت اعتراف کوي، خبرو ته حاضر کړای شي.

که څه هم په یوه خبر کې ویل کیږي چې طالبان وايی، دوی ته چا د سولې په خبرو کې د ګډون بلنه نه ده ورکړې او دا هم ویل کیږي چې طالبان غواړي په اسلام اباد کې د سولې خبرې رد او خپل شرطونه تازه کړي.

په دې اړه، دوی په خبرباڼه کې وايی« لکه څنګه چې د پګواش په غونډه کې وويل شول، تر هغه چې له افغانستان څخه بهرني پوځيان نه وي وتلي، له تورو لستونو د دوی د مشرانو نومونه نه وي ايستل شوي، بنديان نه وي ازاد شوي دا خبرې به "بې مفهومه او تېر ايستونکې" وي.BBC

خو تېره اوونۍ د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي وو چې د طالبانو یو شمېر مهم شرطونه منل شوي او په دې اړه چې له افغانستانه دې بهرني سرتېرۍ په یوه وار نه بلکې په تدریج سره ووځي طالبان، افغان حکومت سره پایلې ته رسېدلي دي.

که طالب مشران د سولې په راتلونکې غونډه کې برخه نه اخلي او یوازې هلته خپل معقول شرایط نه وړاندې کوي، هیڅوک دا د طالب مشرانو خپله پریکړه نه شي ګڼلای او پاکستان چې اوس پر طالبانو د خپل کنترول او نفوذ ښکاره نارې وهي، د خبرو د ماتې او یا د سولې د ټکنۍ کېدو له پړې ځان نه شي ژغورلای، خو بلخوا طالب مشران هم ځان له ملامتیا نه شي بچولای او په دې پړه کې له پاکستان سره شریک دي!

که داسې وشی ګټه به بیا هم د پاکستان په برخه وي، ملامتیا او رسوايی به د طالبانو او افغانانو ترغاړې شي!

که طالب مشرانو ته یوخوا پاکستان وايي چې په غښتلي ګومان به همداسې وي چې د سولې روان بهیر شنډ کړي او بلخوا په رسنیو کې پاکستان د سولې خبرې کوي، یوازې طالبان کولای شي د پاکستان پرمخ غوړېدلې پرده څېرې کړي او رسنیو ته ښکاره ووايي چې دوی (طالب) سوله غواړي خو پاکستان يي مخه نیسي.

ولسمشر غني د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې وايی«سوله د دواړو طالبانو او زموږ په ګټه ده. حقیقي سوله د بندو دروازو له شا نه راځي.»

اوس چې پاکستان، په لویه پیمانه طالبان رسوا کړل، او د هغوی له مخه يي ټولې پردې وغورځولې، نن د طالبانو وار دي چې د پاکستان ریښتیني څېره افغانانو او نړیوالو ته ښکاره کړي او د طلسم له هغه جاله چې پاکستان غوړولی، راووځي!

که طالبان ریښتیا ځان افغانان بولي او د افغان مور شېدې يي رودلې وي، له دوه لارو څخه باید یوه غوره کړي او هغه د پاکستان پرځای افغانستان!

د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۶مه

سرلوڅ مرادزی